منظور پښتين: که نن محسن داوړ خوشی نه شي، سخت غبرګون به وښيو

روهي (نۍ/ ۱۵ د وږي)، د پاکستان حکومت تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي محسن داوړ ته اجازه ورنه کړه چې بلوچستان ته لاړ شي. امنیتي کسانو له هوايي ډګر کې محسن داوړ يو حکومتي ځای ته ولېږو د بلوچستان له سفر يې منع کړ.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر ويلي دي چې پر محسن داوړ تر درېيو مياشتو بلوچستان ته د تګ بنديز لګول شوی دی او اوس د امنيتي مسايلو پر بنسټ يو حکومتي ځای ته استول شوی دی‌.

پر محسن داوړ د لګول شوي بندیز په غبرګون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتين د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی، چې که چیرې نوموړی تر نن ورځې خوشی نه شي، نو دوی پر سختو غبرګونونو لاس پوري کړي.

محسن داوړ د بلوچستان بېلا بېلو سيمو ته د سفر پلان درلود خو په کوټه کې له هوايي ډګره د وتلو اجازه ورنه کړل شوه.

د محسن داوړ د سفر موخه بلوچستان کې له هغه کورنيو سره لیدنه وه چې څه وخت وړاندې يې د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې يې غړي وژل شوي وو.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200905_083914_196.sdoc-->