کرام الدين کريم: کابل کې لويې څارنوالۍ ته ځان نه سپارم؛ که مې څوګ محکمه کوي نو دلته (پنجشېر) ته دې راشي


روهي (جمعه/۱۴ د وږي)، د افغانستان د فوټبال فدراسيون پخوانی مشر کرام الدين کريم وايي چې جنسي فساد يې نه دی کړی او بې ګناه دی. دی ادعا کوي چې پر وړاندې يې سياسي دسېسه جوړه شوې ده.

نوموړي نن ورځ پنجشېر ولايت کې ناسته جوړه کړې وه هلته يې خلکو ته ويلي دې چې همدلته د خلکو په شتون کې دې یوه بې پرې محکمه ورته جوړه شي.

نوموړي زياته کړې، "که چېرته یوه عادلانه محکمه دلته جوړه شي چې تاسو هم یاست او رسنۍ هم وي، مدني ټولنه وي هرڅوک چې غواړي دلته وي، رادې شي محاکمه دې وکړي که زه مجرم وم ولې نه، خو که مجرم نه وم او موضوع سیاسي وي، عقده وي، زور وي دا دې له دې مسالې سره نه غوټه کوي زه یو انسان یم، کورنۍ لرم، ماشومان لرم خپل خپلوان لرم."

له بلې خوا د بشري حقونو سازمان د اسیا برخې مرستیالې پترېشیا ګاسمن د افغان حکومت پر هغې هڅې چې ويې نه شول کولی کرام الدين کريم ونېسي نېوکه کړې ده.


نوموړې له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د کریم په نیولو کې د حکومت ناکامي دا پيغام رسوي چې دا حکومت د خلکو د ساتنې وس نه‌لري یا نه‌غواړي دا کار وکړي.

افغان حکومت تېره اوونۍ پنجشېر ولايت کې د کرام الدين کريم د نېونې عمليات وکړل، خو ولسي خلکو غبرګون وښود او نوموړی ونه نېول شو. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200904_214349_217.sdoc-->