له ناامنۍ سرټکوي؛ غزني کې لاريون کوونکو کابل-کندهار لويه لار تړلې

روهي (جمعه/۱۴ د وږي)، له تیرو درېيو ورځو غزني ولايت کې يو شمېر کسانو په اعتراضونو او لاریون لاس پورې کړی او د ناامنۍ سرټکوي.

دغه لاريون کوونکو نن جمعه د کابل - کندهار لویه لار هم تړلې وه او د غزني ولايتي ادارې د تبادلې غوښتنه يې کوله.

لاريون کوونکو، چارواکو لیرې کړئ، نارې وهلې او په دغه ولايت کې يې د هدفي وژنو، غلاوو او نورو ناامنيو ويل.

د عبدالمنان په نوم يو لاريون کوونکي رسنيو ته ويلي، "ورځ تر بلې  غزني ښار او نورو سېمو ته یې امنیتي ګواښونه ډیرېږي. چارواکي بیا د دغو ستونزو د لرې کولو لپاره لازمه حل لاره نه لري او خپل ځانونه یې د کانکرېټي دېوالونو تر شا ساتلي دي."

لاريون کوونکي خبرداری ورکوي چې تر څو چې يې غږ وانه ورېدل شي، خپلو لاریونونو او اعتراضونو ته به ادامه ورکړي.

بيا له بلې خوا د غزني ولايتي ادارې رسنیو ته ویلي دي، چې د تېرو مياشتو په پرتله د غزني امنيتي وضعيت ښه شوی دی، او د لاريون کوونکو ادعاوې چې ناامني اوج ته رسېدلې ده؛ بې بنسټه دي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200904_180430_581.sdoc-->