اکرام الدين کريم: ما اخلاقي فساد نه دی کړی، ما نجونې په جنسي ډول نه دي ځورولې


روهي (جمعه/۱۴ د وږي)، د افغانستان د فوټبال فدراسيون پخوانی مشر اکرام الدین کريم ادعا کوي چې دی بې ګناه دی او په اخلاقي فساد ککړ نه دی.

نومړي چې اصلي د پنجشېر ولايت اوسيدونکی دی او اوس مهال هم هلته وسي، پر خپلې بې ګناهۍ ټینګار کوي او زياتوي چې دا به ثابته کړي، چې اخلاقي او جنسي فساد کې ککړ نه دی.

اکرام الدين کريم د فوټبال نړيوال فدراسيون يا فيفا له خوا وروسته له هغې په اخلاقي فساد تورن وپېژندل شو او د فوټبال ډګر کې له فعاليتونو بند کړی شو، چې د افغانستان د فوټبال فدراسيون يو شمېر پخوانیو لوبغاړو او کارمندانو د کريم د اخلاقي فساد په اړه وويل.

تېره اونۍ کورنيو چارو وزارت د اکرام الدین کريم د نېونې عمليات پنجشير ولايت کې په لار اچولي وو، خو د سيمې د خلکو له غبرګون سره مخ او اجازه ورنه کړه چې د قانون منګولو ته وسپارل شي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200904_161952_134.sdoc-->