حميرا نکهت د ۶۰ کالونو په عمر ومړه

روهي (جمعه/۱۴ د وږي)، د حميرا نکهت دستګيرزاده په نوم افغان شاعره او د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون د هنري خپرونو پخوانۍ کارمنده د ۶۰ کالونو په عمر ومړه.

د نوموړي کورنۍ د هغې د مړينې تائید کړی او ويلی دي چې حميرا نکهت دستګيرزاده په سرطان ناروغۍ ککړه وه.

حميرا نکهت دستګيرزاده تر ۱۳ شاعري ټولګې لیکلې دي او همدا ډول يې په ګڼ شمېر ثبت شوې هنري او ادبي څپرونې شتون لري.

دغه افغان شاعره د طالبانو په راتګ سره له هېواد لاړ او له تېرو دوه لسیزو په هالنډ کې له خپلې کورنۍ سره اوسېده. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200904_153457_458.sdoc-->