عربي متحده اماراتو ورسره د ملګرتيا تړون وکړ؛ له سعودي وروسته بحرین هم خپل هوايي حريم اسرائيلو ته پرانېست

روهي (جمعه/۱۴ د وږي)، اسرائيلو سره د فلسطين او په لويه کې د نورې اسلامي نړۍ ستونزې په خپل حال پاتې دي، په داسې حال کې چې يو شمېر عربي هېوادونو اسرائيلو سره د ښو اړيکو نوي څپرکي پرانېستې دي.

نېږدې له پنځوس کاله ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره اسرائيلي الوتکه په عربي متحده اماراتو کې کېناسته او همدا ډول سعودي عربستان او بحرین چې د لسیزو راپدیخوا يې خپل هوايي حريمونه د اسراییلو پرمخ تړلي وو، بېرته ورته پرانېستل.

د اسراییلو او نورې عربي نړۍ ترمنځ د ډپلوماټيکو اړيکو پيل د امريکا په هڅو شوی او ولسمشر ټرمپ د عربي متحده اماراتو په څیر د اسلامي نړۍ له نورو هېوادونو هم غوښتي دي، چې اسرائيلو سره اړیکي عادي کړي.

د اسراییلو او عربي متحده اماراتو ترمنځ د ښو اړيکو پيل ته ترکيې او ايران غبرګونونه ښوودلي او دا کار يې اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول د فلسطيني ولس سره جفا بللې ده.