له يو نيم ساعت جګړې وروسته؛ افغان ځواکونو مومندرې ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو د ټاور جوړولو مخه ونېوله


روهي (جمعه/۱۴ د وږي)، تېره ورځ افغان او پاکستاني ځواکونو د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ کې سره يو نیم ساعته نښته کړې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي رسنيو ته ويلي دي، چې نښته هغه مهال پيل شوه، چې پاکستاني ځواکونو مومندرې ولسوالۍ کې د يو پوځي ټاور د جوړېدو هڅه کوله.

د خوږياڼي په وينا چې افغان ځواکونو د ټاور د جوړېدو مخه نېولې ده. جګړې تېره شپه اته نيمې بجې پای ته رسېدلې ده.

نوموړي رسنيو ته ويلي دي، ''د مومند درې ولسوالۍ په غوړکي سیمه کې پاکستاني ملېشې غوښتل چې له کرښې دې خوا ټاور جوړ کړي، چې زموږ سرحدي ځواکونو ورسره مخالفت کړی دی او هغوی له همدې امله بریدونه پیل کړي دي او بیا جګړه رامنځته شوې ده. ننګرهار والي موضوع له نژدې څاري او سرحدي ځواکونه له لوړ مورال سره بشپړ تجهیز او اکمال دي. ''

نښته کې يو افغان پوله ساتی سرتيری وژل شوی او درې نور په کې ټپيان شوي دي. د پاکستاني ملیشه د تلفاتو په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200904_131304_673.sdoc-->