امريکا د جرمونو نړيوالې محکمې پر هغه څارنوال بنديزونه ولګول چې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو جنايتونه څېړي

 (پنځه نۍ/۱۳ د وږي)، د امريکا متحدو ايالتو حکومت د جرمونو پر ضد د نړيوالې محکمې لوی څارنوال د بندیزونو په نوملړ کې اچولی دی. متحدو ايالتو دا کار وروسته له هغې کړی دی، چې یادې محکمې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو جنګي جنايتونه څېړي.

تېره ورځ د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د جرمونو نړېوالې محکمې لوی څارنوال  فاتو بنسودا د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړی.

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي آنتونیو ګوترش د امريکا حکومت پر دغې پرېکړې خواشيني ښوودلې او نړيوالو اصولو سره يې په ټکر کې بللې ده. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200903_193124_614.sdoc-->