د حکومت او طالبانو د بنديانو د تبادلې بهير بشپړ شو

روهي (پنځه نۍ/۱۳ د وږي)، حکومتي او ځيني طالب سرچینې تائيدوي چې د افغان حکومت او طالب بنديان د تبادلې او خوشي کېدو بهیر بشپړ شوی دی.

ويل کيږي چې طالبانو تېره ورځ دوه وروستي کمانډو ځواکونو هم له خپل بند خلاص کړل. حکومت د ۲۴ کمانډو ځواکونو پر خلاصون ټینګار کولو.

له بلې خوا ويل کيږي چې حکومت هم ۴۰۰ جنجالي طالب بنديان خوشي کړي دي. د يادو کسانو له ډلې یوازې ۷ يې په زندان کې دي، چې قطر ته به ولېږل شي.

دغه کسان د فرانسوي او اسټراليايي وګړو پر وژنې تورن دي. ويل چې دغه اووه طالب بنديان به قطر کې تر يو وخته نظر بند وي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200903_084359_133.sdoc-->