د افغان ميرمنو له غږ وروسته؛ برېښنايي پېژند پاڼو کې به د مور نوم هم لېکل کيږي

د افغان ميرمنو له غږ وروسته؛ برېښنايي پېژند پاڼو کې به د مور نوم هم لېکل کيږي

روهي (څلور نۍ/۱۲ د وږي)، د ولسمشر د دويم مرستيال دفتر رسنيو ته ويلي دي چې د وګړو د ثبت قانون کې د تعديل سره به پېژند پاڼو کې اوس د مور نوم لېکل کيږي.

پېژند پاڼو کې د مور نوم لیکنې غوښتنه له تېرو درېيو کالونو يو شمېر فعالې افغان مېرمنې کوي، چې حکومت يې هم غوښتنه منلې.

برېښنايي پېژند پاڼو کې د مور نوم د لیکنې طرحه به د ولسي جرګې له تصويب وروسته، ولسمشر توشيح کړي او پلې به شي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200902_184952_446.sdoc-->