د شین چای د زیانونو په اړه پوهېږی؟

د شین چای د زیانونو په اړه پوهېږی؟
څومره چې د شین چای د  ګټو په اړه مو ویلي او یا هم اورېدلي، همدومره زیانونه هم لري. دا خبره چې شین چای به زیان ولري شاید ځینو ته د باور وړ نه وي، خو دا خبره حقیقت ده. راځئ چې په ګډه سره یې ولولو شین چای څه زیانونه لري؟
ـ آلرجي، یو د اړینو او خطرناکو زیانونو له ډلې څخه دی چې د شین چای د څښلو څخه را منځته کېږي. که چېرې وروسته د شین چای د څښلو څخه د ساه بندي، د ستوني درد سرره مخامخ شوی، نو هر څومره چې ژر امکان یې وي ډاکټر ته لاړ شی، ځکه چې امکان لري تاسو  د یو خطرناکې آلرجي باندې اخته شوي وی.
ـ ارواهي ستونزي، په ورځ کې د ۵ ګېلاسو چای څښل د استرس او ستاسو په چار چلند کې د منفي بدلونونو لامل شي.

ـ د سرګنګسي رامنځته کېدل، په ورځ کې د ډېر چای څښل په بدن د بې تعادلي لامل ګرځي او انسان خپل توازن له لاسه ورکوي.

د شین چای نور زیانونه، کومې مېرمنې چې حمل  لري، هغه کسان چې د زړه ناروغۍ لري او هغه کسان چې  په عصبي ګډوډیو باندې اخته دي د شین چای په څښلو کې احتیاط وکړي.

همدارنګه هغه کسان چې د معدې تکلیف لري، د معدې زخم، د اثنی عشر  زخم، د ځیګر ګډوډۍ او داسې نور زیانونه لري.