ورزش کوی؟ نو کچالو حتما وخورئ

ورزش کوی؟ نو کچالو حتما وخورئ
کچالو د ویټامینونو او انرژي نه بډای ګڼل کېږي. کچالو د ویټامین آ، ویټامین سي په درلودلو سره د ایمني سیستم له پاره یو ډېر ګټور خواړه ګڼل کېږي  او د کاربوهایدریت په درلودلو سره د ورزش کارانو له پاره یو اړین خواړه او دانرژي څخه ډک خواړه ګڼل کېږي. کچالو د خان او غریب به دسترخوان دی او له ډېرو ګټو سره، نو راځی چې په ګډه سره یې ګټې ولولو.
 
ـ د التهاب په کموالي او د پړسوب د جوړولو له پاره ګتمن سابه دي.
 
ـ یو متوسط کچالو څه نا څه ۱۶۴ کالوري انرژي لري او ۳۰ سلنه د انسان د بدن اړتیا ویتامین بي شپږ له اړخه پوره کوي.
 

ـ د هډوکو ساتنه، کچالو د اوسپنې، فاسفورس، کلسیم او مګنیزیم د هډوکو په جوړونه او رغونه کې اړین رول لري. همدارنګه د هډوکو  د پیاوړتیا له پاره بنسټېز خواړه ګڼل کېږي.
 

ـ د وینې فشار منظم کوي، څرنګه په ورځني خوړو کې د سودیم شتون ډېر اړین ګڼل کېږي به همدې ډول د پتاشیم مصرف کول هم اړین دي. به خاص ډول هغو کسانو ته چې سن یې لوړ وي. کچالو د سودیم، مګنیزیم او پتاشیم دا درې واړه اړین عناصر په ځان کې لري، چې د هډوکو له پاره حیاتي ګڼل کېږي.
 
ـ د زړه د روغتیا ساتنه، کچالو د ویټامین سي، پتاشیم او ویټامین  بي شپږ په درلودلو سره د زړه له پاره فوق العاده یو حیاتي خواړه دي، ځکه چې کلسترول پکې نشته او ګټور عناصر پکې ډېر دي.
 
ـ د کولین شتون، کولین د  حافظې د تقویت، د عضلاتو د حرکاتو ښه کول، د عصبي څپو د لېږد آسانه کول، د شحمیاتو جذبوونکی او د ذهن په پرمختګ کې اړین رول لري. کچالو ۵۷ ملي ګرامه کولین لري. نارینه۵۵۰ ملي ګرام  کولین ته په متوسط ډول اړتیا لري او  ښځینه ۴۲۵ ملي ګرام کولین ته په متوسط ډول اړتیا لري.
 

همدارنګه کچالو د وزن په کنټرول کې، د خوړو په ښه هضم کې، میټابولیک فعالیتونو کې او د سرطان د ناروغۍ په مخنیوي کې اړین دي.