آیا پوهېدی مرچ د ویټامین سي څخه بډای دی؟

آیا پوهېدی مرچ د ویټامین سي څخه بډای دی؟
 که خام یا اومه مرچ وي یا هم پوخ او سور شوی، مرچ نه یوازې د خوړو د خوند له پاره بل د هغو د ګټو له پاره هم اړین دی. دلته به ځیني  حیرانوونکي ګټې له تاسو سره شریکې کړم.
ـ د مرچو کالري صفر ده، که چېرې د خوړو سره مرچ وخوړل شي نو درې ګنټې وروسته به د خوړو ۵۰ سلنه میتابولیک کړنه به سرته رسېدلې وي. دا په دې مانا ده چې مرچ د خوړو د کالریو په سوځېدنه کې مرسته کوي.

ـ د سرطان په وړاندې ساتنه، مرچ د انتي اکسېدانت په درلودلو سره د سرطان ضد او د آزادو رادیکالونو په وړاندې د بدن څخه ساتنه کوي. همدارنګه مرچ د پروسټاټ د ستونزو د حل له پاره هم یوه طبیعي ماده ګڼل کېږي.

ـ د زړه له ناروغیو څخه مخنیوی، مرچ د کلسترول او ترای ګلایسرېد د کچې په ټېټولو کې مرسته کوي او همدارنګه د فیبرنولایتیک د کړنو په کمولو کې هم مرسته کوي. فیبرنو لایتیک د زړه له حملو څخه مخنیوی کوي.
ـ د سینوسیي او د پوزې د افرازاتو په نري کولو کې مرسته کوي، د وینې په جریان کې د کپسایسن فعالیت ډېروي او د دې مادې د فعالیت په زیاتېدو سره د پوزې افرازات نرې کوي، چې دا کړنه د زکام او سینوسي ناروغیو له پاره ډېر اړین چار دی.