په دې ۵ چارو خپله غوسه کنټرول کړی
غوسه کول یو له خطرناکو عواملو څخه دی چې وخت یې یو څو شېبې وي خو تأثیرات یې د عمر ترپایه وي، تر څو چې سمه تداوي یې و نه شي نو ارواهي ګډوډۍ یې خلاصون نه لري او ستاسو د ورځني ژوند په هر چار باندې تأثیر لري. دلته یې ځینې د کنټرول کولو لارې چارې تاسو ته بیانومږ
ـ یو ژوره ساه اخېستل او د په یوازېتوب کې د هغو امورو د حل لارې پیدا کول چې ستاسې د غوسې لامل ګرځي. انسان تل په ورځ کې یو وارې د خپل ذهن د آرامولو له پاره او هم د خپلو چارو د منظم او سمولو له پاره یوازېتوب ته اړتیا لري تر څو د پوره خپلواکۍ سره وکولای شي د یو موضوع په اړه پرېکړه وکړي او د حل لار ورته پیدا کړي.
- بښنه وکړی او له یاده یې وباسئ، د نورو خطاوې بښل د خپل ځان آرامول او له ځان سره مرسته کول دي. کله چې تاسو نورو ته بښنه کوی تاسو یو منفي پاینټ له خپل ذهن او له خپل ځان څخه لېرې کوی، نو دا د دې لامل ګرځي چې تاسو د ارامښت وکړی.
ـ د اورېدلو وړتیا ښه کول، د نورو خبرو ته په صبر سره غوږ نېول د دې لامل ګرځي تر څو مقابل شخص ته د ارزښت، همدردي، درناوۍ او د ارامښت احساس ورکوي.
ـ ارام اوسېدل تمرین کړئ، د ارواه پوهنې څېړنې ښایې چې د غوسې په وخت کې ژور ساه اخېستل، له ښو وېینو څخه ګټه اخېستل، ارام کوونکي انځور لېدل، مدیتیشن، یوګا، تای چي او داسې نورو چارو سرته رسول له مونږ سره د غوسې په ارامولو او د ښه احساس کولو کې مرسته کوي.
ـ منطقي لاره غوره کول په هره مسله کې، په هره مسله کې د مونږ پر حق اوسېدل اړین نه دي. انسان باید سمه او منطقي خبره ومني که هغه د خپل وي او یا د بل اړینه منطقي او به ځای خبره ده. که چېرې دا کړنه عملې کړو نو د ډېرو غوسو نه به په امان کې پاتې شو.
وروستي