د انګور ۴ حیرانوونکي خواص
دا جنتي میوه ډېر حیرانوونکي خواص لري. د آنتي اکسیدانت په لرلو سره د سرطان څخه مخنیوی کوي او همدارنګه د دیابت له ناروغۍ او سمونو د لېرې کولو له پاره ګټه لري. راځی چې به ګډه سره داسې نور حیرانوونکي خواص یې ولولو.
ـ د ساه لنډۍ درملنه، انګور د لوند ساتلو یا مرطوب ساتلو د خواصو په لرلو سره، سږي مرطوب ساتي او د ساه لنډي له حملو نه مخنېوی کوي.
ـ د هډوکو پیاوړتیا، انګور د اوسپنې، منګنېز، مس په لرلو سره د هډوکو د پیاوړتیا لامل ګرځي. چې د منګنېز شتون د کولاجن په جوړونه کې، د پروتئن به جوړولو کې او د عصبي سیستم د ریسپانس په برخه کې هم ډېره مرسته کوي.
ـ د زړه له ناروغیو څخه مخنېوی، دوه ډوله اړین فلانوئيدي آنتي اکسېدانت په انګورو کې شتون لري، چې دا دواړه اېل. ډي. اېل په وینه کې خنثی کوي او د زړه له ناروغیو څخه مخنیوی کوي او همدارنګه یاده ماده د وینې په فلتر کولو یا پاکولو کې هم اړین رول لري.
ـ د میګرېن درملنه، د رسېدلو انګورو اوبه یو ډېر ښه روش د میګرېن د درملنې له پاره په کور کې دی. د خالصو انګورو د اوبو ترکیب د لږو اوبو سره او دهغوی څښل هر سهار یوه ډېره ساده خو ګټمنه درملنه د مېګرېن سر درد له باره ده.
وروستي