ازاد پښتونستان ، یو واقعیت

ازاد پښتونستان یو خواب او خیال  ندی بلکې یو واقعیت دی چې ډیر زر به د نړیوالو په مخ کې راڅرګندیږي.
 
دا هیواد کوم یو مصنوعی هیواد  نه دی بلکی تاریخ لری تاریخ یی په زرګونو کلونو دی  ، یوه  سیمه  لري چې  په کې لسګونه میلیونه خلک پکې اوسیږي ، یو کلتور ، یو اقتصاد ، یوه ژبه او یو له بله د وینو رشته لري.
 
مګر یو شمیر استعماری او مزدوری کړۍ هڅه کوي چی ددی هیواد په موجودیت او نوم باندی سترګي پټي کړي.
 
 
چې د زرګونو کلونو په ترځ کې په سیمه  کې موجود دی. پښتونستان  په خپل تاریخ کې ډیرې لوړې او ژورې لیدلي دي ، د پښتونستان (پښتیخا، پښتونخوا...) په غیږ کې ډیر لوړ تمدنونه را ټوکیدلي دي.
 
یو ځل بیا په سیمه او نړۍ کې لوی پښتونستان را څرګندیږي هغه پښتونستان چې د زرګونو کلونو تاریخ لري او د نړی نامتو تاریخ پوهانو د پښتیخا ، پکتیکا ، پښتونخوا او نورو نومونو سره یاد کړی او د هغه د برم او عظمت خبرې یې کړي دي.
 
لوی شاعر ، قومي ملي مشر او مبارز بابا هوتک  ( هه۶۶۱-۷۴۰) د پښتونخوا ځوانان د مغولو د تاړاک په وړاندې مبارزی ته  رابللي و ، همدا مبارزه ددې سبب شوه چې په پښتونخوا د مغولانو د واکمنی د ټینګیدو مخنیوی وشي.
 
احمدشاه بابا یو ځل بیا د پښتونخوا ( پښتونستان) پولې تر هنده  ورسولې او کله چې د هند په تخت کیناست ، هغه پښتونخوا د غرونو سرونو په یاد کې د ډیلي تخت هیر کړ.
 
د نړۍ او سیمې سیاستوال او څیړونکي په سیمه کی د یوه ستر بدلون وړاند وینه کوي. ددوی په  باور هغه شرایط اوس را رسیدلي دي چې په سیمه  کې د ازاد پښتونستان بیرغ ورپیږي.
 
د ازاد پښتونستان  د بیرغ پورته  کیدل او په دې نوم یو هیواد یو ځل بیا را ټوکیدل کوم تصادفي خبره نده بلکې دا یو ټولنیز ضرورت دی او دا د تاریخ حکم دی چې:
په سیمه  کې  پښتانه د نړۍ د نورو اولسونواو ملتونو په څیر دا حق لري چې ځانته یو خپلواک هیواد ولري او خپل برخلیک په خپله وټاکي.
 
 پښتانه او پنجاپی استعمار
د انګریزی استعمار په واسطه د پښتنو ځمکو لاندې کول ددې  سبب شول چې د پښتون قوم اکثریت د انګریزي استعمار لاندې ژوند وکړي.
 
کله  چې انګریزي استعمار د سیمې څخه کډه کوله نو ځای یی یو بل استعماري هیواد (پاکستان ) ونیو چې پښتانه، بلوڅ، سندیان، کشمیریان او نور یې لاندې کړل.
 
پنجاپیانو د پښتنو په طبعی منابعو باندې  خیټه اچولي ده او هغه لوټ کوي مګر پښتانه ځوانان د بیکاری څخه عربی هیوادونو ته د مزدوری د پاره روان  وی.
 
پښتانه سیاسی اختیار نلري.د پاکستان ټوله اداره او سیاسی  سازمانونه د پنجاپ تر کنترول  لاندې دي پښتانه ، بلوڅ او سندیان ددې واک نلري چې د خپلو حقوقو پوښتنه وکړي.
 
په دې کې  شک نه شته چې د پښتنو اکثریت اولس د پنجاپی استعمار تر  ژغ لاندې  ژوند کوي او دوی یوه شیبه هم د خپل روا حق د درلودلو څخه  په  شا شوي ندي.
 
پنجاپی استعمار د ایران  ، کابل او لویدیز په غیر مستقیمه همکاری سره هڅه کړیده چې په   کې  د پښتنو او بلوڅو ازادي غوښتونکي غورځنګونه په ډیره  بیرحمی سره وځپي.
 
پنجاپیانو په  دې تیرو ۷۳ کلونو کې په میلیونو پښتانه  او بلوڅ وژلي او د دوی کورونه او کلي یې وران کړي دي پنجاپی  استعمار نه یوازې په فزیکي  توګه د پښتنو او بلوڅو د منځه وړلو هڅه  کړیده  بلکې هڅه یې کړیده چې غږونه چوپ کړي او هم د دوی مغزونه په زهر جنو تبلیغاتو سره ومینځي.
 

مګر اوس حالات بدل شوی دی نړی په یوه کلی اوښتی ده.د حق او عدالت له پاره د غږ اوچتیدو مخنیوی کول ډیر ستونزمن دی. که څه هم د ملګرو ملتونو له خوا اوس کوم هیواد د استعماری هیواد په توګه په رسمیت نه پیژندل کیږی مګر بیا هم استعماری هیوادونه لکه پنجاپی استعماری اداره (پاکستان) وجود لری چی د مختلفو اولسونو او سیمو اشغال ته دوام ورکوي.
 

 یو نوی هیواد  ډیر ژر را منځته کیږی، چی ددی هیواد په رامنځته کیدو سره نړیوالی سیاسی – پوځي معادلی او اقتصادی حالات بدلون ومومي. دا هیواد به ددی سبب شی چی یو شمیرنړیوال قدرتونه د خپل پخوانی پرتم څخه را وغورځي او د هغه په ځای به په سیمه کی نوی سیمه ځواکمن هیواد را منځته شي.

ددی هیواد په رامنځته کیدو سره ، د سیمی په سیاست کی به یوازی د هند او چین خبرو او نظر ته اهمیت نه ورکول کیږی بلکی همغه نوی رامنځته شوی هیواد به هم د سیمی په سیاستونو کی مهم ځای ولری. هغه مهال به د پاکستان او ایران ارزښت د پخوا څخه کم شوی او په سیمه کی به دریمی درجی هیوادونوته را ټیټ شوي وي.


د پښتونخوا هیواد د هویت له منځه وړلو د پاره توطیه ډیره پخوا او په دقیقه توګه سنجول شوی وه.  په تیره یوه نیمه پیړی کی د کابل دربار، انګریزی استعمار او پارسی پاشیزم  له خوا هڅه وشوه چی د پښتونخوا هیواد نوم او هویت د خلکو د یاده وباسی.

په دی کی شک نه شته چی لرغونی پښتونخوا په څو ټوټو بیله شوی ده خو اوس بیرته دا هڅه روانه ده چی دا هیواد سره متحد او د خپلواک هیواد په شکل د نړی په سیاسی جغرافیا کی رامنځته شی. دا یو تاریخی اړتیا ده او د خلکو غوښتنه ده چی دوی به بیا په خپله سیاسی جغرافیا کی سره یو کیږی.

ددی هیواد د جوړیدو مخالفینو انګریزان – پنجاپیان هیڅکله دی  ته تیار نه و او نه دي چی ددی هیواد په جوړیدو سره خپله تباهی ومنی.
 
د کابل ارګ او پښتونستان
د کابل ارګ تر ننه ددې سیمو د خپلواکي او د پخواني هیواد د یو ځای کولو د پاره کوم پلان او پروګرام نه درلود بلکې هڅه یې کړیده چې د داسې یوه غورځنګ چې ددې تاریخي خاورې یو ځای کول غواړي مخنیوي وکړي.
 
که څه هم سردار محمد داود خان د خپل صدارت په دوران کې د ازاد پښتونستان د داعیې ملاتړ کړی و، او  دا داعیه د افغانستان دخلک دموکراتیک ګوند په ډیر جدیت سره تعقیب کوله خو د ډاکټر نجیب الله د حکومت د استعفا وروسته د کابل ادارې تر ننه پورې د پنجاپ د استعماري ادارې د غوښتنو  او هدفونو سره سم حرکت کړی دی.
                                                                                                                                                        دپښتونستان په هکله د کابل د ارګ پالیسی تر ډیره بریده د پښتنو او بلوڅو په  روا حقوقو باندې د خاورې اړول دي او هڅه کیږي چې دې نوموړی غورځنګ  په ځپلو کې د پنجاپستان د استعمار سره مرسته  وکړي.

د افغانستان اوسنی اولس مشر محمد اشرف غني په خپلو ویناو او مرکو په څو څو ځله ویلي دي چې دوی د پاکستان سره  کومه ستونزه نلري او غواړي ددې هیواد سره نیکې اړيکي ولري.
 
کابل په تیرو نږدې شلو کلونو کې:

  • په ډیوریند منحوسه کرښه باندې اغزن تار د غزولو اجازه ورکړه
  • کابل د پنجاپ سره  د ډیورینډ د منحوسي کرښې دواړو غاړو خلکو ته ویزه  او پاسپورټ جبري کړل.
  • کابل پنجاپ ته  اجازه ورکړه چې د کرښې په اوږدو کې پوځی تاسیسات او دروازې جوړې کړي.
  • کابل هیڅکله  د ډیورینډ د منحوسې کرښې او د ازاد پښتونستان  داعیه پورته نکړه
  • په افغانستان کې  د ازاد پښتونستان ملاتړ کونکی  په ډیره ماهرانه توګه د سیاست د ډګر څخه  ګوښه کړل شول
  • پنجاپی  پوځیان کابل ته په پوځی الوتکو کې بې له ویزې او پاسپورت تګ او راتګ کوي.
  • او نور
  •  

    د ازاد پښتونستان   د نوم د اخیستلو څخه نه یوازی د پنجاپ استعماری دولت ویریږی او په ځان یی لړزه پریوزی ، د ( ازاد پښتونستان ) د په نوم سره د کابل دربار واکمنان هم خپله واکمنی په خطر کی وینی.
     
    کله چې انګریزی  استعمار  ددې سیمې  څخه په کډه کیده نو یې د پښتنو څخه د غچ اخیستلو د پاره په سیمه کې  د ( پاکستان ) په نوم د یو استعماری دولت بنسټ کیښود.
     
    د ازاد پښتونستان اعلان
    مګر کله چې پښتنو دا خطرناکه  توطیه ولیدله او هم یې ولیدل چې د کابل دربار نه غواړي پښتانه په یوه هیواد کې  سره راټول او د یوه ملي بیرغ لاندې ژوند وکړي نو د جون په ۲۱ یې د بنو په ښار کې تاریخی لویه جرګه جوړه کړه. دا جرګه د پښتنو د ازادی د لارې د لوی مبارز حاجی میرزالی  خان تر نظر لاندې جوړه او د پښتنو په تاریخ کې یی مهمې فیصلي وکړې.

    په دی لویه جرګه کی ( ۲۱ جون ۱۹۴۷) د ډیورینډ د ها خو د ټولو پښتنو استازو، سیاستوالو او مشرانو ګډون کړي و. دی جرګی ته د افغانستان څخه هم زیات شمیر کسان ورغلی و. دا یوه فرمایشی جرګه نه وه بلکی یوه ولسی ملی لویه جرګه وه چی په سیمه کی یی د نوی هیواد د جوړیدو مفکوره رامنځته کړه.

    دا هیواد ، بل هیواد نه دی  دا هیواد زرګونو کاله تاریخ لری ، نوم او هویت لری .  دا هیواد به د پښتنو حکومت وي چی په  اسلامی اوصولو ولاړ ازاد حکومت به وي چی په دموکراسی ولاړ او عدالت به پلی کیږی. نوموړی جرګی د ټولو پښتنو غږ پورته کړ.

    دا کومه ناڅاپی خبره نه وه. کله چی برتانوی هند څخه انګریزانو د وتلو نیت ښکاره کړ. باید د کابل حکومت سمدلاسه د افغانستان څخه د بیلی شوي خاوری د بیرته یو ځای کولو د پاره عملی اقدام کړي وای.

    مګر د کابل حکومت په همدې حقیقت باندی سترګي پټی او غوږونه کاڼه کړل. د کابل حکومت نه غوښتل چی د سیمی پښتانه په یوه او مستقل هیواد کی سره راغونډشی. دا ځکه چی د کابل دربار تر ډیری ا ندازی پورې د پښتنو ضد روحیه درلوده او اوس هم دا روحیه د کابل په ارګ کی حاکمه ده.

    همدی امله پښتانه اړ شول چی خپل برخلیک په هکله یوه لویه جرګه راوغواړی او په دی ډول سره د برتانوی هند د ړنګیدو په صورت کی خپل ځای مشخص کړي.

    دا یو واقعیت دی چی کابل حکومت هیڅکله د رښتینی افغانستان وجود څخه د بیلو شوو خاورو د بیرته یو ځای کولو د پاره نه کوم پلان موجود و او نه تر اوسه موجود دی. د کابل واکمنان د پاره افغانستان یوازی او یوازې د امیر عبدالرحمن خان میراث دی.

    همدا خبره ده چی د کابل سیاستونه په همدې نظریه (عبدالرحمن خان په میراث )کی راټولیږی.
    باید ووایو چی د پښتونستان هیواد ورځ د جون یویشتمه نیټه ده چی لویی جرګی د بنو په ښار  کی مطرح کړ.
    همدارنګه ۱۳۲۸ کال د سنبلی په ۹ نیټه د افغانستان او د تر استعماری واک لاندی سیمو د خلکو مشرانو  په کابل کی لویه جرګه جوړه کړه او دا ورځ د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ ونومول شوه.


    په دې ورځ د هغو لس ګونو زرو شهیدانو یاد تازه کیده چې د انګریزي او پنجابي استعمار په وړاندې په مبارزو کې شهیدان شوي دي او یا تر اوسه په دې لاره کې خپل سرونه دلاسه ورکوي.

    دا مبارزې د ډهلې د مغولي واکمنانو په وړاندې د مبارزو چې لوی خوشال خان ، پیر روښان ، ایمل خان او نورو د مبارزو دوام دی . ددې مبارزو اصلی موخه د پښتنو د یوه ازاد او خپلواک هیواد جوړیدل و، او دی.


    لوی احمدشاه بابا د ځانګړي نبوغ او د لارښوونې لوی استعداد په درلودلو سره وکولای شول د پښتنو مبارزې د بریالیتوب په لور رهبري کړي . پښتنو او بلوڅانو دده تر مشرۍ لاندې په دې سیمه کې یو ځواکمن هیواد تشکیل کړ . ټول پښتانه د پښتونخوا په پراخه سیمه کې د یوه لوی اولس په توګه راڅرګند شول.


    دا د یادولو وړ ده چې د احمدشاه بابا ، تیمور شاه او شاه زمان په واکمنیو کې دا خاوره متحده پاتې شوه مګر د پورتنیو واکمنانو څخه وروسته د کابل واکمنانو یو هم د پښتنو د خاورې د بیا د یو کیدو او د یوه ځواکمن دجوړیدو له پاره نه کوم کار کړی او نه یې کوم پلان درلودلی دی . دا ځکه چې دوی ټولو خپل پښتني هویت او قومي احساس د لاسه ورکړی و .د دوی له پاره یوازې د کابل تاج او تخت اهمیت درلود.


    پښتنو او بلوڅو د انګریزي استعمار په وړاندې په مبارزو کې استعمارچیان یوه ورځ هم په کراره نه پرېښودل. چې په دې لاره کې په لس ګونو زرو اتلانو لکه ملا پاونده ، حاجي صاحب ترنکزو او نورو مشرانو تر لارښوونې لاندې په پرنګیانو رڼا ورځ توره شپه ګرځولي وه.


    د خپلواکې د مبارزو معاصر مشران چې د انګریز او پنجاپي استعمار په وړاندې په کلکه ودریدل حاجي میرزاعلي خان ( مشهور په ایپي فقیر)، خان عبدالغفار خان ، خان عبدالصمد خان اڅکزي، مشهور لیکوال او شاعر اجمل خټک او نور چې د خپلو سل ګونو زرو پلویانو سره یو ځای د انګریزي او پنجاپي استعمار په وړاندې د خپلواکۍ له پاره په میړانه سره ودریدل. په دی مبارزو کې پښتانه یوازې نه و او نه دي بلکې بلوڅان هم د دوی سره اوږه په اوږه د پنجاپی استعمار په وړاندې په کلکه ودریدل چې د هغېښه مثال یې د نواب اکبرخان بګټي دی چې د پنجابی استعمار په مقابل کې په میړانه ودرید او د استعماري ځواکونو له خوا په ډير مظلومانه توګه په شهادت ورسید . د کابل مزدورې ادارې د خپلواکی په لاره کې ددې اتل هیڅ نوم وانخیست.
     
    ازاد پښتونستان او چپي مبارزین
    په افغانستان کې د خلک دموکراتیک ګوند د موسسینو څخه میراکبرخیبر په خپله لیکنه کې څرګنده کړي ده:
    که یو ولس سیاسي خپلواکي نه لري او د بل تر اسارت لاندې ژوند کوي د هغه ټول مادي او معنوي استعدادونه به نه یوازې د مسلط نظام په ګټه وي بلکه هغه ټول به ورته د ځان بلا او لوی تکلیف وي، مال به دده وي خو اختیار به یې د بل، څه چې یې زړه غواړي هغه به کولای شي او څه چې یې زړه نه غواړي هغه به پرې کېږي زحمت او کړاو به دده وي؛ خو ګټه به یې د نورو.
     
    پښتونستان نشنلزم یو واقعیت دی. ځکه چې د پښتون په نامه یو ولس موجود دی د مځکې په یوه معینه سیمه کښې ژوند کوي، د پښتون ولس د ملي خپلواکۍ د مبارزو او د پښتنو د عظمت په نامه په تاریخ کښې یو ځلانده فصل موجود دی. هر کله چې پښتنو له دغو درې ګونو عنصرونو څخه یوه(واکمني) بایللې ده؛ نو د هغه د بېرته لاس ته راوستلو د پاره د پښتونستان په نامه د یو نهضت شروع کول یو معقول کار هم دی. ځکه چې د پښتونستان سیمه د لویې پښتونخوا له اصلي وجود څخه په داسې غیر عادلانه شرایطو سره بیله کړه شوه، چې هېڅ قانوني او حقوقي نسبت یې نه درلود.
     
    هغه تړونونه چې په دې باره کښې شوي دي هغه د حاکم او محکوم غالب او مغلوب او په پای کښې د جابر او مجبور تر منځ و او هېڅ تړون په داسې حال کښې حقوقي ماهیت نه لري، د هند وېش په وخت کښې کومه د نامه رای ګیري چې وشوه هغه د سلف ډېتر منیشن(SELF_ DETERMINATION) له اصولو څخه ډېره مخالفه او لرې ده ځکه په دې رایه ګیري کښې پښتنو او بلوڅو ته اختیار نه و ورکړی شوی، چې لکه څنګه چې یې غوښتي وی هغسې خپل سرنوشت وټاکي هغوی ته صرف دا چانس ورکړ شوی و چې یا به هندوستان مني یا پاکستان.
     
    د سلف ډېترمنیشن(د سرنوشت د تعیین حق) له اصل سره سم باید پښتنو ته دا اختیار ورکړ شوی وای، چې خپل مقدرات له خپلې خوښې سره سم په هندوستان ـ پاکستان ـ پښتونستان یا افغانستان پورې تړي یا په کوم بل حیث. د افغانستان ذکر له دې کبله حتمي و، چې د اوسني پښتونستان په نامه چې موږ کومې سیمې پېژنو هغه د ډېرو ظالمانه تړونو په اساس له افغانستان څخه جلا شوي دي پښتانه افغانستان خپل مرکز بولي او په دې مرکز باندې راټولېدل د هر پښتانه د زړه ارزو او حق دی بله دا چې د پښتونستان د خپلواکۍ نهضت له دې کبله هم یو واقعیت او معقول دی، چې د ضرورت له اصل سره سم یو ضرورت دی
     
    د افغانستان د سیاسي استحکام او نظم د پاره د پښتونستان د موضوع حل یو حتمي او ضروري کار دی.
    د پښتونستان سیاسي محکومیت د افغانستان سیاسي استقلال ته ستره صدمه ده، تر څو چې پښتانه خپل بشپړ سیاسي استقلال ترلاسه نه کړي د افغانستان خپلواکۍ به په یوه پښه وي. د پورتنیو ملاحظاتو په رڼا کښې دا ویلای شو، چې د پښتونستان نهضت یو خالص نیشنلستي د استعمار په ضد نهضت او یو ضرروت دی. د یوه نیشنلستي نهضت ملاتړ او په یوه استعماري ضد نهضت کښې برخه اخېستل د هر ملي او مترقي افغان ملي او بین المللي وظیفه ده، هره ناغېړه چې پدې برخه کښې کېږي نه یوازې به د امپریالزم او ارتجاع په ګټه وي بلکه د هر اصلاحي پروګرام د عملي کولو او د هر مترقي اجتماعي نهضت د پرمخ بېولو په لاره کښې به لوی لوی خنډونه پېدا کړي)
     
    د پښتونستان د ازادی او بیا د وطن ګوند د واکمنۍ د پای ته رسیدلو سره ددې دورځې نمانځل هم د نویو واکمنو ټولګیو له خوا پر یښودل شول. دا ورځ نه یوازی د خلک دموکراتیک ګوند په واکمنی کې نمانځل کیده بلکه د افغانستان شاهي او جمهوري حکومتونو هم نمانځله.

    په دې کې هیڅ شک نه شته چې د خلک دموکراتیک ګوند د واکمنۍ د پای ته رسیدو څخه وروسته په افغانستان کې هغه ډلې واک ته ورسیدې چې په پاکستان کې جوړې شوي او د هغه دولت د پټو منابعو له خوا یې ملاتړ کیده .

    پښتونستان او په کابل کې  اوسنی واکمنې ډلې
    واک ته د رسیدو نه وروسته تر ټولو لومړی ددېډلو عملي اقدام دا و ، چې په پښتونستان واټ کې یې د پښتونستان بیرغ راښکته کړ. په کابل رادیو کې یې د پښتنو او بلوڅو د یووالي له پاره خپرونه بنده کړه .

    مګر د پښتونستان واټ څخه د پښتونستان د بیرغ د کښته کولو او ددی ځای د نوم اړولو څخه موخه پنجاپی استعمار ته د کابل حکومت له خوا ددی اشاری ورکول و او دي ، چی دا حکومت اوس د پښتنو او بلوڅو د داعیی څخه ملاتړ نه کوي .  او په ماهیت کی د ډیورینډ منحوسه کرښه په رسمیت پیژني.

    باید ووایو چی واک ته د حامد کرزی په رسیدلو سره تر ننه پوری د پښتنو او بلوڅو د حقوقو څخه د دفاع او ډیورینډ د منحوسی کرښی د نه منلو له پاره تر اوسه کومه رسمی غونډه او یا فیصله د کابل دولت له خوا نه ده تر سره شوي.
    د پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون غونډه یوازی د مدنی ټولنو ، ادیبانو او سیاسی غیر دولتی شخصیتونو له خوا تر سره کیږی  چی دا یوازی د اولسونو پیستون په ډاګه کوي.

    اوس دا پوښتنه را منځته کیږی چی د کابل حکومت ولی د پښتنو او بلوڅو د مبارزاتو په هکله یو روښان دریز نه نیسي؟

    ایا کیدای چې وویل شي چې د پښتنو او بلوڅو مبارزه پای ته رسیدلی وګڼو او یا دا کیدای شي چې ددې څخه سترګې پټې شي چې ټول پښتانه دا حق نه لري چې په یوه واحد هیواد کې سره راټول د کراچېڅخه نیولي تر بادغیس او تر کشیمره پورې یو اباد او ځواکمن دولت تشکیل کړي؟


    خلک په دې ښه پوهیږی چې د پښتنو تر منځ د یووالی تامین او د بلوڅو د حقوقو تر لاسه کولو له پاره مبارزې ته په اوس مهال کې ډیر ضرورت دی . خو تر هغه د وړاندې بایدد پښتو په مغزونو کې دا احساس را پیدا شي چې دوی پښتانه دي او په په نړی کې یو ځانګړی قوم او اولس حیثیت لري . او دوی یو وجود دی چې د استعماري ځواکونو له خوا په وحشیانه توګه ټوټې شوي دی. پښتانه په دې باید پوه شي چې تر هغې چېټولېټوټې یې په یوه هیواد کې سره یو ځای شوی نه وي تر هغه به دوی دغسې د خوارۍ او ذلت ژوند تر سره کوي.

    د سیمې نور زبرځواکونه لکه ایران هم د دواړو اولسونو سره د دښمنی سیاست مخې ته بیایی د ایران د هیواد له خوا د پښتنو او بلوڅو په وړاندېډیرې ناوړی توطیې طرح او عملی کیږي په ایران کې د ننه هرکال په زرګونو بلوڅان په مختلفو نومونو سره وژل کیږي په ایران کې بلوڅ د هر ډول سیاسي او ټولنیزو حقوقو څخه بې برخې دی.

    په افغانستان کې هم پښتانه په واقعي مانا سره د سیاسي واک څخه بې برخې دي او په اوسنی دولت کې د بې صلاحیته پښتو ژبو سمبولیک موجودیت دا مانا نه لری چې دوی په واک کې ګډون لري. په افغانستان کېټول واک د یوه شمیر کړیو په لاس کې دی چې ځانونه د لږکیو او په ځانګړی توګه د تاجکو ، هزاره ګانو او ازبکو نماینده ګان بولي.

    دا په دې مانا چې د افغانستان ، پښتونخوا، بلوچستان پښتانه او بلوڅ د محکومواولسونو په توګه ژوند کوي او دوی د استعماري ځواکونو له خوا په ډیره بې رحمی سره ځپل کیږي.

    لکه چې په تیرو پیړیو کې پښتنو او بلوڅو په ګډه یو له بله دفاع کړي ده په همغه ډول اوس هم همغه شرایط دي چې دواړه اولسونه یو له بله د وروری ټینګ لاسونه سره ورکړي تر څو د دښمنانو دسیسې شنډې کړي. دا هغه مهال کیدای شی چې د دواړو اولسونو ترمنځ اړیکې ټینګې شي.

    یو اولس ، یو برخلیک
    زیات شمیر سیاسي کتونکي په دې باور دي چې پښتون اولس هر چیرې چې اوسیږي یو اولس دی . ددې اولس موخه بیا یووالی او په یوه جغرافیا کې د قوي دولت جوړول دی او ددې موخې د تر لاسه کولو د پاره یوازینی لاره د شرایطو سره سم د مبارزې مخې ته بیول دي.

    ددې اولسونو دښمنان هم دا هڅې کوي چې د پښتنو او بلوڅو هره ټوټه په جدا جدا ډول سره وځپې تر څو په مغزونو کې یې د یووالی خیال پیدا نه شي.

    زیاتره پښتانه سیاستوال وایي چې په افغانستان کې په روانه جګړه کې افغانان وژل کیږی . مګر د دې څخه سترګې پټوي چې دا جګړه د ټولو افغانانو په ضد روانه نه ده. دلته هم نړیواله ټولنه، د کابل اداره او طالبان د تاجکانو، هزاره ګانو او د نوروسیمو څخه لرېګرځي او یوازی دوی پښتنی سیمې د جګړو میدان ګرځوي او د دولت مخالفین هم د پښتنو په سیمو کې جنګیږي چې لدې امله هره ورځ په سلګونو پښتانه وژل کیږي.


    زیات شمیر کتونکی په دې باور دي چې د کابل په اداره کې واکمنې ډلې ، د پنجاب استعمار او د تهران لوړتیا غوښتونکي ټول په ګډه د پښتنو د ځپلو ګډ پروګرام لري دې پښتنو ضد تور مثلث که د یوې خوا د پښتنو سیمه د جګړو په ډګر ګرځولي ده نو له بلې خوا دوی په ډيره منظمه توګه د پښتنو د مشرانو د وژلو پروګرام مخې ته بیایي .

    د یادولو وړ ده چې په سیمه کې د پنجاب واکمنانو ، ایراني لوړتیا غوښتونکو او د هغوی مزدورو کړیو ډیره خطرناکه لوبه پیل کړی ده دا لوبه کیدای شي یا په لویه نړیوالې جګړې واوړي او یا به د سیمې په سیاسي جغرافیا کې د بدلون سبب شي.

    باید یادونه وشي چې په سیمه کې پښتانه یو وجود دی او د دوی برخلیک تل یو و او وي به . اوس مهال په دې سیمه کې پښتانه او بلوڅټوټېټوټې او د دوی غلیمان یو دی نو لدې امله دا د شرایطو غوښتنه ده چې دوی یو له بله د وروری ټینګ لاسونه سره ورکړي.

    دا یو واقعیت دې چې ورځ په ورځ د پښتنو سیاسي پوهه لوړیږي او دا ټکی درک کوی چې تر څو چېټول پښتانه په یوه سیاسي جغرافیا کې سره راټول شوي نه وي تر هغه به دوی د سولی او ارامی مخ ونه ویني. او که سره یو شول بیا دښمنان دا وس نه لري چې د پښتنو په ضد توطیه او دسیسه وکړي.

    ددې له پاره چې پښتانه د اوسنی تراژیدی څخه ځان په سلامت سره وباسي اړینه ده چې یو سیاسي مشرتوب رامنځته کړي . داسې مشرتوب چې د پښتون اولس د یووالي د تامین له پاره کار وکړي . دا مرکزیت پښتون اولس د ټولو هغه توطیو او تیریو د شنډولو د پاره رهبري کړي چې د دوی په وړاندې د پنجاب ، تهران او په افغانستان کې د متعصبو کړیو له خوا طرح او عملي کیږي
     
    پنجاپی  استعمار لاندې پښتنو مبارزه:
    .
    د پنجاپی  استعمار په وړاندې ټولو پښتنو او بلوڅو پراخه  مبارزه کړیده او په دې لاره کې یی ډیرې  ستونزې ګاللی دي.  نواب محمد اکبر خان بګټي  او نورو په زرګونو بلوڅو د ازادی له پاره د شهادت جامونه وڅښل.
     
    عبدالصمد خان اڅکزی، محمد ابراهیم ارمان لوڼي ، سردارعارف وزیر ، محمد طاهر داوړ او نورو په زرګونو پښتنو د ازاد پښتونستان د جوړیدو د پاره خپل سرونه  قربان کړي دي.
     
    اوس د پښتنو او بلوڅو مبارزه یوه نوي پړاو ته ننوزي پنجاپی استعماري پوځ اړ کیږی چې یو شمیر تاکتیکي شا تګ وکړي مګر دا تاکتیکي شاتګ به په پای کې د پنجاپی  پوځ او ادارې د ړنګیدو سبب وګرځي.
     
    که څه  هم پنجاپی  استعمار  په پښتنو کې  یو شمیر مزدورې  ډلې چې  هغه ورته  ګوندونه وایی جوړ کړي دي ددې ګوندونو څخه موخه د پښتنو بی لارې کول دی مګراوس هغه پړاو هم تیر شوي دی اوس پښتانه  خپل ټول حقوق ( د ازادی د حق په ګډون ) غواړي.
     
    اوس په ټول پښتون کې یو سراسري غورځنګ را منځته شوي او د ځواکمنتیا خواته  روان  دی. پښتانه  په خپلو منځو کې  هر ډول سیاسی اختلافات پریږدی او د یوه ګډ هدف د پاره سره یو کیږي
     
    د لوی افغانستان په نوم ډنډورې:
    په افغانستان کې یو شمیر کړۍ او افراد ددې له پاره چې د پښتونستان داعیه تر اغیزې لاندې راشي د لوی افغانستان تر نوم لاندې  ډنډورې وهي.
     
    اوس د افغانستان په نوم یوه سیاسی جغرافیا وجود لري چې دا جغرافیا د امیر عبدالرحمن خان او انګریزانو په موافقه سره منځته شوی ده. د هغې ورځې څخه تر ننه د کابل دربار  ( د خلکیانو د حکومت څخه په غیر) د ډیورینډ د کرښې ها خوا پښتنو او بلوڅو سره خپلی اړیکي  یوازي په نمایشی توګه پاللي دي.
     
  • تر څو د  (عبدالرحمن خان ) افغانستان خلک په دې توګه تیر باسي چې د افغانستان حکومت د ناوړې کرښې ها خوا خلک نه دي هیر کړي.
  • دا اړیکي یوازې په پنجاپ باندې یوازې د سطحی فشارونو د پاره ساتل شوي دي.
  • د افغانستان حکومت هیڅکله په رسمي توګه د ډیورینډ دمنحوسې کرښې ها خوا خاوره باندې  په نړیوال  او سیمه ایزه سویه سره ادعا نه ده کړي.
     
    په دې کې شک نه شته چې امان الله خان د ازادی جګړه ددې له پاره  تر سره کړه تر څو د (عبدالرحمن خان) افغانستان بهرنی ازادی تر لاسه  کړي ، نه هغه خاوره چې د انګریزي استعمار لاندې ده.
     
    د لوی افغانستان مبارزین  یوازې په خوله مبارزین دي دوی حتی په دې هکله یوه د هیواد په سطح او یا نړیواله سطح غونډه نه ده رابللي. او نه يې د پنجاپ له خوا  غزیدونکي اغزن تار یو متر تار شوکولی دی او له دې لارې یی خپل مخالفت څرګند کړی دی.
     
    په عبدالرحمن خانی افغانستان  کې  یو داسې اولسمشر  او سیاستوال موجود نه و او نه  دی چې په رسمي توګه یې پیښور ، کویټه ، ملتان او نورې پښتني سیمې د افغانستان  بللي وي.
     
    همدا خبره ده چې  لوی افغانستان  ډنډورچیان یوازې او یوازې د پنجاپی استعمار په  ضد د پښتنو او بلوڅو د ازادی د پاره مبارزه مغشوشه کوي او له دې لارې د پنجاپ د استعماري ادارې  عمر زیاتوي.
     
    د ټول پښتون لویه جرګه:
    پښتانه حق لري چې یو په دموکراسي ولاړ نظام ولري .
    بلاخره پښتانه حق لري چې د نړی د نورو اولسونو په شان سره یو او د یوه واحد او خپلواک ملت په توګه یو واحد هیواد ولري او په سیمه کې د نورو اولسونو په اړخ کې په سوله ایزه توګه ژوند وکړي.
     
    تر ټولو مخکې اړینه ده چې د ټولو پښتنو لویه او سراسري جرګه جوړه شي. په دې جرګه کې باید د نړۍ د هر ګوټ څخه استازي ګډون وکړي  دا جرګه کیدای شي په کوم اروپایی  هیواد ، هند ، کاناډا او یا کوم بل هیواد کې  جوړه شي. خو دا جرګه په کابل ، یا د افغانستان په بله برخه کې نه شي جوړیدای . دا ځکه  چې کابل د ازاد پښتونستان د جوړیدو او د پنجاپی استعمار د ړنګیدو مخالف دی. کابل  د پنجاپ سره د هغه د ناوړو موخو ته په رسیدو کې مرسته کړي او کوي يي.
     
    نو ځکه په دې جرګه کې  باید د کابل  د حکومت غړي وجود ونلري.
    په دې جرګه  کې باید په دې غور وشي:
  • د ازاد پښتونستان د جوړولو ستراتیژي
  • د ازاد پښتونستان د ستراتیژی دعملی کولو د پاره د پالیسی جوړول
  • د پښتون جرګه او یا بل نوم د پښتنو یو سراسري سازمان رامنځته کول ، تر څو د پښتنو ازادی غوښتونکي مبارزی رهبري کړی.
  • د لوی پښتونستان د پاره د نکشي جوړول او په یوه موقت حکومت باندې  موافقه
  • د پښتونستان  د موقت حکومت د ځای په هکله تصمیم
     
  • د پښتنو نړیوال متحدین :
    په دې کې هیڅ شک نه شته چې پښتانه د خپلو سترتیژیکو موخو د تر لاسه کولو د پاره ځینو متحدینو ته اړتیا لري.
     
    په دې کې هیڅ شک نه شته چې تهران ، پنجاپ او په کابل کې واکمنې کړۍ هیڅکله نه غواړي چې پښتانه د اوسنې ناوړه حالت څخه وژغورل شي او په دې لاره کې لازم خنډونه پيدا کوي .
     
    همدارنګه د امریکا متحده ایالاتو تل په سیاسی، پوځي او اقتصادی توګه د پنجاپی استعماري نظام څخه ملاتړ کړی دي او په غیر مستقیمه توګه یی د ازاد پښتونستان د جوړیدو مخنیوی کړی دی.
     
    عربی هیوادونه  هم د پنجاپی استعمار متحدین ګڼل کیږي او دوی په خپلو اقتصادی مرستو سره د پنجاپ استعماری نظام ته د نسکوریدو څخه نجات ورکړی دی. دې هیوادونو تل د پښتنو په ضد ناوړه پلانونه  عملی کړیدي.
     
    چین هم په داسې حال چې کمونستی رژیم لري مګر بیا یی هم د پنجاپ سیاسی اقتصادي او پوځي ملاتړ کړی دی.
     
    نو لدې امله پښتانه باید د خپل ځان د تقویې له پاره په سیمه او نړی کې خپل متحدین پيدا کړي. پښتانه  کولی شی په  سیمه  کې د نوي او مهم لوبغاړی په توګه د نړیوال سیاست ډګر ته داخیل شی.
    پښتانه کولی شي د روسیې، جرمني، فرانسې، هند، جاپان، استرالیا، ترکیه، اسراییل، کانادا او نورو وړو او سترو هیوادونو سره په خپلو اړیکو یو وار  بیا کتنه وکړي.
     
    د پښتنو  متحدین کیدای شي د پښتنو سره د ګډو ګټو په نظر کې نیولو سره مشخص شي
    ازاد پښتونستان د نړی د ستر قدرت په توګه:
    د پښتونستان داعیه ورځ په ورځ ځواکمن کیدونکی ده او د هغی ملاتړ زیاتیږي.
    اوس د پښتونستان بیرغ د اروپایی ښارونو په واټونو کی راښکاره کیږی د اروپا پارلمان ورته ځانګړي پاملرنه کوی د ملګرو ملتونو د ودانیو مخته د خلکو له خوا رپول کیږی او د ملګرو ملتونو څخه غوښتل کیږی چی د پښتونستان د جوړیدو له پاره غورځنګ  په رسمیت وپیژنی.

    د پښتونستان په جوړیدو سره د نړی په سیاسی ، اقتصادی او امنیتی معادلاتو کی بدلون را منځته کیږی هغه پښتونستان چی په وچه کی به راګیر نه وي او د ډیرو طبعی منابعو څخه به برخمن وي هغه پښتونستان چی د سیمی په سیاست کی به لومړی خبره همدا هیواد کوي.

    باید ووایو چی ازاد پښتونستان هیواد  کیدای شي په راتلونکي کې د افغانستان او بلوچستان  سره د کنفیدریشن په چوکاټ کې  خپلی اړیکي تنظیم کړي.
     
    ازاد پښتونستان په جوړیدو سره کیدای شي په ډیره لږه  موده کې په ستر نړیوال قدرت باندې بدل شي:
    دا ځکه  چې:
  • ازاد پښتونستان ځانګړی ستراتیژیک اهمیت لری
  • ازاد پښتونستان ډیر طبعی منابع لري او په نړی کې تر ټولو زیات شتمن هیواد بلل کیږي.
  • د ازاد پښتونستان خلک ډیر زیار ایستونکي او وطندوست دي
  • ازاد پښتونستان به ډیر زر اقتصادي او پوځی ځواک  را منځته کړی.
  • په سیمه  او نړی کې به د ازاد پښتونستان خبره  اوریدل کیږي.
  •  
    هر پښتون سیاستوال او مشر چې پښتونستان د ازادی د پاره د مبارزی څخه یوه شیبه ناغیړي کوي او یا ورته شا کوي هغه ملي خاین او د پنجاپی  استعمار نوکر  دی .دا ځکه چې د ازاد پښتونستان د پاره مبارزه د هر پښتون مسوولیت او دنده ده.
    ازاد پښتونستان، ډیر ژر