آیا جنسي اړيکه په روان او روغتیا اغېزه لري؟

آیا جنسي اړيکه په روان او روغتیا اغېزه لري؟
سالمه جنسي اړیکه نه یوازې د اسلام بل د طبابت له حیثه هم ډېرې حیرانوونکې رواني او روغتیایي ګټې لري. راځئ چې په ګډه سره یې ولولو.

ـ د استرس کمول، د یوې سالمې جنسي اړيکې په جریان کې د مونږ بدن دوپامین، اندروفین او اوکسي توسین افرازوي چې دا ټول انسان ته آرامښت ورکوي او د استرس په کموالي کې مرسته کوي. وروسته له جنسي اړيکې د کورتیزول په نامه هورومون د استرس د کموالي مسوول دیږ

ـ د وینې فشار ښکته کوي، د مېرمنې او خاوند  د صمیمیت فزیکي اړیکه  د هغوی د وینې د فشار په ثابت ساتلو کې مرسته کوي او د هغوی هره ورځ په آرامۍ سره د پیلېدو لامل ګرځي.

ـ د معافیتي سیستم پیاوړتیا، د جنسي اړیکې په جریان کې یو انتي جن لکه ایمنوګلوبولین افرازېږي، چې د زکام او آنفلونزا څخه مخنیوی کوي.

ـ د نا منظم خوب کولو درمل، جنسي اړیکه لکه ورزش د زړه ضربان ډېروي چې دا دې د منظم او سالم خوب لامل ګرځي.

ـ د زړه له حملو څخه مخنیوی کوي، جنسي اړیکه د کالوري په سوځېدنه کې مونږ سره مرسته کوي. څېړنو ښودلي دي په اونۍ کې درې ځله سالمه کوروالي کول  د زړه له حملو نه مخنیوی کوي.

ـ له اضطراب او افسردګي سره  دتل له پاره مخه ښه وکړی، د جنسي اړیکې په جریان کې د سورتونین په نامه چې دې ته د خوشحالي هورمون هم وایې افرازېږي، چې د استرس د کموالي لامل ګرځي.

ـ ځوان او ښایسته مالومېدل، د یوې سالمې او منطمې جنسي اړېکې درلودل ستاسو سره مرسته کوي چې ۷ کاله نور هم ځوان مالوم شی. ستاسو جذابیت نور هم ډېرېږي.

جنسي اړیکې داسې نورې ګټې هم لري لکه، د اندام برابري، په ذهن باندې مثبتې اغېزې او داسې نور...