اسلام کې د مور په اړه لس سپیڅلې خبرې

اسلام کې د مور په اړه لس سپیڅلې خبرې
د مور وېینه په هر لفظ او په هر دین کې ښایسته او د قدر وړ ستایل شوي ده، خو څومره چې مبارک رسول الله (ص) په خپلو سپېڅلو ویناوو کې ستایلې برابري یې به هېڅ کوم دین او مذهب کې نشته. دلته د رسول الله (ص) د ټولو ښایسته او وزنینو خبرو څخه لس مبارکې او سپېڅلې خبرې د مور په اړه یادوو.

ـ د مور دعا د نه قبلېدونکو پوړونو څخه هم تېرېږي. (مشکوة الانوار:۲۷۲)

ـ څوک چې هره جمعه د خپل پلار او مور د قبرونو زیارت کوي د هغوی ټولې ګناهونه بشل کېږی او د نیک کارکوونکو له ډلې څخه شمېرل کېږي.(مستدرک الوسائل،ج)

ـ د خپل پلار او مور سره په نیکی باندې چلند وکړه جنتي به شي، خو که چېرې هغوی د عاق کړي نو دوزخي به وي.( اصول کافي،ج ۲، ص ۳۴۸)

ـ څوک چې د پلار او مور په اړه الهي حکمونه ومني، د جنت دوه دروازې به د هغه په لوري خلاصې کړل شي، خو که د الله تعالی یو حکم هم ومني د مور او پلار په اړه نو د جنت یوه دروازه به د هغه په لوري خلاصه شي.( کنزلاعمال، ج۱۶، ص ۴۶۷)

ـ کوم بنده چې د پلار او مور مطیع وي د قیامت په ورځ به تر ټولو نه لوړ ځای د هغه وي.( کنزالاعمال، ج ۱۶، ص۴۶۷)

ـ څوک چې د خپل پلار او مور په ځای باندې حج وکړي، او یا هم د هغوی کفاره ورکړي، نو د قیامت به ورځ به هغه د الله تعالی په وړاندې د نیکوکارانو  څخه وي.( کنزالاعمال، ج۱۶، ص ۴۶۸)

ـ څوک چې خپل پلار او مور راضي وساتي الله تعالی یې راضي ساتلی، خو څوک چې خپل پلار او مور خفه کړي نو الله تعالی یې له ځانه خفه کړی دی.( کنزالاعمال، ج۱۶، ص۴۷۰)

ـ څوک چې غواړي په عمر او مال کې یې برکت وي، نو د خپل پلار او مور سره د ښه چلند وکړي او دهغوی په وړاندې د زړه رحم ولري.(کنزالاعمال، ج۱۶، ص ۴۷۵)
ـ د خپل پلار او مور سره نیکي وکړئ تر ستاسو اولادونه هم له تاسو سره نیکي وکړي، د نورو ناموس ته به بده مه ګورئ تر څو ستاسو ناموس  ته هم څوک په بده ونه ګوري.( کنزالاعمال، ج۱۶، ص۴۶۶)

ـ د اولادنو د مینې ‌ډک نظر خپل پلار او مور ته  عبادت دی.( بحار الانوار، ج۷۴، ص ۸۰)