ولې نجونې له ترشۍ سره مینه لري؟

ولې نجونې له ترشۍ سره مینه لري؟
نه یوازې نجونې بل هر انسان د خوړو د یو خاص خوند سره مینه لري. چې دا د هغوی د بدن د ویټامینونو کمښت، د ځینو ناروغیو ښودوونکي او یا هم د ارواه پوهنې له حیثه د هغوی په خواصو پورې اړه لري. چې  دلته یې یو څو لاملونه ذکر کوو.

ـ د معافیتي سیستم ضعیف کېدل، کله چې معافیتي سیستم ضعیف کېږي نو د ترشیو خوراک ته ډېر لېواله کېږو او ترش خواړه د معافیتي سیستم په ساتلو او پیاوړتیا کې ډېر رول لري.

ـ د عصبي سیستم ګډوډۍ، ګټور باکتریاوې د مرکزي  عصبي سیستم سره ډایرېکټ ارتباط لري او د مغز کړنې ښې کوي. ترش خواړه د عصبي سیستم به ساتلو کې او د هغوی د کړنو په ښه کولو کې رول لري.

ـ د ژېړې کڅوړې او ځيګر ګډوډۍ، د غوړو خوړو په خوراک سره هم د ترشو خوراکونو ته  میل ډېرېږي. کله چې د ژېړې کڅوړې او یا هم د ځيګر په بې نظمۍ یا هم ګډوډیو باندې اخته کېږو نو د ترشیو خوراک ته لېواله کېږو.

ـ د پوستي نارغیو په اخته کېدو هم ترشیو ته لېواله کېږو.

ـ که ادراري التهابات او عفونت لری نو بیا هم د ترشو خوراکونو څخه ګټه اخېستل به مو پېښمانه نه کړي.