په برتانيه کې سل زره کسان اسلام ته اوښتي


د (دين اهميت) په نامه د يوه سازمان د تازه سروې له مخې په برتانيه کې سل زره کسان اسلام ته اوښتي او مسلمان شوي دي. په سروې کې په مشخص ډول نه دي ښودل شوي ، چې دغو کسانو په څومره وخت کې اسلام منلی ، خو دا ويل شوي چې د دغو کسانو 56 په سلو کې (56 زره کسان) په 2002 کال او تر هغې وروسته اسلام منلی دی. دغو کسانو د کتاب لوستلو، د مسلمان ملګري او يا هم د انټرنېټ له لارې له اسلام سره مينه پيدا کړې او بيا يې اسلام منلی دی. برتانيه 62 ميلونه نفوس لري، چې 2 ميليونه يې مسلمانان دي.