د قهوه ای سترګو حیرانوونکي خواص

د قهوه ای سترګو حیرانوونکي خواص
 د نړۍ ډېري خلکو د قهوه ای سترګو درلودوونکي دي. د قهوه ای سترګو خلک  خپل ځانته ځانګړي  خواص لري، چې په لاندې توګه یې بیانوو.

ـ راز ساتوونکي خلک دي، کوم خلک چې د قهوه ای یا نصواري سترګو درلودوونکی دي تاسو کولای شی خپل هر ډول راز د هغوی سره شریک کړی، هغه هم بې له کومې ستونزي او ډار څخه.

ـ د پیاوړي او قوي معافیتی سیستم درلودوونکي دي، د قهوه ای سترګو درلودوونکو خلک د نورو سترګو رنګونو به نسبت لږ په ناروغیو باندې اخته کېږي.

ـ د نورو سترګو د رنګو نو په نسبت د قهوه ای سترګو درلودوونکي د ښه لېد او د ښه اورېدلو توان لری. د قهوه ای سترګو ملانین نسبت نورو سترګو ته زیات دی چې د هغوی د ښه لېد لامل ګرځي.

ـ ډېر صبور خلک وي، د قهوه ای سترګو درلودوونکي ډېر سخت شرایط په آسانی سره تحمل کوي او همدارنګه دوی مرموز او پټ شخصیت لري.