ولې نارینه په ځوانۍ کې ګنجي کېږي؟  درملنه او حل لارې يې 

ولې نارینه په ځوانی کې ګنجي کېږي؟ او درملنه 
د ۸۵ سلنې څخه ډېر نارینه د ځوانی په وخت کې ګنجي کېږي. د نارینه وو ګنجي کطدل بېلا بېل لاملونه لري چې دلته یې یو څو دانې تاسو ته ذکر کوم.
ـ جنتیکي لاملونه، د ځینو  نارینه وو د ګنجي کېدو لامل په ارثي ډول وي. چې دا خواص خپلو اولادونو ته هم لېږدوي. او کېدای شي د دوی سر په لږ عمر کې ګنجۍ شی.
ـ د خوړو ناسم رژیم، د خوړو ناسم رژیم د دې لامل کېږي چې ستاسو وېښتان په ځوانۍ کې ورژېږي، خو د اوسپنې او ځینو نورو ویټامینونو به مرسته کولای شی چې  یاده ستونزه حل کړی.

ـ ځیني اوږد مهاله ناروغۍ چې د بدن د ګرمېدو درجه ورسره لوړه کېږی لکه، د پروستات، بروسلوز او داسې نورې ناروغۍ چې کېدای شي د وېښتانو رژېدل څو اونۍ دوام وکړي.
ـ  د ځینو مزمنو ناروغیو له پاره د درملو خوړل، ځیني ناروغۍ لکه، د زړه، د ويني فشار، آنفلونزا، التهابي ناروغۍ او داسې نورو ناروغیو اړوند درمل خوړل هم د وېښتانو رژېدلو ته سرعت ورکوي.
ـ استرس او تشویش، تشویش کول په عامه لهجه د ټولو ناروغیو منشأ ده او دا رېښتیا هم ده. د عمیق تشویش کولو نه کېدای شي ستاسو وېښتان ډېر ژر ورژېږي.
ـ تریکوتیلومانیا او یا هم د سر د وېښتانو د شکولو ګډوډۍ، د ډېر استرس له امله د سر د وېښتانو، د ږيرې او یا ځیني وخت د خپل د صدر وېښتان هم را اخلي. چې دا ډول ګنجي کېدای شي درملنه هم و نه لري.
درملنه یې ډېري لاري لري لکه، د وېښتانو کرل د اف. یو. ټي  او اف. آی. ټي په واسطه. دا کړنه نسبت نورو  کړنو ته د لږ حساسیت او عکس العمل سره مخامخ کېږي.
ـ د شامپوګانو کارونه د وېښتانو د روغېدو له پاره کوم خاص اثر نه لري یوازې د سر د پوست له مخې نه ځيني التهابات لکه، اګزما او درماتیت لېرې کوي.
ـ د ټولو نه ښه درملنه د خوړو د رژیم منظم کول ديو چې دا کار په طبیعي ډول سره ستاسي وېښتان ښه کوي.
خو کره خبر دا ده مخنیوی ښه له تداوي دی.