آیا پوهېږی خندا په ښکلا او ارواه څه تأثیر لري

آیا پوهېږی خندا په ښکلا او ارواه څه تأثیر لري
مونږ په خپل ورځني ژوند کې ځینو کړنو ته په ځیر سره پام نه نیسو او راته عادي مالومېږي، خندېدل یو له هغه کړنو څخه ده چې خلک ورته په عادي سترګه ګوری، خو داسې نه ده په ورځ کې یو ګړی خندېدل فرض وګڼئ، دا چې ولې په لاندې توګه یې بیانوو.

ـ خندېدل مونږ د نارمل حالت څخه ډېر ښایسته او جذاب ښکاروي.
ـ خندېدل د استرس په لږېدنه کې مونږ سره مرسته کوي، کله چې مونږ غوسه کوو نو ذهن نارمل فعالیت نه شي کولای او د جذب وړتیا یې هم لږ کېږي.
ـ د معافیتې سیستم په قوي کولو کې خندا ډېر مهم او اړین رول لري، ځکه چې د خندا په حالت کې د بدن ټول سیستم ډېر فعال کېږي.
ـ د وېنې د فشار کنټرول له پاره خندېدل غوره لار ده، کله چې استرس حالت کې وو نو خندېدل بهترینه لاره ده د وېنې فشار کنټرول له پاره.
ـ خندېدل د یو غوره او مثبت سوچ  رامنځته کېدو لامل ګرځي.
ـ خندا د پوستکي د ښکلا، شفافیت او روښان کېدو لامل ګرځي.
ـ خندېدل د لوړ اعتماد په نفس لامل ګرځي.