آیا غواړی اوږده او ګڼ وېښتان ولری

آیا غواړی اوږده او ګڼ وېښتان ولری
هر څوک غواړي چې ګڼ او اوږده وېښتان ولري، خود ډېرو کیمیاوي موادو کارول هم وېښتان زیانمن کوي، دلته زه تاسو ته دوه ساده ماسکونه در ښایم چې تاسو کولای شی په ډېرې آسانی سره ګڼ، اوږده او ښایسته وېښتان ولری.
ـ د الووېرا ماسک، دوه کاچوغې الووېرا او د الووېرا سره سم لږ څه اوبه، یو بل سره ګډ کړئ وروسته له دې د خپلې خوښې غوړي ورسره یو ځای کړی، سپرې په ډول یو بوتل کې واچوی او هره ورځ د وېښتانو د سپرې په ډول ترېنه کار واخلئ.

ـ د زیتون د غوړیو او شاتو ماسک، پنځه کاچوغې د زیتون غوړي او شات سره ګډ کړی تر هغه چې سرېښناک نشي درنه، نو بیا د وېښتانو تل     ته مساج ورکړی وروسته له ۹۰ دقېقو څخه د شامپو سره پرېمنځۍ. دا کار په اونۍ کې دوه ځلې وکړئ.
د پورتنیو ماسکونو سره تاسو کولای شی د خپلې خوښې وېښتان ولری.