دا لس څښاک وڅښئ لس کاله نور هم ځوان پاتې شی
د عمر په تېرېدو سره د ۴۰ـ۶۰ کالو په عمر د زړښت نښې نښانې منخنه راځي، خو تاسو کولای شی چې د خوړو او څښاک د مناسب رژیم په مرسته د زړښت پروسه وځنډوی. نن داسې څښاک تاسو ته درپېژنم چې تاسو د ظاهري او بدنې اړخونو نه څو کاله نور هم ځوان ساتي.
ـ قهوه یا کافي، د قهوې په اړه ډېر خراب شایعات شتون لري، خو نویو تجربو ثابته کړې ده چې قهوه د کافېن په لرلو سره د سرطان د ناروغۍ په مخنېوي، د بدن د وړتیا ډېرول د مزمن التهاب په وړاندې او همدارنګه د پوست په ځوان ساتلو کې ډېره مرسته کوي.
ـ یوناني مستې، که چېرې د یوناني مستو سره کېله او توت ګډ کړو نو یو ډېر خوندور د زړښت ضد یو څښاک ترېنه جوړېږي، کېله د پکتین په درلودلو سره د بدن ټول مضره موادو په وړاندې د بدن وړتیا لوړوي او له بلې خوا توت د ویټامین سي په درلودلو سره ستاسو پوستکۍ ځوان ځوان او د ډېر وخت له پاره روغ ساتي.
ـ اوبه، د بدن ټول غړي په اوبلن چاپېریال کې
موقیعت لري، نو طبیعي خبره ده چې د خپلو کړنو د سرته رسولو له پاره اوبو ته اړتیا لري. هره ورځ د اتو ګېلاسو اوبو په څښلو سره تاسو کولای شی چې خپل پوست شفاف، روښانه، تازه او ځوان وساتئ.
ـ شین چای، چای سبز یا شین چای د انتي اکسېدانت د مادې په درلودلو سره د پوستکي د ژر ګونځې کېدو او د ژر زړښت څخه مخنېوی کوي.
ـ د چغندر اوبه، چغندر د نایتریک اسید په لرلو سره د مغز د کړنو وړتیا ډېروي او د پوستکي د ګونځو سره هم مبارزه کوي.
ـ بادام لرونکي شېدې، دا څښاک د ویتامین آ، ډي، اي به لرلو سره ستاسې پوستکی ځوان او تازه ساتی او همدارنګه د پروتین او کلسیم په لرلو سره ستاسې نوکان او وېښتان روغ ساتي.
ـ د انګورو اوبه، د ویتامین سي او رېټنول په لرلو سره د پوستکي له ګونځو څخه مخنېوی، تخرېب شویو پوستکو بېرته رغونه او د پوست په سپینولو کې هم مرسته کوي.
ـ د ناریال اوبه، د سایتوکنین به لرلو سره د ضد سرطان ضد او سلولونو د جوړولو له پاره ډېر اړین دی.
ـ د آلووېرا اوبه، د پوستکي له التهاب او دخرابېدو نه مخنېوی کوي.
ـ شېدې، د عضلاتو په روغ ساتلو کې او د هغوی د اوږد مهاله ژوند له پاره ډېر اړین دي.
وروستي