د پنجاب ګورنر ووژل شو

نن مازيګر د پنجاب ايالت ګورنر سلمان تاثير کله چې خپل کورته نږدې له يوه رسټورانټ څخه راوتلو ، د خپل يوه ساتونکي (ممتاز حسين قادري ) له خوا نهه ډزې وويشتل شو. نوموړی وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. ممتاز حسين د سلمان تاثير تر ويشتلو وروسته تسليم شو او خپله وسله يې وسپارله. نوموړي ويلي ، چې د تاثير د وژلو لامل دا و، چې نوموړی د اسلام د سپکاوي پر وړاندې د مرګ سزا مخالف و. سلمان تاثير د اصف زرداري نږدې ملګری او د نواز شريف سخت مخالف و.