ولې بین الافغاني مذاکرات نۀ پیلیږي!؟

کله چې افغان دولت د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو څخه انکار وکړ، ددې ستونزې د حل لپاره بیا  مشورتي لویه جرګه راوغوښتل شوه!

مشورتي لویې جرګې د نورو پریکړو تر څنګ یوه پریکړه پر دې هم وکړه چې ۴۰۰ طالب بندیان دې خوشې شي!

ولسمشر محمد اشرف غني د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون پۀ اړه فرمان ور کړ، خو بیا هم پاتې طالب بندیان نۀ دي خوشې شوي!
اوس پوښتنه دا ده، چې ولې نۀ دې خوشې شوي!؟
زیات شکونه موجود دي!

ددغو شکونو لۀ جملې څخه یو دا دی، چې پۀ دولت کې ځینې کړۍ نۀ غواړي چې سوله وشي.
دې دوی هدف دا دی، چې که سوله وشي، نو د دوی ګټې پۀ خطر کې لویږي.

اکثره مافیايي کړۍ پۀ جنګ کې ښکیلې دي، دې دوی ګټې پۀ روانه جګړه کې نغښتي دي.
مخدره مواد، غلاوې، فسادونه...هغه څۀ دي، چې همدا کړۍ پکې ښکیلې دي!

ددې تر څنګ د سیمې هېوادونه هم نۀ غواړي، چې پۀ افغانستان کې دې سوله وشي، ځکه دوی هم پۀ افغانستان کې خپلې ګټې ویني او اهداف لري.

همدارنګه د ځینو هېوادونو تر څنګ دلته رقابتونه او سیالۍ هغه څۀ دي، چې د افغانستان اوسنۍ حالت یې ډېر پیچلی کړی دی!

پۀ عینې حال کې د سیمې استخبارات هم باید د پامه ونه غورځول شي، چې د بیلا بېلو اهادافو پۀ لرلو سره افغانستان کې مداخله کوي!

که روانې جګړې ته وګورو زیات زیان پکې عامو وګړو ته اوښتی دی، وژل کیږي عام وګړي، مال د عام وګړي لۀ منځه ځي، قرباني عام وګړي ورکوي، دردونه عام وګړي ویني، خو خوندونه او مزې د وطن خاینینو وکړې.

همدغو چارواکو پۀ میلیونونه ډالر نورو هېوادونو ته انتقال کړل، دا هر چارواکی پۀ نورو هېوادونو کې بنګلې او مارکیټونه لري، خو قرباني زۀ او زما کورنۍ ورکوي، چې دا حالت نور د زغملو نۀ دی!

ولسمشر محمد اشرف غني ته پکار دي، چې نور بین الافغاني مذاکرات پیل کړي، د شخصي ګټو لپاره دې د ټول افغان ملت ارمان ته اور نه اچوي!

همدومره بس ده، چې دې خاینینو او فسادګرو پۀ میلیونونو ډالر نورو هېوادونو ته یوړل!
زامن یې پۀ بهرنیو هېوادونو کې زده کړې کوي، خوندونه اخلي، مزې کوي. 
نوره پریږدئ چې غریب او فقیر افغان هم ارامه او سوکاله ژوند وکړي
د خپلې کورنۍ سره ښۀ ژوند وکړي.

د سولې لۀ لوی نعمت برخمن شي!
موږ پۀ طالبانو غږ کوو، چې اې طالبه وروره:  نور دا جنګ بس کړه، نور پۀ کورونو کې راته یتیمان مۀ جوړه وه، نور مو پیغلې مۀ سرتورې کوه!
راشه خپل کور ته، د خپل ورور سره پۀ یو کور کې ژوند وکړه، یو بل ته مینه ورکړه، خوشالي ورکړه!

لۀ افغان دولت څخه مو هم دا هیله ده، چې نور د سولې خنډ مۀ جوړیږه، د افغانانو دغه لوی ارمان ته اور مۀ اچوه.

ژر خپلو کې بین الافغاني مذاکرات پیل کړئ، تر څو یوې تل پاتې سولې ته افغانان ورسیږي!