نوې مقررۍ او پخوانۍ څېرې!

دا چې د ولسمشرۍ انتخابات تر سره شول او پۀ نتیجه کې یې محمد اشرف غني د دوهم ځل لپاره د افغانستان د ولسمشر پۀ توګه وټاکل شو، خو پخواني اجرایه رئېس عبدالله عبدالله د ټاکنو خپلواک کمېسیون پریکړه ومنه منله، چې پۀ نتیجه کې د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ د توافق پر اساس نوی حکومت رامنځته شو، چې عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا د رئېس پۀ توګه وټاکل شو او همدارنګه عبدالله عبدالله او ټیم تۀ یې پۀ کابینه کې (۵۰%) فیصده سهم ور کړل شو.
دا چې اوس تازه د مقرریو لړۍ روانه ده، چې پۀ نوې تقرر کې هم د تېر پۀ څېر همغه پخوانۍ څېرې دي.

که موږ حکومت وګورو، پۀ ټول حکومت کې سل کسان دي، چې کله پۀ یو او کله پۀ بل بست مقرریږي.

ددې پخوانیو څېرو ځینې مثالونه یې دا دي:
شکر الله عاطف مشعل پخوا د کرکټ بورډ رئېس و، خو اوس پۀ پاکستان کې د افغانستان سفېر دی، د عزیزالله فضلي پخوانۍ دنده د کرکټ بورډ د رئېس پۀ صفت وه، خو اوس د سولې پۀ چارو کې د دولت سلاکار دی.

تازه ځینې مقررۍ هم د پخوانیو څېرو خالي نۀ دي، محمد حلیم فدایي، چې پخوانۍ دنده یې د لوګر د والي پۀ صفت تر سره کړې وه، لۀ هغې وروسته د خوست ولایت د والي پۀ صفت مقرر شو، چې تېره ورځ لۀ دندې ګوښه او دا دی، یو ځل بیا یو بل ولایت پکتیا ته د نوي والي پۀ صفت معرفي شو.

رحمت الله یارمل یو بل هغه کس دی، چې پخوانۍ دنده یې د زابل د والي پۀ توګه تر سره کړې وه، خو تازه د لغمان ولایت د والي پۀ صفت مقرر شوی دی.

عبدالغفور ملکزی چې پخوانۍ دنده یې د بادغیس د والي پۀ صفت تر سره کړې وه، خو اوس تازه د نورستان د والي پۀ صفت مقرر شوی دی.

محمد صدیق پتمن چې پخوانۍ دنده یې د پوهنې وزارت د تدریسي مرستیال پۀ توګه تر سره کړې، خو اوس تازه د خوست والي ټاکل شوی دی...

دا فقط یو څو مثالونه وو.
ددې تر څنګ که نوې کابینې ته هم وګورو زیاتره پکې پخوانۍ څېرې دي.
اوس پوښتنه دا ده، چې ولې پخوانیو څېرو ته بار بار چانس ور کول کېږي!؟
ولسمشر پۀ پخوانیو څېرو کې څۀ ښوالۍ ليدلی، سره ددې چې ولس د همدې پخوانیو څېرو څخه سر ټکوي!؟

دغو پخوانیو څېرو پۀ خپلو خپلو ماموریتونو کې څۀ کړي دي!؟

ولې ولسمشر نویو کسانو ته چانس نۀ ورکوي!؟

ولسمشر ولې د ولس غوښتنې نۀ مني!؟

ولسمشر د پخوانیو څېرو پۀ مقرریدو کې هدف څۀ دی!؟

ولسمشر ولې هغه کسان بیا بیا مقرروي، چې ولس ورنه تر پوزې راغلی!؟

دا دې ته ورته نورې هغه پوښتنې دي، چې باید ځواب شي.

که اوسني حالت ته وګورو نو دا پۀ ډکه کېږي، چې ټولې مقررۍ د واسطو او پېسو پۀ زور کېږي، ځکه نوې څېرې نۀ پېسې لري، نۀ واسطې لري، نۀ رشوت ور کوونکي دي، نۀ فسادګر دي، نۀ غلا دي، خو فقط استعداد، وړتیا او وطندوست دي.

اوسنۍ حکومت خو هغه څوک نۀ مقرروي، چې رشوت ور نۀ کړي، فسادګر نۀ وي، غل نۀ وي، زور ونه لري، ، د پردي هېواد جاسوس نۀ وي.

که دغه مقررۍ همدغه شان د پخوانیو څېرو پۀ مقرریدو دوام پېدا کړي، نو ولس مجبور دی، چې ددې غلو او فسادګرو پۀ وړاندې ودریږي.

ولسونه لۀ ولسمشر څخه غوښتنه کوي، چې نوې کسان او ښۀ شخصیتونو ته موقع ورکړي، تر څو خاورې او ولس ته خدمت وکړي.

که ولسمشر بیا هم پخوانیو څېرو ته ارزښت ورکړي، نو لکه څۀ ډول چې د حکومت او ولس تر منځ فاصله زیاته شوې ده، نو دا فاصله به نوره هم زیاته شي، چې پۀ پایله کې به دا د هېواد او خاورې لپاره پۀ زیان تمام شي.

نو ولسمشر باید د ولسونو خبرو او غوښتنو ته لبیک ووايي او د نورو مقرریو پۀ برخه کې باید لۀ پوره دقت او فکر څخه کار واخلي!