ولې حکومت د طالبانو پاتې بندیان نۀ خوشې کوي!؟

کله چې د امریکا او طالبانو تر منځ د قطر پۀ مرکز دوحه کې د فبرورۍ پۀ(۲۹) د سولې موافقه یا تړون لاسلیک شو، نو تمه وه، چې ډېر ژر به بین الافغاني خبرې پیل شي، خو متاسفانه چې دا کار تر اوسه نۀ دی شوی.

د امریکا او طالبانو د فبرورۍ پۀ تړون کې ویل شوي چې، طالبان به د افغان دولت زر تنه او افغان دولت به د طالبانو پنځه زره طالب بندیان ازادوي.

د فبرورۍ لۀ تړون را پۀ دیخوا طالبانو د افغان دولت(۸۶۴) بندیان ازاد کړې دي، همدارنګه افغان دولت د طالبانو بیا (۴۰۷۹) بندیان ازاد کړې دي.

اوس افغان دولت د طالبانو پاتې (۵۹۲) بندیان نۀ خوشې کوي، دوی دغه بندیان جرمي دوسیې لرونکې بولي.

اوس پوښتنه دا ده، چې که رښتیا دغه کسان جرمي دوسیې لري، نو ولې یې لۀ رسنیو سره نۀ شریکوي!؟

ایا هغه (۴۰۷۹) طالب بندیان چې افغان دولت خوشې کړل، ایا دوی جرم نۀ وو کړی کنه هسې دولت بندیان کړې وو!؟

ولې دولت لۀ وړاندې ددغو بندیانو پر خلاصون ملاحظات نۀ لرل!؟
ولې افغان دولت (۴۰۷۹) طالب بندیان د امریکا او طالبانو تر منځ د تړون پر اساس خوشې کړل پۀ داسې حال چې اوس پاتې (۵۹۲)طالب بندیان  افغان دولت  نۀ خوشې کوي!؟

دا او دې ته ورته زیاتې پوښتنې دي چې، باید ځواب شي.
اوس ددې لپاره چې بین الافغاني خبرو ته زامینه مساعده شي، نو افغان دولت باید پاتې بندیان خوشې کړي.

دا چې ولې افغان دولت د طالبانو پاتې بندیان نۀ خوشې کوي، ځینې خبرې شته!
۱: هغه غټ چارواکي چې اوس پۀ واک دي، د اکثرو ګټې پۀ جنګ نغښتې دي، نو ځکه خو سولې ته زړۀ نۀ ښۀ کوي!

۲: پۀ روانه جګړه کې د لوړپوړو چارواکو زامن او دوستان نۀ وژل کیږي، ځکه دې دوی کورنۍ پۀ بهرنیو هیوادونو کې ژوند کوي، څوک چې وژل کېږي، هغه غریب او بیچاره خلک دي!

۳: اکثره فسادګر او رشوتخوارۀ پۀ دې ښۀ پوهېږي چې، که سوله وشي، نو دوی ته بیا د فساد او رشوت اخېستو فرصت نۀ ملاویږي!

دا دې ته ورته ډېرې خبرې شته چې، افغان دولت او پۀ تېره فسادګر نۀ غواړي، چې سوله وشي.
که تاسې تېرو (۱۹) کالونو ته وګورئ، هغه چا ګټه وکړه چې پۀ واک کې و، هغه څوک ووژل شول چې، غریب وو...

لۀ هغې ورځې راهېسې چې افغان دولت د پاتې بندیانو د نۀ خلاصون دریځ خپل کړی، تاسې رسنۍ تعقیب کړئ چې، پۀ هره ورځ څومره کسان وژل شوي، څومره بریدونه شوي، څومره تلفات اوښتي!

دا څرګنده خبره ده، چې لۀ هغې ورځې راهېسې پۀ لسګونه بېګونه افغانان وژل شوي دي.
اوس افغان دولت ته دا پکار ده، چې پاتې طالب بندیان خوشې کړي، تر څو دا وژنه او بریدونه نور ختم شي او پۀ عینې حال کې بین لافغاني خبرې پیل شي او افغانان یوې تل پاتې سولې ته ورسیږي.

طالبانو ته هم پکار ده، چې د لوی اختر پۀ را رسیدو سره اوربند اعلان کړي، تر څو دا لوی اختر پۀ ارامه او یوه ښۀ فضاء کې افغانان ولمانځي!