سپورت رواني ناروغۍ له منځه وړي

رواني او عصبي ناروغۍ په نړۍ کې ورځ تر بلې ډېرېږي، څه موده مخکې د ګالوپ څړنيز بنسټ په یوه سروې  کې چې په ۲۰۱۸ زېږديز کال کې يې ترسره کړې وه؛ اعلام وکړ چې ۸۵ سلنه افغانان چې د نورو هېوادونو په پرتله لوړه شمېره ده له خپل ژوند کړېږي. په نوموړې سروې کې راغلي چې ژوند ته د افغانونو هيله مندي په تر ټولو تېټه کچه کې ده او د ۲۰۱۶ کال په پرتله د افغانانو د خوښۍ کچه ۵۲ سلنه را تيټه شوې ده. 

همد راز په پر له پسې ۲ کلونو او  ۲۰۱۸م کال کې هېڅ افغان خپل راتلونکی ژوند چې پکې پرمختګ وي، په مثبت ډول نه دی ارزولی. په ورته وخت کې د هغو افغانانو شمېر چې ځان يې بې وزله ارزولی او يا رنځېږي، ۸۵ سلنې ته رسېږي. د ګالوپ د راپور پر بنسټ افغانستان په ۲۰۱۳، ۱۴ او  ۱۷ زېږدېز کلونو کې د افغانانو لپاره له کړاونو ‌ډک هېواد وو.  همدارنګه د ځوانان زړه ځان وژنې ته په بېساري ډول زيات شوی د يوې بلې څېړنې له مخې څه کم ۱۰ سلنه افغانان غواړي چې ځان وژنه وکړي. په بهرنيو هېوادونو کې ځان وژنه له ډېرې پخوا مودې  دود وه. خو له بده مرغه په افغانستان کې په ورستيو کلونو کې د ډېرېدو په حال کې ده. رواني او عصبي ناروغۍ ګڼ لاملونه لري.

 لکه: فقر، بېکاري، جګړې، بهرنيو هېوادونو ته ګډوالي، د سالم چاپېريال نه شتون، د نېشه یې توکو کرکيله، توليد، ګټنه او داسې نور...

مخکې مو د سپورت په ارزښت ډېرې خبرې کړې چې نه يوازې انسان په جسمي لحاظ روغ رمټ ساتي بلکې رواني او عصبي ګټې هم لري. که چېرته خلک سپورت ته مخه کړي تر يوې کچې يې پورته او نورې صحي ستونزې کمېږي؛ ځکه سپورت په مغز مستقيم اثر لري او په مغز کې د تمرکز برخه پياوړې کوي. کله چې مغز او د تمرکز اړونده برخه پیاوړې شي؛ انسان ته د هر راز ستونزو په وړاندې مثبته او ځواکمنه انرژي ورکوي.  دغه راز سپورت په مغز کې په طبيعي ډول د اندروفين هورمون جوړوي، چې ياد هورمون ‌‌ذهن او بدن ته تسکين ورکوي. همدارنګه انسان ته خوښي وربږي؛ خوشحاله او مثبت فکره انسانان هېڅکله ځان وژنه نه کوي او ستونزو ته د تسليمدو پر ځای حللاره لټوي.

 سپورت د انسان باور پر ځان زياتوي او هغه کسان چې لوړ باور پر ځان ( اعتماد په نفس) لري، له روحي او رواني پلوه تل ارامه وي او ستونزې په اسانۍ ورباندې غلبه نه شي کولای. دغه راز سپورت حوصله او انرژي لوړوي. کوم کسان چې منظم تمرين کوي، تل خوشحاله او مثبت فکر لري د ستړيا، وېرې، خپګان، ځان وژنې احساس ورسره نه وي او نظر له نورو وګړو ژوند ته ډېره هيله لري. سپورت وکړئ چې روغ پاتې شئ.