په اوسني وخت له هر چا سره له ملګرتیا مخکې دې (۸) خبرو ته باید ډير جدّي او زیات پام وکړئ!
۱ ـ هغه ملګري چې ستاسې په بريا،رشد او ارتقاء خوشالېږي ښه ملګري دي.
خو ډېر ښه او مهم ملګری هغه دی، چې ستا په بریا،رشد او ارتقاء کې یې خپله مستقیم یا غیر مستقیممثبت رول لوبولی وي.
خو متأسفانه زموږ ځیني ملګري یو قسم خواص لري، کله چې يو ملګری یو قدم مخکې ځي او پرمختګ کوي، دویحسادت او بخل کوي د خپل ملګري پرمختګ نشي زغملای، قلباً ورته ځان کم ښکاري د دوی خوا بده وي، دغه رقمملګري د خاصو ملګرو له لېست څخه فوراً و باسئ.
ښه ملګری چې ستاسې بريا وينې ، جشن نیسي مبارکي درکوي او لا مو هڅوي، ستاسې د بريا لپاره دخوشحالۍ محفل نیسي او له زړه نه خوشاليږي.
که غواړئ ښه او بد ملګري معلوم کړئ کله مو چې پرمختګ وکړ متوجه شئ چې کوم ملګری له زړهخوشالي ښکاره کوي او څوک ځان غلی او ناخبره نيسي. ښه ملګري تل مرسته کوي چې مخکې لاړ شئ امابد ملګري مو د پرمختګ خنډ، ضد او مانع کيږي.
۲ ـ هغه ملګري چې په خوښۍ کې درباندې راټوليږي او په غم کې مو يوازې پريږدي ښه ملګري نه دي، خوهغوی چې په دواړو حالاتو کې لاس درکوي ښه ملګری دی.
هغوی چې د ستونزې په وخت کې ورکيږي او د خوشالۍ په مجلس کې مو په اول قطار کې ناست وي،جعلي پردي او ناځوانه ملګري دي، البته د يوه ښه ملګري تر ټولو غټه نښه هم داده چې په هر ډول شرايطوکې ستاسې خوا پرې نهٔ ږدي او درسره مرسته وکړي.
۳ ـ د ښه ملګري يوه بله نښه دا ده چې درسره وي د راحت احساس ورسره کوئ، ځکه دی ستاسې په ډېروهغو ځانګړنو پوهيږي چې نورو ته معلومې نهٔ دي، ستاسې ذوق، شخصيتي ځانګړنې، طبیعت او مزاجورته معلوم دی، نو داسې چلند درسره کوي چې ستاسې وخت ښه تېر شي.
۴ ـ ښه ملګري مو ملاتړ کوي، ډاډ درکوي او هڅوي مو، دوی ستاسې په نفس او شخصیت باور زياتوي او دکارونو او کړنو ستاينه مو کوي.
۵ ـ د ښو ملګرو بل راز دادی چې تل ريښتيا درته وايي.
۶ ـ له ښه ملګري سره مو که کومه ستونزه راغله غټوي يې نه، بلکې بښنه کوي او روابط يو دم نه پرې کوي. دغه ملګري پوهيږي چې نيت مو بد نه دی، که کوم تېروتنه کوئ درک کولی مو شي.
۷ ـ ښه ملګري خبرې نه درپسې کوي، بد رد نه درپسې وايي او له ښو صفتونو مو پرده پورته کوي.
هغوی چې منافقت رزالت او شيطانت کوي بايد ژر يې و پېژنئ او اړيکي ورسره کمې کړئ، دوی ستاسې دهيلو دښمن دي او ستاسې شخصيت ته احترام نهٔ لري.
۸ ـ د ښو ملګرو يو بل خاصيت دا دی چې هېڅ وخت بخيلي نهٔ کوي، که تاسې له بل کس سره هم غواړئملګرتيا وکړئ د ده لپاره ستونزه نشته، او ورته بې تفاوته وي، دی ستاسې سره اړيکې په آسانه نه قطع کوي.
ـ د ښه ملګري وروستۍ ځانګړنه داده چې ستاسې سره زښته زياتې خاطرې لري، خلاصې او طنزي خبرېمو سره کړې، خندلي مو دي، ټوکې مو کړې او له هغوی سره مو داسې وختونه تېر کړي چې ستاسې پهحافظو کې ثبت دي.
نو ښه ملګري ته ستاسو شخصیت، حیثیت او وقار مهم دی،
ښه ملګري ته هېڅ وخت مادیات ارزښت نهٔ لري.
وروستي