هغه زیانونه چې چیغې وهل په ماشومانو کې رامنځته کوي

هغه زیانونه چې چیغې وهل په ماشومانو کې رامنځته کوي
معمولا چیغې وهل په ماشومانو یوه عادي خبر ګڼل کېږي، خو داسې نه ده! چیغې وهل او یا هم به لوړ آواز د خپلو ماشومانو سره خبرې کول د ډېرو خرابو او ارواهي زیانونه درلودلی شي. ځینې وخت مور او پلار بې حوصله کېږي او په خپلو ماشومانو باندې چیغې وهي او یا هم کله چې غواړو خپل ماشومان د یو خوښې  او یا نا خوښې چارو  څخه منع کړو، نو بیا هم د چیغو وهلو څخه کار اخلو، چې دا کړنه په پوره توګې سره یوه غلطه او ناسمه کړنلاره ده. چې په دې کړنې سره ځينې کورنۍ سوچ کوي هغه سمې لارې ته راګرځوي او یوازینی لاره همدا ده، خو  داسې نه ده، چیغې وهل نه یوازې هغوی نور هم ضدي او جسور کوي، بل د ژوند تر پایه په هغوی کې د ناسم خواصو  د منځته راتلو لامل ګرځي، دلته هم د پنځو هغو زیانونو څخه یادونه کوم.

ـ چیغي وهل په هغوی کې د ډار سبب ګرځي، هر پلار او مور غواړي چې د خپلو ماشومانو سره د ملګري په توګه اوسي او د هغوی ماشومان خپلې ستونزي د هغوی سره شريکي کړي، خو آیا تاسو د هغه چا نه چې ډارېږی د هغو سره ملګرتیا کوی؟ او یا هم په عادي ډول سره خپلې خبرې ورسره شریکوی؟ ستاسو ځواب نه دی! نو کله چې مونږ  خپله خپل ماشومان په چیغو وهلو سره ډاروو، نو هغوی به له مونږ سره هېڅکله د ملګرو په شان نه وي. مینه یوازینی انتخاب دی د هر ستونزی د حل له پاره.

ـ د ماشومانو د باور لږېدنه په کورنۍ باندې، چیغې وهل په ماشومانو د هغوی باور په خپل پلار او مور کموي او د هغوی د رابطې د سستېدو لامل ګرځي، نو اړینه ده چې د ماشومانو هره خطا او غلطي په خندا او د ټوکو په ډول ورته وپوهو، کوښښ وکړی د ماشومانو سره په هغوی مسایلو ډېرې خبرې وکړی چې د هغوی خوښېږي.

ـ ماشومان د اضافه وزن په ناروغۍ اخته کوي، د ارواه پوهنې له نظره انسانان د سټرس حاالت کې ډېر خواړه خوري او ماشومان هم د سټرس او فشار لاندې په راتګ سره د اضافه وزن په ناروغۍ اخته کېدای شي، نو اړینه ده چې تاسو خپلې ستونزې ماشومانو ته مه انتقالوی، تل هغوی ته خپلې د مینې ډک الفاظ وکاروی، په دې سره ماشوم نور هم ښه تربیه کېږي او هېڅکله په بې بنسټه خبرو د خپلې مینې سیوری له هغوی نه مه لېرې کوی.

ـ چیغې وهل ستاسو د ماشومانو نه یو بد او منفي ګرا شخصیت جوړوي، چیغي وهل د ماشومانو نه یو عصبي شخصیت جوړوي او حتا کېدای شي یو مجرم او د استرس نه ډک ژوند ولري.

ـ  په بېلا بېلو ناروغیو به اخته شي، لکه: مېګرین، اضطراب او د ځان وژنې ناروغۍ.