مېرمنې د نارېنه وو په اړه کومې ځانګړتیاوې خوښوي

مېرمنې د نارېنه وو په اړه کومې ځانګړتیاوې خوښوي
مېرمنې تل غواړي خپل د خوښې نارینه وو سره واده وکړي او خپل ګډ ژوند په خوشالۍ سره مخ ته یوسي، خو ولې وروسته له واده نه ورو ورو د خپل انتخاب نه خواشیني څرګندوي؟ او ولې دوی داسې سوچ کوي چې د هغوی خاوند وروسته له واده بدلون کړی؟ او داسې زرګونو پوښتنو باندې دوی خپلې نارضایتې څرګندوې. دلته به د ټولو پوښتنو ځواب تاسو ته درکړل شي. دلته د کورنیو ارواه پوهانو تجربې به خلص ډول سره وړاندې کوم.

ـ کومې ځانګړنې چې په نارینه وو کې غواړی آیا هغه تاسو کې هم شته؟ د دې له پاره چې تاسو وروسته له واده نه د خپل انتخاب په اړه پېښمانه نه شی، لومړی باید د خپلو خواصو په اړه پوه شی چې تاسو د کومو خواصو درلودوونکي یاست، تر څو بوه شی چې آیا مقابل کس تاسو سره توافق کولای شي او که نه.

ـ  دا چې خاوند خپلې مېرمنې ته خاص ارزښت ورکړي او هغې ته پام ونېسي، دا د مېرمنو ډېر خوښېږي و څېړنو هم ثابته کړې ده کوم نارینه چې د خپلو مېرمنو خبرو ته په بوره غور سره غوږ نېسي او هغوی ته د ارزښت ورکولو احساس ورکوي، هغه مېرمنې د ژوندانه د هر ډول سختو شرایطو مقابله په آسانۍ سره کوی نسبت هغو مېرمنو ته  چې خاوند یې کوم خاص ارزښت نه ورکوي. کله چې نارینه خپل مېرمنې ته توجه نه کوي نو دا د ګډ ژوند او د هغوی ترمنځ د مېنې او عاطفې د کمښت لامل ګرځي.

ـ ګډ ژوند د امنیت او یو بل ته د اوږې ورکولو په مفهوم دی، دواړه په برابر او موازي مسیر باندې ګام په ګام تګ دی، نو ځکه د خوښې نارینه مېرمنو ته هغه دی چې د ژوند په هر ډول شرایطو کې د هغوی سره ووسي، او هغوی ته د امنیت احساس ورکړي.

ـ د مېرمنو ډېری شکایت د هغو نارینه وو په هکله دی چې هغوی د خپلو مېرمنو سره مشوره نه کوي او د ژوند په ورځني چارو کې د خپلې مېرمنې مشورو ته ارزشت نه ورکوي او یا هم هېڅ بوښتنه ورنه نه کوي، چې دا هم د وخت په تېرېدو سره د ګډ ژوند د سړېدو لامل ګرځي.

ـ بې له قید او شرط څخه یو بل سره مینه درلودل، دا  د نارینه وو هغه خواص دي چې مېرمنې د خپل تأثیر لاندې راولې، ځکه چې نارینه هم د ارواه پوهنې له حیثه خاص شرایط د مېرمنو د خوښولو په اړه لري او مېرمنې هم خپل خاص شرایط لری چې په نورو پوسټونو کې به په دې هکله مالومات وړاندې کړم.

ـ مېرمنې هغه نارینه خوښوې چې د خپلو احساساتو او افکارو په هکله د خپلو مېرمنو سره خبرې کوي، ځکه چې مېرمنې تل غواړې تر څو د خپل خاوند د شخصیت په اړه پوه شي، او دوی په دې کار سره داسې سوچ کوي چې نارینه وو دوی ته په خپل ژوند کې ځای ورکړی دی، او که چېرې نارینه د خپل سوچونو، موخو او خواصو په هکله د مېرمنو سره خبرې ونه وکړي نو دوی به انزوا خپله کړي او د یوازيتوب احساس کوي.
دا ټول هغه مسایل دي چې مېرمنې د نارینه وو په هکله جدي نېسي.