ولې د مخ لکې یا خاپونه منځته راځي او درملنه یې څه ده

ولې د مخ لکې یا خاپونه منځته راځي او درملنه یې څه ده
په مخ کې د لکو منځته راتلل بېلابېل دلایل لري او ټولې  لکې یو ډول او یوه منشأ نه لري. مخکې له دې نه چې د مخ د لکو درملنه وکړو اړینه ده چې د هغوی ډول تشخیص کړو.
په مخ باندې د لکو د منخته راتګ دلایل:
ـ د لمر په وړاندې ډېر وخت اوسېدل،  ډېر وخت تېرول  د لمر په وړاندې د دې لامل ګرځي تر څو ستاسې پوستکي کې ملانین ډېر افراز شي او د ملانین ډېر افرازیدل د پوستکي مقاومت د الټرا وایلټ اشعې په وړاندې لږ کوي، نو له دې کبله به مخ کې د تورو لکو لامل ګرځي.
ـ هورموني بدلونونه، د امینداورۍ په وخت کې د استروجن او پروجسترون د کچې بدلون، د حاملګۍ ضد درملو څخه ګټه اخېستنه او یا هم د حیض په وخت کې د ملانین د افراز به کچه کې بدلونونه رامنځته کېږي او په مخ کې د تورو لکو سبب ګرځي.
ـ د امینداورۍ لکې یا ملاسما، دا لکې ډېری په امیندوارو میرمنو  کې لېدل کېږي خو امکان لري چې په مجردو جینکو او یا هم کېدای شي په نارینو کې هم منځنه راشي. دا لکې ډېرې په سختي له منځه ځي او یا هم امکان لري چې هېڅ له منځه هم لاړې نه شي.
ـ  فرکل، دا لکې په سپین پوستو خلکو کې لېدل کېږي.
ـ د زړښت لکې، د ۳۰نه تر ۴۰ کلنو کسانو کې لېدل کېږي، په لومړيو وختونو کې دومره ارزښت نه ورکول کېږي خو کېدای شی په وروستیو کې د ډېرو خظرناکو پایلو لامل وګرځي.
ـ د  ویتامینونو  د کمښت له امله لکې، د ويتامین بي دوولس او د ویټامین آ له کبله هم په پوستکي باندې لکې منځته راځي. نور ویټامینونه لکه: اسکاربیک اسید(ویټامین سي)، د اسید فولیک کمښت او همدارنګه په انمیا او یا هم د وېنې په کموالې کې هم په مخ باندې لکې منځته راځي.
ـ د ځینو درملو د کارونې له کبله، د ځینو درملو د کارولو لکه: کلوروپرومازین، دي پنسیلامین، هیدانتوین، د ملاریا ضد درمل او همدارنګه د سرطان ضد درمل  هم د مخ د لکو سبب ګرځي.
د مخ د لکو  نور ډېر ډولونه هم شته چې د وخت د کمښت له امله ټول نشم ذکر کولای خو  اړین یې همدا ډولونه دي، اوس به د لکو د درملنې برخه کې مالومات وړاندې کړم.
د مخ د لکو د درملنې له پاره دوې لارې شتون لري؛ لومړۍ، د مخ د لکو له منځه وړل په پرېکنده ډول چې به دې کې د لیزر درملنه، کیمیاوي ایکسوفولیشن او مایکرو درماپرېژن دي. دوهم، د کورني درملو نه ګټه اخېستنه ده چې کولای شو درې کاچوغي الووېرا، ګلاب او ګلیسیرین یو ځای کړئ او د یوې اونۍ له پاره ترېنه ګټه واخلی.