عاشوراء د ورځې بدعت

ټولنې ته په کتو سره به مو د عاشوراء په ورځې ډير داسې عادتونه او په تقليدي ډول په ميراث کې پاتې بدعتونه تر سترګو شي چې د اسلام په سپېڅلې دين كې هيڅ اصل نه لري.

شيخ الإسلام ابن تيمية ـ رحمه الله ـ پدې اړه وايى: « د عاشوراء په ورځ له عادت څخه ﺯيات خواړه برابرول که دانې وي او که غير دانې، نوې جامې کول، په نفقه کې پراخې راوستل، پدې ورځ د کال د ټولو اړتياو پلورل، ځانګړي عبادت کول لکه: پدغه ورځ ځانګړى لمونځ کول، د حلالکې قصد کول، لوى اختر د قربانۍ غوښې ساتل چې پدغه ورځ له غلې سره پخې شي، سترګې تورول، ويښتان او ګيره رنګول، غسل کول، ستړې مشې او ليدنې کول، يا د جوماتونو او ﺯيارتونو ليدو ته تلل او داسې نور...

دا ټول هغه بدعات او منکرات دي چې نه نبي صلى الله عليه وسلم سنت ګرځولي دي او نه خلفاء راشدينو او نه د مسلمانانو کوم امام مسحتب ګڼلي دي لکه مالك، ثوري، ليث بن سعد،  أبو حنيفة، أوزاعي، شافعي، أحمد بن حنبل، إسحاق بن راهوية(رحمهم الله) او يا د دوى په څېر د مسلمانانو بل کوم يوم امام او عالم.

بل ځاى فرمايي: « ټول هغه څه چې پدغه ورځ شيطان د بې لاريتوب او ګمراهۍ خاوندانو ته ښائسته کړي او عاشوراء يې د ماتم ورځ ګرځولي ده، پدغه ورځ چغې او سورې وهي، ژړاګانې او ويرونه کوي، د غم قصيدې لولي او هغه ويناوې او خبرې  روايت کوي چې ﺯياتره يې دروغ وي،  له غم او تعصب د تاﺯه کولو، شخړې او کينې د راپارولو او مسلمانانو ترمنځ فتنو د پيدا کولو او له دې لارې د امت مخکښانو او غوره خلکو د کنځلو، او په دنيا کې فتنو او دروغو د ﺯياتولو پرته په کې هېڅ هم رښتيا نوې.

اسلام ته منسوبو ډلو په تاريخ کې د دې بې لارې او کږې ډلې په څېر بله ډله نده ليدل شوي چې له دوى ﺯياته دروغجنه، فتنه پارونکي او د مسلمانانو په وړاندې د کافرانو سره همکاره او مرسته کونکي وي، دوى له هغه خوارجو هم بدتر دي, چې له دين نه ﺯر وځي او نبي صلى الله عليه وسلم يې په هکله ويلي دي: «يقتلون أهل الإسلام ويدعون أهل الأوثان».

ژباړه: دوى  مسلمانان وژني او بت پرسته پريږدي.
دوى د نبي صلى الله عليه وسلم د اهل بيتو  په مقابل کې د يهودو، نصارو او مشرکينو سره مرسته او همکارې کوي.

بل ځاى وايي: "حسين رضي الله عنه د وژنې له سببه شيطان  خلکو ته دوه بدعتونه پيدا کړل، د  ماتم چغو او کريغو وهلو بدعت: د عاشوراء په ورځ ځانونه وهل، کريغې او سورې ويستل، تنده او ژړل، مرثيې ﺯم ﺯمه کول، او هغه څه ترسره کول چې سلفو ته د کنځلو لعنت ويلو او د بې ګناه خلکو په ګناهګارو کې د حسابولو لامل ګرځي، تر دې چې مخکينيو نيکانو ته کنځلې کوي، حسين رضي الله عنه د وژنې هغه اخبار لولي چې ﺯياتره يې دروغ دي، هغه چا چې دا سنت ايخى دى موخه يې ترې د اسلامي امت ترمنځ د فتنې او اختلاف درواﺯه پرانستل و، د مسلمانانو په اتفاق سره دا عمل نه واجب دى او نه مستحب، بلکې په تېرو غمونو او مصيبتونو ژړل چغې او سورې وهل هغه ستره ګناه ده چې الله تعالى او رسول صلى الله عليه وسلم حرامه کړي ده.