د قران کريم ځانګړتياوې

(۲۱) يويشتمه ځانګړنه:
قران کریم انسان ته روحي خوښي، د زړه سکون، ډاډ، ثبات او ارام وربښی، یقین پرې پیاوړی کیږي،ګرد مؤمنان پدې عقیده دي چې قران کریم دزړونو دخوښۍ او سکون تر ټولو ستره وسيله ده چې خوښی دزړه ترتله رسوي.

الله جل جلاله پدی اړه فرمایې:(( الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِكْرِ اللَّهِ أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ)). الرعد: ۲۸
‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎ژباړه: دا هغه کسان دي چې ایمان یې راوړی او ددوی زړونو ته دالله جل جلاله په یادونه(ذکر)تسلي حاصلیږي،یواځې دالله جل جلاله په یادونې سره زړونه ډاډ مومي.
کله چې مسلمان ته اندېښنه غم او تکلیف ورسي نو لازمه ده چې د خوږ غږلرونکی قاری په اواز قران کریم واوري لکه: منشاوي، عبد الرحمن السدیس او داسی نور...

همدا لامل دی چې رسول صلي الله علیه وسلم فرمایلې :" حَسِّنُوا الْقُرْآنَ بِأَصْوَاتِكُمْ، فَإِنَّ الصَّوْتَ الْحَسَنَ يَزِيدُ الْقُرْآنَ حُسْنًا ".
ژباړه:قران کریم پخپلو اوازنو سره خایسته کړي، یقینا خوږ اواز دقران کریم ښکلا او ښایست لا زیاتوي.

که له یو پلوه قران کریم مؤمن ته روحي خوښي، سکون او ارام وربښي نو له بل پلوه دټولینزې او اخلاقي روزنې او اصلاح، د اذهانو د روښانولو او لارښونې دنده هم پر غاړه لري.

(۲۲) دویشتمه ځانګړنه:
د قران کریم په زیاتو سورتونو کې دتوحید لور ته بلنه ورکړی شوې او په تیره بيا په عبادت کې توحید الوهیت ته لکه: دعا،کومک او مرسته غوښتل، لکه څرنګه چې یې مونږ د فاتحی سورت په پیل کې وینو الله جل جلاله فرمايې:(( إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ)). الفاتحة: 5

ژباړه:مونږ خاص تالره عبادت کوو او خاص له تانه مرسته او کومک غواړو.
همدا رنګه د اخلاص،فلق، او ناس سورتونو په اخر کې په څرګنده توګه توحید ښکاري، ددې برسیره دقران کریم په زیاتو سورتونو کې د توحید په اړه ایاتونه شته لکه: د جن په سورت کې چې راغلي الله جل جلاله فرمایې:(( وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا)). الجن: ۱۸
ژباړه:جوماتونه یواځې دالله جل جلاله دعبادت لپاره دي، دالله تعالی سره بل څوک شریک مه رابولئ.

(۲۳) درویشتمه ځانګړنه:
قران کریم داسلامي شریعت لومړنی مصدر(سرچینه) دی چې داسلامي نظام او قانون مرجع ګڼل کیږي.
په محمد صلي الله علیه وسلم ددې لپاره نازل شوی ترڅو انسانان دظلم، زور، زیاتي، شرک،کفر او ناپوهۍ له تیارو څخه دایمان، توحید، عدل اومساوات رڼا ته راوبلي.
الله جل جلاله پدی اړه فرمايلي دي:(( كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ)). إبراهيم: 1
ژباړه:مونږ تاته دا کتاب ددې لپاره نازل کړی،ترڅو خلک د رب په حکم له تورتم څخه رڼا ته، او دهغه ذات لارې ته راوباسي چې ځواکمن او ستايل شوی دی.
دکوم وخت نه چې دقران کریم نزول پیل شو نو دټولنې څخه دناپوهۍ، ظلم او بی اتفاقۍ ټغر ټول شو او پر ځای يې دعلم، پوهې، عدل، مساوات او اتحاد زرینې وړانګې وځلیدې.

(۲۴) څلورویشتمه ځانګړنه:
قران کریم دپټو او ناڅرګنده شیانو څخه یادونه کړې او دهغه راتلونکو پیښو په اړه يې خبر ورکړی، چې دوحی پرته پرې علم او پوهه نه وي لکه څرنګه چې الله جل جلاله فرمايلې:(( سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ)). القمر: 45
ژباړه: زر دی چې هغه ډله(مشرکین) به ماتې وخوري او ستاسې په لور به شاګانې کړي.
همدغه وه چې مشرکینو دبدر د غزا په ورځ ماتې وخوړه او دجنګ له میدانه وتښتېدل.
همدارنګه قران دډیرو پټو(غیبی) شیانو په اړه خبر ورکړی، چې وروسته هرومرو ثابت او څرګند شوي معنی دا چې قران کریم یو جامع او شامل کتاب دي چې ټولې ښیګڼې یې په ځان کې رانغښتې دي.

(۲۵) پنځوویشتمه ځانګړنه:
قران کریم د تلاوت دپیل په وخت (أعوذ بالله من الشیطان الرجیم) ویل، الله جل جلاله فرمایې:(( فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ)). النحل: ۹۸
ژباړه: کله چې ته په قران لوستلو پیل وکړئ، نو په الله پوری له رټل شوي شیطان څخه پناه وغواړه.
دوام لري...