محرم په مياشت کې د رژو نيولو فضيلت

محرم مياشتې د غوروالي دليل دا دى چې روژې يې له رمضان وروسته غوره روژې دي.
د محرم په مياشت کې روژه نيول ستر فضيلت لري، په صحيح مسلم کې له أبو هريرة رضي الله عنه نه روايت دى هغه وويل: رســـــــول اکـــــــرم ﷺ فرمايلي دي:«أفضل الصيام بعد رمضان شهر الله المحرم، وأفضل الصلاة بعد الفريضة صلاة الليل».

ژباړه:  د رمضان نه وروسته غوره روژې د الله تعالى د مياشتې محرم(چې تاسې ورته محرم وايي) دي، او د فرضي لمانځه نه وروسته غوره لمونځ د شپې دى.
پدې حديث کې محرم د مياشتې د روژو په غوروالي څرګند دليل دى.

إمام نووي ـ رحمه الله ـ وايي: «کچېرته وويل شي، پدې حديث کې ﺫکر دي چې د رمضان له روژو وروسته غوره روژې د محرم د مياشتې دي، نو بيا ولې رســـــــول اکـــــــرمﷺ د محرم پرته په شعبان کې ﺯياتې روژې نيولي دي؟!

ځواب دا دى: ښايي محرم د مياشتې فضيلت يې د ژوند په وروستيو کې پېژندلى وي مخکې لدينه چې روژه يې ونيسي،  او يا شايد داسې عذرونه ورته پيښ شوي وي چې د ﺯياتو روژو نيولو يې منع کړى وي، لکه: سفر، ناروغي او داسې نور...

حافظ ابن رجب ـ رحمه الله ـ ويلي دي: "رســـــــول اکـــــــرمﷺ د محرم مياشت دالله تعالى مياشت نومولي ده،  چې دا يې دغوروالي او فضليت ستر دليل دي، ځکه الله جل جلاله ته د درناوى په موخه يواځې هغه د ځانګړو مخلوقاتو اضافت کېږي، لکه څرنګه چې  محمد ﷺ إبراهيم، إسحاق، يعقوب او داسې نور أنبياء د هغه بندګۍ ته منسوب شوي دي، همدا شان ورته د کور(بيت الله) او اوښې نسبت هم شوي دي.

ابن رجب الحنبلى -رحمه الله- وايي:
" کله چې د محرم مياشت الله جل جلاله ته په اضافت خاص ده، او داعمالو ترمنځ روژه هم الله جل جلاله ته مضاف ده، نو مناسبه ده چې الله جل جلاله ته په اضافت ځانګړي مياشت کې ځانګړي عمل وشي چې هغه روژه نيول دي. 

الله تعالى ته د دې مياشت د اضافت په معنى کې ويل شوي دي،: دې اضافت کې اشاره ده چې د دې مياشتې حرمت د الله تعالى دى، بل هېڅوک يې بدلولى نشي لکه څرنګه چې به يې په جاهليت کې حلاله کړه او پر ځاى به يې د صفر مياشت حرامه کړه، نو دې ته يې اشاره وکړه چې دا هغه مياشت ده چې الله تعالى حرامه کړي ده او د هغه په مخلوق کې هېڅوک دې د بدلون او تغير واک نه لري".

د دې مياشتې بل فضيلت دا دى چې پدې کې د عاشوراء ورځ ده، هغه ورځ چې د ايمان څښتانانو ته په کې ښکاره بريا حاصله شوه او الله تعالى په کې حق پر باطل څرګند کړ او هغه داچې موسى عليه السلام او قوم ته يې نجات ورکړ، فرعون او د هغه قوم يې هلاک کړل، دا هغه ورځ ده چې ستر فضيلت لري.

په صحيحينو کې د ابن عباس -رضى الله عنهما- نه روايت دى: "يقينا کله چې رسول صلى الله عليه وسلم مدينې ته راغلى يهود يې وليدل چې د عاشوراء روژه يې نيوله رسول صلى الله ترې وپوښتل : «د څه لامله ددې ورځې روژه نيسئ؟ »هغوى په ځواب کې وويل: الله تعالى پدې ستره ورځ  موسى عليه السلام او د هغه قوم ته نجات ورکړ، فرعون او دهغه لښکر يې تباه کړ، موسى عليه السلام د الله تعالى د شکر د ادا کولو په موخه ددغې ورځې روژه نيوله او مونږ يې هم نيسو، رسول صلى عليه وسلم وفرمايل:« مونږ له تاسې څخه د موسى عليه السلام په تابعدارى ډېر حقدار او لومړى يو»،رسول صلى الله عليه وسلم د دغې ورځې روژه ونيوله او نورو ته يې هم د نيولو امر وکړ". 

دابن عباس -رضى الله عنهما- نه روايت دى وايي :"ما رسول الله صلى الله عليه وسلم نه دى ليدلى چې عاشوراء ورځې د روژې په څېر يې د بلې ورځې په روژه نيولو کې کوښښ  کړى وي او هغه دې په نورو ورځو غوره  کړي وي، او هم دا شان د رمضان مياشت".