له انګريزانو سره د ستر غازي امير امان الله خان په مشرۍ د افغانانو سپيڅلی جهاد، د انساني او ماليي قربانيو له ورکړې، سترې مبارزې او فداکاريو وروسته بريا ته ورسېد. د افغان ملت سپيڅلي پلار او د خپلواکۍ ستر غازي امير امان الله خان د لوی خدای (ج) په نصرت او د خپل يو موټي ولس په ملاتړ وتوانېد، چې د نړۍ د وخت مغروره يرغلګر زبرځواک انګرېز په دې اړ کړي، تر څو په رسمي ډول سره د هېواد خپلواکي په رسميت وپيژني او له خپلو شيطاني موخو سره يو ځای د شهيدانو او اولياء دغه سپيڅلې خاوره پرېږدي.
ستر غازي امير امان الله خان د جګړې او سپيڅلي جهاد په سنګرونو کې د انګريزانو له ماتولو وروسته، په کابل کې په څرګند ډول سره انګريزانو ته دا وويل، چې له نن ورځې وروسته دا هېواد (افغانستان) خپلواکه دی او د نړۍ د هېڅ هېواد استعمار نه مني. انګريزان چې د جګړې په ډګر کې ځپل شوي وو، نو اړ وو، چې په رسمي ډول د افغانستان خپلواکي ومني او دغه هېواد د يو خپلواکه هېواد په ډول په رسميت وپيژني.
د خپلواکۍ له اخېستلو وروسته، ستر غازي امان الله خان په دې فکر کې شو، چې دغه وروسته پاتې او په تېر کې د شاهي کورنيو مخالفتونو ځپلی افغانستان په سيمه او نړۍ کې سيال جوړ کړي او خلکو ته يې د رڼا ژوند ور په برخه کړي. خو له ډېره بد مرغه لکه څه ډول چې تر نن ورځې افغانان د نورو د لاس آلې دي او د دين په نوم داسې دوکه کيږي، چې خپل هېواد ته اور اچوي او کړنې ورته مقدسې او سپيڅلې معرفي کيږي. نو هغه وخت هم، د شړل شوي انګرېز په پلان او طرحو يو شمېر غوليدلي افغانان د دغه ستر غازي پر وړاندې راپورته شول او نوموړي يې اړ کړ، چې د اخېستل شوې خپلواکۍ، د هېواد د بريا د ارمانانو او د ولس د نيمکرغۍ سره يوځای ارمانجن له هېواد څخه لاړ شي او په جلاوطنۍ مجبور ژوند تېر کړي.
اوس دې هغه، چې د زمري ۲۸مه او د ستر غازي امان الله خان اتلوالي او خپلواکي ترې پوښتنې لاندې راولي، دغه لاندې ټکي په فکر کې ونېسي:
- روس او امريکا تا را وستل، خو ملامت دې غازي امان الله خان وي؟
غازي امان خان له نن ورځې ۹۹ کالونه وړاندې درته خپلواکي اخېستې ده. ۹۹ کالونه وړاندې يې د وخت اشغالګر انګريز درته شړلی دی او ۹۹ کالونه وړاندې يې دغه هېواد درته خپلواک کړ. اوس که تا ته روسان په زورو راغلي وو، په دوستۍ راغلي وو، تا راوستلي وو او يا يې يرغل کړی، نو په دې کې د غازي امان الله خان او د هېواد خپلواکۍ ورځې تر پوښتنې لاندې را وستل په څه مانا؟
- د هغه پردي پاله پلار زويه، چې غازي امان الله خان يې په جلاوطنۍ مجبور کړ؛ د هېواد د خپلواکۍ ورځې نمانځنه په دې مانا نه ده، چې اوس دې هېواد خپلواکه دی او يا نه، بلکې له دې ورځې موخه دا ده، چې ته عبرت واخلي او درته ياد شي، چې ستا غوندې نورو هم په تېر کې دا هېواد په انګريز خرڅ کړی او ستر غازي تر خپلواکه کړ.
دا چې نن درته روس او يا امريکا راغلې ده؛ اشغال دی او که دوستي، خپلواکه يې او کنه، دا کړه - وړه ستا د ۲۱ پيړۍ مسايل دي، چې ته په کې ژوندی يې او ته په کې برخليک ټاکوونکی يې. دا ستر ه تېروتنه کوې، چې د خپلواکۍ د ورځې د نوم په اورېدو سره د هېواد اوسنۍ ناخوالې رامنځ ته کوي او له دې لارې خپلې شومې ګټې په بلې طريقې تر لاسه کوي.
د زمري ۲۸مه او د ستر غازي امان الله خان د اتلوالۍ او خپلواکۍ لمانځل يوازې په دې موخه دي، چې تا ته در ياد کړي؛
۱- که غلام يې له غازي امان الله خان يې زده کړه او ځان خپلواکه کړه
۲- او که خپلواکه يې، خپلواکي دې وساته او د ستر غازي غوندې د هېواد جوړونې په فکر کې شه.
د ستر غازي امير امان الله خان روح دې ښاد وي او لاره ده يې ژوندۍ وي!
وروستي