افغانستان د وچکالۍ له ګواښ سره مخ دی

سږکال ژمی تراوسه په افغانستان کې د واورو او باران درک نشته ، يوازې په ځينو سيمو کې ډېر لږورښت شوی دی. که وضعيت همداسې دوام وکړي ، د دې اندېښنه شته چې افغانستان به په 2011کال کې له وچکالۍ سره مخ شي. ملګرو ملتو سر له اوسه د 2011 کال لپاره له افغانستان د وچکالۍ سره د مقابلې په موخه د مرستې غوښتنه کړې ،چې تمه ده يو شمېر مرسته کوونکي هېوادونه ورته وړ ځواب ووايي.