ولسمشر کرزي د ايران له مرستو او ملاتړ ډېره مننه وکړه

 
په افغانستان کې د ايران سفير فدا حسين مالکي پرون د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره وکتل . په دغه کتنه کې د افغانستان او ايران تر منځ د سياسي او اقتصادي اړيکو د پراختيا په اړه خبرې وشوې او افغان ولسمشر د ايران دولت او خلکو له بې درېغه مرستو ستاينه او ډېره مننه وکړه. په کتنه کې همداراز ايران ته د مارشال فهيم دوروستي سفر په اړه خبرې وشوې او د ايران سفير دغه سفر د ايران او افغانستان ترمنځ داړيکو د يوه نوي پېر پيل وباله .
د يادونې وړ ده چې د ښه نيت دغه خوږې خبرې پر داسې مهال کيږي چې ايران د افغانستان د تېلو ټانکرونه په خپله خاوره کې ايسار کي او له افغان مهاجرينوسره د دوی د وحشت ويډيو ګانو هره ورځ په تلويزيونو کې ښودل کيږي.