د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح څوګ وو؟ 

محمد علي جناح چې د پاکستانيانو ترمنځ په قائد اعظم يا ستر مشر مشهور دی، د انګلستان تر والکې لاندې پخواني بريتانوي هند کې په ۱۸۷۶ز  کال کې زږېدلی وو. دی د اوسني پاکستان په کراچي ښار کې زږېدلی او هغه مهال کراچي د بريتانوي هند د ممبۍ فدرال حکومت تر سلطې لاندې وه. محمد علي جناح په يوې شتمنې کورنۍ کې وزږېد او د پاکستان د خپلواکۍ مبارزه کې د نوموړي خور، فاطمه هم له ده سره ملاتړې وه. 

نوموړي د انګلستان په لندن ښار کې د حقوقو په برخه کې زده کړې وې. جناح د هندوستان او پاکستان له وېش وړاندې (د ټول هندوستان د مسلمانانو ليګ) په نوم د يو سياسي خوځښت مشري کوله. محمد علي جناح په ۱۹۱۳ز کال کې دغه خوځښت جوړ او تر هغه وخته چې پاکستان له هندوستان نه وو جدا شوی، مشري يې کوله. 

محمد علي جناح دوه وادونه کړې وو چې د خپل مرګ وړاندې يې دواړه طلاق کړي وو. ده نارينه اولاد نه درلود او د دېنا په نوم يې يوازې يوه لور درلوده. له زده کړو وروسته محمد علي جناح د بريتانوي هندوستان په ممبۍ ښار کې د مدافع وکيل او حقوق پوه په توګه دنده تر سره کوله او هغه مهال په ياد ښار کې دی يوازينی مسلمان وکيل وو. 

محمد علي جناح له مهاتما ګاندي سره يوځای له انګليسانو د هندوستان د خپلواکۍ هڅې کولې، خو دا چې د بريتانيا له خپلواکۍ وروسته به څنګه هېواد منځ ته راځي، د محمد علي جناح او مهاتما  ګاندي په اندونو کې توپير شتون درلود. محمد علي جناح د مبارزې په لومړيو کالونو کې په دې اند وو، چې يو ګډ هندو - مسلمان دولت به جوړ کړي خو وروسته يې پرېکړه دا شوه چې د بريتانوي هند هغه برخه چې ډېری وګړي يې مسلمانان دي بايد د يو خپلواک دولت په ډول شي او نوم يې هم ورته پاکستان ټاکلی وو. 

د پاکستان او هندوستان له وېش وروسته، محمد علي جناح د پاکستان عمومي ګورنر يا مشر وټاکل شو او همدا ډول د پاکستان د اساسي قانون جرګې مسووليت يې په غاړه واخېست. محمد علي جناح  د سږو ناروغ درلودې او په توبرکلوز يا ټبي بي ککړ وو. محمد علي جناح د ۷۱ کالونو په عمر په ۱۹۴۸ز کال د سپټمبر په يوولسمه نېټه ومړ؛ په خپل پلارني ځای چېرته يې چې زیږون شوی وو خارو ته وسپارل شو. 

د محمد علي جناح په اړه څو نه ويل شوي خبرې: 
۱- نوموړي خپله لومړۍ ميرمنه له واده يوازې څو اوونۍ وروسته طلاق کړه؛ 
۲- محمد علي جناح په مذهب شعيه وو، خو ويل کيږي، چې په وروستيو کې يې سني لار اتنخاب کړې وه؛ 
۳- محمد علي جناح هېڅکله يوه نېکټايي دوه ځلې نه ده اغوستي؛ 
۴- هغه وخت چې دی مدافع وکيل وو نو ښه ورځني عوايد يې لرل او د لباس اغوستل سټايل يې لوړ او پاک خوښېدو؛ 
۵- نوموړي نارينه اولاد نه درلود او يوازې يوه لور يې درلوده.