دخنزير والګې  المان ته بيا راوګرځېده

د جرمني د روغتيايي چارو مسوولين خبرورکوي چې د خنزير انفلونزا په دغه هېواد کې بېرته راګرځېدلې او دوه تنه يې وژلي دي. د ناروغۍ په تازه پېښو کې د جرمني د نيدرزاکسن ايالت په ګوتينګن ښار کې يوه درې کلنه جلۍ اويو 51 کلن سړی د (ان 1 اېچ1) ناروغۍ له امله مړه شوي دي. له 2009 کال راهيسې په جرمني کې دغې ناروغۍ 25 تنه وژلي خو په وروستيو وختو کې ناروغي غلې شوې وه.