په جرمني کې د عسکرۍ مکلفيت له منځه ولاړ

په جرمني کې تر 54 کلورووسته د عسکرۍ جبري مکلفيت له منځه ولاړ. د وروستي ځل لپاره په جرمني کې 12 زره کسان د عسکرۍمکلفيت ته وروبلل شول . د جرمني د دفاع وزارت د وياند په وينا د راتلونکي کال دمارچ مياشتې له لومړۍ نېټې څخه به د عسکرۍ مکلفيت له منځه لاړ شي او پوځي خدمت به تر دې وروسته داوطلبانه وي. د عسکرۍ مکلفيت په جرمني کې له 1957 کال راهيسې جبري شوی، چې په اولو وختوکې دا دوره 12مياشتې ، ورپسې 15 مياشتې اووروسته هم 18 مياشتې شوه، خو په وروستيو وختو کې دا دوره 6 مياشتې وه. جرمني همدااوس 240 زره پوځيان لري، چې د اصلاحاتو له مخې به دغه شمېر 170 زرو تنو ته راټيټ شي.