پکتيکا کې زږېدلی او مرنجان تپه کې خاورو ته وسپارل شو؛ سليمان لايق  ۱۸ لېکلي اثار ولس ته په ميراث پرېښودل 

سليمان لايق په ۱۳۰۹ل کال کې د هېواد په سويل پکتيکا ولايت کې زږيدلی وو. هغه مهال افغانستان کې د محمد ظاهره شاه حکومت وو. سليمان لايق د عبد الغنی زوی وو، په قوم پښتون او پښتنو کې بيا خروټی وو. 

د سليمان لايق د زده کړو په اړه ويل کيږي چې د ښوونځي له زده کړو وروسته دی د کابل پوهنتون شرعياتو پوهنځي ته لار پيدا کړه، خو د وخت حکومت ضد لاريونونو کې د ګډون وروسته له پوهنتون وشړل شو. سليمان لايق وروسته بيا کابل پوهنتون کې ادبياتو پوهنځي ته لار پيدا کړه او په همدې برخه کې يې زده کړې وکړي. 

ويل کيږي چې د سليمان پلار ملا وو او هڅه يې کوله چې زوی هم ملا شي او پر ده يې د غلام‌مجدد نوم اېښی وو، خو سليمان لايق کابل کې د سياسي او ټولنيزو فعاليتونو وروسته خپل د زېږون نوم (غلام‌مجدد) په سليمان لايق بدل کړ.  

 سليمان لايق په ۱۳۳۰ کالونو کې چې افغانستان کې د محمد ظاهر شاه واکمني وه، د چپ اړخ سياست کې بوخت شو او د مير اکبر په څېر له سياسي څېرو او تاريخ ليکونکو لکه غلام محمد غبار او نورو سره يې اړيکې پيدا کړې. 

 سليمان لايق د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند له بنسټ اېښودنکو کسانو وو او هر کله چې ياد ګوند واک ته ورسېد، نو  سليمان لايق پر مهمو دولتي دندو پاتې شو. نوموړی د ډاکټر نجيب الله په مشرۍ د وطن ګوند مرستيال هم وو. د ډاکټر نجيب الله په حکومت کې د نورو دندو ترڅنګ؛  سليمان لايق د قومونو او قبايلو چارو وزير په توګه هم دنده تر سره کړې. 

 سليمان لايق علمي سټه وه. دی د افغانستان د علومو اکاډمۍ مشر هم پاتې شوی او همدا ډول يې اتلس څېړنيز او ادبي کتابونه لېکلې دي چې ډېری يې چاپ شوي دي.  سليمان لايق په پښتو او دري ژبو ادبي کارونه کړې دي، چې د هېواد لپاره ستره علمي او ادبي پانګه شمېرل کيږي. 

هېواد کې د نوې ادارې په راتګ سره  سليمان لايق له سياسي چارو ځان لېرې کړ وو او تر ډېره په ادبي او علمي چارو بوخت وو. نوموړي د پښتو ژبې برخه کې ډېر ژور ادبي او علمي اثار ولس ته په ميراث پرېښودل. 

 سليمان لايق تېر کال د کابل په شش درک کې د يوې چاودنې وروسته ټپي شو او جرمني ته د درملني په پار يوړل شو. د نوموړي زوی غرزي لايق د لوې اختر په شپه تائيد کړه، چې پلار يې د هغه اخېستو ټپونو پر اساس ساه ورکړې. 

د  سليمان لايق جسد له جرمني کابل ته راوړل شو او تېره ورځ د حکومتي مراسمو په ترڅ کې د کابل په مرنجان تپه کې خاورو ته وسپارل شو.  سليمان لايق  د مړينې پر مهال ۹۰ کلن وو.