په سیندنو اوښکې څاڅي غرو ګریوان نه
د تعبیرلایق يي لاړه، غرونه ژاړي
وریځې ژاړي، تویوي په کاسو اوښکې
په ډبرو سر وهي سیندونه ژاړي
که بریښنا کې وریځې خپل دردونه سپړې
په تالندو کې زموږ دردونه ژاړي
کور او کلي کې د ویر صحنه خپره ده
یو تن نه دی بلکې ټول ولسونه ژاړي
په کوم لارو چې لایق تللی راغلی
لارې ژاړي، کوڅې ژاړي، پلونه ژاړي
کوم محفل کې چې یارانو سره ناست وو
اوس یاران يي د محفل یادونه ژاړي
د بنډار یاران چې اوس تالا ترغۍ دي
په یو داسې برخلیک اهونه ژاړي
د ترخو اوبو نشه بدله ښکاري
په ترخو اوبو کې اوس خوندونه ژاړي
ساقي لاړه میخانه شوه شاړې واړې
پیالي ماتې، خم خالي، جامونه ژاړي
تګ يي درد دی چې اټکل يي کېدی نشي
داسې درد باندې دا نور دردونه ژاړي
غم يي ووړ نه وو چې لنډه کې به هېر شي
په دې غم به په عصرو، عصرونه ژاړي
غم يي لوی دی نورغمونه يي تر شا کړل
په لوی غم باندې واړه غمونه ژاړي
د وختونو ژړا نه وه چا لېدلی
حال خو پریږده د اینده وختونه ژاړي
شعر خوار شو د ادب مزه پیکه شوه
په سفر يي د ادب بحثونه ژاړي
د پښتو ناوې سینګار نیمګړی پاتې
د سرو ټيک سره د مخ خالونه ژاړي
کوم قصرونه، تعمیرونه چې ده غندل
اوس دې نوو ته هغه قصرونه ژاړی
کڼډوالي چې پسې لا هم کنډوالی شوې
اوس يی خاوروته د ده نظمونه ژاړي
د نمرود او د فرعون هسې نوم وو
جهادي پیر ته زاړه پیرونه ژاړي
هغه ظلم چې جهاد په پیر کې شوی
په وحشت يي د تاریخ ظلمونه ژاړي
چې طالب او مجاهد کوم قتل کړی
نن هغو ته د چنګیز قتلونه ژاړي
په جهاد کې تورو شوو مخ، څېروته
د تیمور او هلاکو مخونه ژاړي
د جهاد د پنجابي جنګو وحشت کې
د سکندر او اتیلا جنګونه ژاړي
د قوم سترګو کې مو اوښکې پاتې نه دي
په ژړا مو اوس پردي قومونه ژاړي
د ژړا او د ویرونو مو پای نشته
په غمونو مو ژړا ویرونه ژاړي
په دې څه چې په چمن یو ګل، نیم خاندې
په بیدیا بیا د بیدیا ګلونه ژاړي
هغه چا چې د وطن ډاګونه ستایل
په نشتون يي د وطن ډاګونه ژاړي
د پوونده وو، د شپنو ترانې چوپ شوې
خوشې نه ده چې درې، رغونه ژاړي
لوړ مکان کې به لا ویر او واویلا وي
په لایق چې د زمان تانګونه ژاړي
په ورتګ يي د جنت باغونه ویاړي
په رحلت يي د وطن باغونه ژاړي
که کارغان په مرداریو کې اخته شول
د هغو په خوار قسمت بازونه ژاړي
غمرازي د هغه خلکو حساب نه ده
چې د بل په غم کې خپل غمونه ژاړي
ژوند هغه دی چې يي هره شېبه ویاړ وي
د بدمرغه ژوند په حال، ویاړونه ژاړي
کوم جادو چې د لایق کلام کې پروت دی
ډې جادو ته د سحرګر سحرونه ژاړي
د لایق د مقام هسې شان لویا ده
چې په تګ يي د پښتو شعرونه ژاړي
غم د خاصې سیمې نه دی د هېواد دی
رانیم ځوړند چې ملي توغونه ژاړي
د لایق سره اخره وداعیه کې
په پلازمېنه د کابل برجونه ژاړي
وروستي