ملا او د دین ساتنې دعوه

دین ساتنه کې ملا ته اختیار نشته
له خدای پرته د دین بل ذمه وار نشته(۱)
چې خدای خپله ځان د دین ذمه وار بولي
ضرورت زما او ستا د ټینګار نشته
هغه څه چې انسان نه دي پنځولي
د انسان په هغه کار کې هیڅ کار نشته
چې ملا د خدای په کار کې وهي ګوتي
له ملا څخه بیا هیڅوک بېلار نشته
دین یوازې احکام نه دي زیات اسرار دي
هیڅ ملا  ته لاسرسی په اسرار نشته
د قران هر یو حرف لوح محفوظ کې
د کوه قاف له غره نه غټ دي انکار نشته
تر هر حرف لاندې زرګونه مانا ثبت دي
د یوې مانا د پوهې اختیار نشته
ملایک يی هم له پوهې نه عاجز دی
د انسان خو بیا دې پوهې ته لار نشته
لاسوهنه چې انسان په کار کې عیب ده
د اسمان کار کې حاجت د ګفتار نشته
عقیده په دین د هرچا شخصي کار دی
په دې برخه کې هیڅوک ټېکدار نشته
دین د خدای او د انسان تر منځ تړون دی
دې تړون کې د دریمګړي کردار نشته
نن ملا د دین بازار کې سوداګر دی
ټوله ګټه کړي، تاوان د دینار نشته
که اشرار دي د ملا تر څنګ راټول دي
د ملا له څنګه پرته اشرار نشته
نعمتونه چې په دې دنیا موجود دی
دا نعمت په بل جهان بل دیار نشته 
ملا نورو ته جنت په تلوارغواړي
بل جهان ته ضرورت د تلوار نشته
راځۍ خپله دا دنیا ځانته جنت کړو
د ملا په وعدو هیڅ اعتبار نشته

یادونه:
(۱ )   : د «انا نزلنا ذکر انا له لحافظون»  ایات شریف ته اشاره ده. چې معنی يي داسې ده، ما ستاسو د ذکر لپاره (قران شریف) درلېږلی دی او زه یې ساتم.
سرلوڅ مرادزی