آيا د نايجريا هېواد په اړه پوهېږئ؟ په اړه يې لس حيرانونکې خبرې دلته ولولئ 

د نايجريا هېواد نوم د (Niger) سيند څخه اخېستل شوی دی، چې په ياد هېواد کې بهيږي. پر دغه هېواد د نايجريا نوم په ۱۸۹۷ز کال کې يو انګلېسي ژورنالېسټ اېښی. نايجريا کې له ميلادي نېږدې ۱۵۰۰ کاله وړاندې خلک ژوند کولو. 

نايجريا څه د پاسه دوه سوه مېلېونه وګړي لري چې په دې سره د نړۍ ترټولو ستر اووم هېواد دی. د نړۍ د ټولو وګړو ۲،۱۷ سلنه په نايجريا کې ژوند کوي. د وګړو پر اساس نايجريا له برازيل وروسته او له بنګلادېش وړاندې هېواد دی. د پرخوالي پر اساس نايجريا د نړۍ ۳۲ هېواد دی. 

د نايجريا ۵۴ سلنه وګړي مسلمانان او ۴۶ نور يې عيسويان دي. د نايجريا هېواد د حکومت ډول فدرال مشروط جمهوريت دی. نايجريا په ۱۹۶۰ کال کې له انګلستان خپلواکي اخېستې او په ۱۹۶۳ کال کې يې د حکومت ډول جمهوريت شو. 

د نايجريا په اړه لس خبرې: 
۱- انګلېسي د نايجريا رسمي ژبه ده. دغه هېواد کې خلک پر ۵۲۰ بېلا بېلو ژبو خبرې کوي. Yoruba ،Hausa  او Igbo د دغه هېواد ملي ژبې پېژندل شوې دي. 

۲- د نايجريا فلمي صنعت د Nollywood په نوم دی. Nollywood له هاليوډ او باليوډ وروسته، د نړۍ درېيم تر ټولو ستر فلمي صنعت دی. 

۳- نايجريا افريقا کې يو ستر صنعتي هېواد دی. دغه هېواد نېږدې هر ځوان او ستر عمر لرونکی کس له ټولنيزړ شبکو ګټه اخلي. 

۴- نايجريا د تيلو يو له سترو توليدي هېوادونو څخه دی. د افريقا د نورو هېوادونو په پرتله نايجريا صعنتي شوی او پرمختللی دی. 

۵- نايجريا کې د عمر منځنۍ کچه ټېټه او ۵۲ سلنه ښوددل شوې ده. 

۶- Lagos د نايجريا ستر او صنعتي ښار دی، خو د هندوستان د ممبۍ په څېر د هېواد پلازمېنه نه ده.   Lagos ۲۱  مېلېون کسان ژوندی کوي. 

۷- نايجريا که څه هم له انګلستان خپلواکي اخېستې ده، خو اوس هم د انګستان د British Commonwealth غړېتوب لري. 

۸- باز د نايجريا ملي مرغه دی. 

۹- د نايجريا بيرغ له درېيو مساوي ټوټو جوړ شوی دی، چې منځ يې سپين او دواړه خواوې زرغونې دي. 

۱۰- او وروستی دا چې محمد بهاري اوس د نايجريا ولسمشر دی، چې ۲۰۱۵ کال کې  د ټاکنو له لارې د نايجريا ولسمشر وټاکل شو.