د امان الله خان نېمګړی فصل يې بشپړ کړ!؟ آيا له ولسمشر امان الله خان هېر  کړی دی؟ 

ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال د هېواد د خپلواکۍ د ستر غازي امير امان الله خان نوم، کړنې، هيلې او ارمانونه د خپلو راتلونکو پروګرامونو اساس بللو. غني خپله تګلاره د غازي امان الله خان د تګلارې بشپړتيا بلله او ولس سره يې ژمنه کوله چې افغانستان به د غازي امير امان الله خان نيمګړي ارمان ته رسوي. 

تېر کال همدغه شپې او ورځې  وې چې ټاکنيزې منډې - رامنډې راونې وې؛ ولسمشر غني په واک کې وو او په ښه شان داره مراسمو يې هم د ستر غازي امان الله خان يادګار يانې د هېواد د ملي بيرغ ورځ چې د زمري د مياشتې اوومه وه او هم يې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو سلمه کليزه ولمانځله. 

په ياد مې دي، چې تېر کال د زمري په اوومه د هېواد د ملي بيرغ  ورځې لمانځنه بې سارې وه. چورلکو له هوا پر خلکو بيرغونه او مبارکۍ ووېشلې او همدا ډول د پلازمينې کابل پر ديوالونو، ودانيو او نورو ځايونو بيرغونه لګول شوي او رسم شوي وو. د هېواد د خپلواکۍ ورځې لمانځنه په تاريخ کې يوازينۍ وه. د دارالامان ماڼۍ پرانېسته، پښتونستان واټ کې د اوبو او بيرغ ننداره او تر دې چې دُبۍ او ځينو نورو هېوادونو کې د افغانستان بيرغ پر مشهورو ودانيو وښوودل شو. 

هغه وخت ټاکنې را نېږدې وې او ولس  دا ارمان درلود چې د امان الله خان ارمان ته ورسيږي. خو سږ کال چې ښاغلی غني پر واک ناست دی، هغه جذبه او لېوالتيا چې تېر کال يې د بيرغ ملي ورځې او خپلواکۍ ورځې لپاره درلوده نه ښکاري. څو اوونۍ وړاندې د زمري اوومه چې د بيرغ ملي ورځ وه، بې خونده ولمانځل شوه؛ نه هغې چورلکې پر هوا پورته شوې، نه هغه جذبه ولېدل شوه او نه هم د کابل ښار رنګ درې رنګيز شوی وو. کابل ښاروالۍ يې مړاوی والی کرونا ويروس ښوودلی وو، خو بيا د لويې جرګې په پار د کرونا ويروس جدي نېول کېدل، سست شوي وو. 

اوس چې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخېستو ۱۰۱ کليزې ته د ګوتو پر شمار ورځې پاتې دي؛ هر څه سست روان دي. که چېرې وضعيت همداسې روان وي، نو خلک به تېر کال او روان کال د خپلواکۍ جشن لمانځه کې ژور توپير وګوري. که حکومت يې کرونا ويروس لامل يادوي او يا هم دا چې تېر کال د خپلواکۍ د يوې پېړۍ لمانځنه؛ خو د ولس ذهن دا اخلي چې خدای مه کړئ ولسمشر نور ستر غازې امان الله خان هېر کړی دی، او د امان الله خان د هيلو نېمګړی فصل يوازې واکو ته د رسېدو هڅه وه او نور څه نه.