د افغانستان د سیاسي بېثباتي قضیه - لمړۍ برخه

د افغانستان د سیاسي بې ثباتي قضیه هیڅ کله هم دومره روښانه نه وه لکه دا تیرو څو میاشتو په بهیر کي چي ټولو افغانانو او د بهرنۍ نړۍ انسانانو ته روښانه سول. پخوا چي به جنګونه کیدل، وژني کیدلې، هره بدبختي چي به پر افغانانو راتلل مسئولیت به یې پر بهرني یرغلګرو او د هغوئ ائتلافیانو ته راجع کیدی، که به خپلو سیاسیونو او مذهبیونو ناځوانۍ راسره کولې هم به مو ویل چي دا بهرنیانو راباندي تپلي خلګ دي. هغه ورته وایي چي پر ولس باندي ظلم وکړه. دا چي د امریکا ولس مشر ډونلډ ټرمپ د پردیو د ګټو لپاره د امریکا د ملي امکاناتو پراصرافه مصارفو د راګرزولو او د د دې مصارفو یوازینۍ ثمرې یعني په نړۍ کي  د امریکا مخ په خرابیدونکي اعتبار و سمون ته متوجه سو نو یو لړ مهم تصامیم یې د افغانستان په اړه هم ونیول.
 
د ده دا پر ځای تصمیم چي نور به په افغانستان کي د پښتنو او نورو اسلامي فرهنګ لرونکو قومونو په ځپلو کي د امریکایي امکاناتو بې ځایه سوځیدنه راوګرزوي د ده او د ده د ګوند سیاسي مخالفین یې دومره وارخطاء کړل چي هغوئ په امریکا کي او نړۍ کي روانو سیاسي ټګیو او برګیو ته د عامو ولسونو د توجه اړولو لپاره د کرونا مصنوعي نړیوالي وباء او یو لړ کاذبو حقوقي مبارزو شوډنګونه رژولو ته اړ سول (په امریکا کي د تورانو او سپینانو د ټولنیز حیثیت د توپیر مسئله ډېره پخوانۍ ده، دا چي په ځینو خاصو شریاطو کي ناببره بږ اخلي د دې ثبوت دی چي سیاسي شوډنګ دی). په عادي شرایطو کي به دا پټي ستراتیژیکي وسلې (چي په یوه لرغوني هندي سیاسي لارښود کي آرت شاستر بلل سوي دي چي همدا د هغه کتاب عنوان هم دی) دوئ و نورو مناسبو امرجنسیانو ته ساتلې. دا چي د یو شمېر نړیوالو سازمانونو ځینو نړیوالو سیاسي ټګیو او برګیو یو لړ نړیوالي غمیزي وزیږولې نو د هغه غمیزو منفي اغیزي د غمیزو د محراقي سیمو تر څنګ پر اروپا، امریکا، اسټرالیا، کاناډا او په مجموع کي ټولو متمدنو او ثروتمندو ټولنو باندي ولویدلې. اوس د نړۍ ثروتمند او بانفوذه ملتونه دې خبري ته کرار کرار د متوجه کیدلو په حال کي وه چي څنګه نړیوال سازمانونه د دوئ ملي ثروتونه او امکانات په خپل واک کي راولي او بیا یې د دوئ د ملي اقتصادي جریان څخه باسي. دا سوال د ټولو باشعوره ملتونو مخلصو سیاسي رهبریو په ذهنونو کي ګردش کوي چي څنګه باید نړیوال سازمانونه، د هغوئ پروګرامونه او فعالیتونه د رادار لاندي راوستل سي څو خپلي ټولني او ولسونه د ناسنجول سوو ټولنیزو ناخوالو څخه وساتي، په داسي حال کي چي د دوئ ملي استخباراتي ادارې په دې کار کي نه یوازي پاته راغلي، بلکه د همدې سازمانونو د لاس آلې ګرزېدلي دي. د چین و ایران تړون او د شانګهای تړون رامنځته کیدل او بیا د نړیوال قدرت انډول ته د شانګهای تړون هویوادونو په ګټه تغیر ورکولو کي د ناټو تړون غړو هیوادو امکانات و وسایل څنګه په مخفي ډول کاریدل او په راتلونکي وختونو کي د دې هیوادونو د ولسونو څخه د دوئ د ملي امکاناتو د واک اخیستلو او نامسئوله سازمانونو ته د هغوئ واک سپارلو دسیسې په جریان کي وې، یو شمیر یې اوس رسوا سوي دي چي د اروپایي ټولني څخه د برطانیې وتل یې یوه ښه بیلګه ده. دا چي د اوباما د واک په وروستیو ورځو کي د ایران د پاسدارانو د ټروریسټ رژیم په اټومي قوت سمبهالولو پروسه کي د امریکا د امکاناتو څخه په نهایت درجه بې پروایي سره کارولو دسیسه خپله د اوباما لخوا رسوا سول، ډیره حساسه موضوع وه، اوس چي د ټرمپ د ملي کړنو په وړاندي ویسل بلووران راپورته کیږي، عامو امریکایانو ته نن دا سوال مطرح کیږي چي دا ویسل بلووران (whistle blowers) هغه مهال لکه چي ویده وه یا یې شپیلکونه ځني ورک وه.
 
د امریکا په ډیره لوړه کچه ډیپلوماسي په یوه داسي نړیواله سیاسی دسیسه کي دخیله ثابته سول چي د امریکا ثروت د امریکا د ولس دښمنانو ته په دې پلمه ورکړي چي هغه دي اټوم بم نه جوړوي، په داسي حال کي چي په دې نیژدې وختونو کي همداغه امریکا د ایران یو قوي تره ګاونډی په یوه میاشت کي فتحه کړی وي، هغه هم د بیولوژیکي وسلو د کاذب تور په پلمه. سي آی اې د څو لسیزو په ځنډ سره دا خبره رسماً مني چي ایران په اسیا میانه، مرکزي اسیا او جنوبي اسیا کي پر اسلامي ټولنو د خپل نظامي، سیاسي او استخباراتي تسلط د پراختیا پروګرامونه تر لاس لاندي لري. په مصر کي د اخوان المسلمین د حکومت په چپه کولو کي د صوفي فرقو، اهل حدیثو (سلفیانو) او شیعګانو د مصر د دهري ټولنو سره ګډه هم آهنګي یو داسي د خطر زنګ وو چي د اصلي اسلام (دین حنیف چي د آدم علیه سلام څخه نیولې بیا تر وروستي نبي حضرت محمد ص  او د ده مبارک د رښتینو پیرویانو اسلام دی) پیروان یې سره ولړزول او د دې فرقو د عالي رتبه مذهبي رهبرانو د ایمان یو نابلده کیفیت یې ورته څرګند کړ. نن د غربي بلاک ډیموکراټیکو ټولنو نامسلمان ولسونه او مسلمان ولسونه ځانونه د یوه مشترک ګواښ سره مخامخ احساسوي چي هغه د ډیکټاټورانه حکومتي طرز ګواښ دی چي د کنټرول سرچینې یې د داسي مخفي سازمانونو په لاس کي وي چي د دې هیوادونو د ولسونو په وړاندي هیڅ مسئولیت پزیري نه لري. دغه ځای دی چي د نړۍ کافران د دې خبري په ارزښت پوهوي چي د کفارو سره جهاد الله تعا لی ج جهاد اصغر بللی دی او هغه ډله چي په مقابل کي یې جهاد جهاد اکبر بلل سوی دی بیرته د همدې کفارو او مسلمانانو مشترک دښمنان دي.
 
منافقین (sophists) د بشریت د تاریخ هغه ناوړه ډله پاته سوې ده چي تل دا هڅه کوي چي د چل او فریب د لاري خپلواک انسانان خپل مریان وګرزوي او د ډیکټاټوري د طرز الحکومت د لاري د بشري ټولنو وینه وځبیښي. د اسلامي ټولنو غړي ولسونو د ټولنیز ژوند اکثریت برخه د اسلامي خلافت راشده نظام د ړنګیدو راهیسي یعني د حضرت علي رض د شهادت او امیر معاویه واک ته رسیدلو راهیسي تر نن ورځي پوري په همدې حکومتي طرز په ظاهره د مطلق العنانه واکمنانو لخوا اداره سوې ده. په هر عصر کي د علماوو یوه ستره ډله د ډیکټاټوري حکومتي طرز ملاتړي پاته سوي دي او د دې لاري یې د وخت د دربارونو څخه امتیازات ټول کړي دي. یوه ټوکي یو وخت د دغه مقولې په اړه وینا کول چي وایي: العلماء ورثه النبیاء. دې ټوکي ویل چي کله علماء خبر سول چي دوئ د انبیاء ورثه دي نو د مورثې لاسته راوړلو په لاره کي تلوار ځني وسو او د وخت د غیر مسلم واکمنانو سره یې پټي معاملې وکړې او د وخت د انبیاوو علیهم السلام په وژلو کي ورسره شریک سول. حضرت ذکریا علیه سلام او یحیاء علیه سلام یې په شهادت ورسول او عیسی علیه سلام الله نعا لی ج ژوندی ځني پورته کړ او خپل ورستی نبي سرور کاینات حضرت محمد ص یې د امیانو د جملې څخه مبعوث کړ څو اعلانیه بشریت خبر سي چي علماء نور د انبیاوو د مورثې څخه محروم دي او د علم زده کړه پر هر عاقل و بالغ فرض دی څو هیڅ کله علم انحصار نه سي او د علماوو ډله رامنځته نه سي...... نن ورځ د نبوي امت امیان د همدې امت پر علماء باندي د خاص امتیاز خاوندان دي چي بني ص زموږ په ډله کي مبعوث سوی دی. شاید همدا علت وي چي په هیڅ زمانه کي خاین او پلورل سوي علماء د امت پر امیانو ډیر نه دي جابره سوي او د امتیانو په منځ کي یوازي هغه مومن او حق پرسته علماوو عزت مونلی دی چي تقوا او پرهیزګاري یې غوره کړې ده او د علم د زده کړي سره سم معلمین جوړ سوي دي او د نبي ص هغه ستر سنت چي امیانو ته لیک و لوست ورښول او دوئ ته علم رسولو مسئولیت دی، هغه سنت یې ژوندی ساتلی دی. په اسلامي ټولنه کي ولسونه تل د سیاسي او ټولنیزو رشوتونو په مقابل کي ډیکټاټوره حکومتونو ته لبیک ویلی دی، چي ښه مثالونه یې په عراق او سوریه کي د باس ګوند حکومتونه وه. بیا چي د ولسونو او ټولنيزو ارزښتونو د تدریجي ضعف په سبب ډیکټاټورانو رشوت پر بند کړي او بیا یې دومره بار پر اچولی دی چي دوئ یې د وړلو توان نه لاره نو دوئ په غیر منظم انقلاب لاس پوري کړی دی چي داسي کاذب انقلابونه کله کامیابه، کله ناکامه او کله هم پر برابري پای ته رسیږي. د غربي بلاک د باشعوره سیاسیونو لپاره د نړیوالو مخفي سازمانونو مغرض فعالیتونو په اړه تر ټولو زیات د تشویش وړ خبره دا ده چي د دوئ د کشف او مخنیوي په اړه د دوئ ملي استخباراتي او دفاعي ادارو تر څنګ د ولس عالیرتبه سیاسي رهبرئ بې تفاوته پاته سوي دي او د دوئ پر وخت کشفولو او شنډولو کي پاته راغلي دي. علاوه پر دې همدا عناصر مخفي سازمانونو د همدې ملتونو د ملي ګټو تر پښو لاندي کولو کي په بشپړ بریالیتوب سره کارولي دي. ښه بېلګه یې د افغانستان د صلحي فلمي ډرامه ده چي زلمی خلیلزاد د فلم د انجلۍ د پلار رول پکښي لري. داسي ښکاري لکه اوس چي د دې فلم ډراپ سین رانیژدې سوی وي چي د فلم د انجلۍ پلار د فلم د ټولو غدارانو مشر ثابتیږي. دا چي د امریکا ډیموکراسي د نړۍ تر ټولو پیاوړې ډیموکراسي بلل کیږي، یو داسي ګوند چي په کانګریس کي اکثریت نفوذ هم لري او ولس مشر هم د دې ګوند وي د ایران د پاسدارانو یو داسي حکومت ته د امریکا ثروت او ملاتړ په واک کي ورکوي چي تنها یو څو لسیزو وړاندي یې د امریکا پر سفارت باندي برید کولو سره یې د امریکا د ملي حیثیت سپکاوی کړی وو او هره ورځ یې پر سړکانو د امریکا بیرغونه سوځول کیدل د امریکایانو لپاره یو سوالیه نښان سو.
 
د آني عکس العمل په توګه د امریکا ولس د ډیموکراټ ګوند کاندیده هیلري کلنټن رد کړل او د امریکا ملي حقوقو او ګټو ته ژمن ډونلډ ټرمپ یې واک ته ورساوه. ټرمپ چي واک ته د رسیدلو وروسته د امریکا د رښتینو ملي ګټو د اعادې لپاره موثره ګامونه اخیستل، هغومره د سابقه واکمنانو غدرونه ورته روښانه کیدل. ښه بېلګه یې افغانستان دی. په افغانستان کي امریکا په یوه نهایت درجه بدنامه جګړه کي ښکېل وه. دا جګړه تر ویټنام هم ډیره ناوړه جګړه وه. په ویټنام کي امریکا د کمونیزم سره په جګړه کي وه. هغه کمونیزم چي د امریکا تر څنګ د ټوله نړۍ د خپلواکه ولسونو استقلال ته ګواښ وو. په افغانستان کي دوئ داسي خلګ وژل چي هغوئ د امریکا او د هغه د متحدینو سره هیڅ بغض، عناد او دښمني نه لرل. تر کومه پوري چي د القاعدې او اسامه موضوع ده، اوس یې وخت دی چي بېطرفه تحقیق وسي چي په امریکا کي را لوی سوی د یمن دا شهزاده چي یو لایق ساختماني انجنیر وو (د حرمینو شریفینو ساختماني پروژې یې جوړي کړي او عملي کړي وې) څنګه ټروریسټ سو؟ د ۹/۱۱ په پېښه کي یې څه ګټي وې؟ دا ځکه چي اوس کله د یمن څخه پر ریاض او نورو سعودي ښارونو د میزایلو او ډرونونو بریدونه کیږي، په یمن کي د اسامه او القاعدې خلاء په ډیر شدت سره احساسیږي (که اسامه او القاعده د یمن څخه افغانستان ته راوړل سوي نه وای او نړیوال تور لیسټ ته لویدلي نه وای نو نن به یمن د حوثي شیعګانو لاس ته نه لویده). د طالبانو او د القاعدې په ګډون کي روښانه رول د سیمي استخباراتو او حقاني شبکې لوباوه او یو بله عجایبه دا هم وه چي د اسامه تګ راتګ د برهان الدین رباني پلرني ټاټوبي بدخشان او تخار تر څنګ د ټلوالي تر واک لاندي سیمو ته هم وو.
 
بله دا چي د طالبانو د حکومت د سقوط سره سم القاعده نوره ورکه سول او د هغه وروسته دا شل کاله د امریکایانو ټول جنګي مصارف د دې لپاره وه چي د افغانستان تر ۸۰٪ زیات پښتون ولس د خپلو سیاسي حقوقو حصول څخه راوګرزوي. په پښتنو کي د امریکا دولت او ولس پر ضد د نفرت احساسات ورځ تر بلي مخ په زیاتیدو وه. هلته په امریکا کي چي د دوئ د عسکرو جنازې ورتللې، د دوئ میډیا داغه تبلیغات کول چي پښتون میشتو سیمو ته د دولتي نظم د ټینګولو لپاره تللي وه چي د ځایي ټروریسټانو لخوا ووژل سول. کله چي ټرمپ واک ته ورسیدی نو په افغانستان کي د امریکا د حیثیت د اعادې او پرمختیایي مصارفو د اغیزو د راژوندي کولو لپاره یې یو کار دا وکړ چي د طالبانو سره د صلحي د پروسې په پیلولو سره تر یوه وخته پوري یې د افغانستان په سیاست کي فعاله بهرنی فکټور (یعني امریکا و د هغه متحدین) د یو فعال عامل په توګه تر یوې اندازې ګوښې ته کړل، څو افغانان د افغانستان د سیاسي بېثباتي د قضیې داخلي ابعادو ته هم متوجه سي، ټوله مرداري د امریکایانو پر څټونو ورونه غورزوي او د امکان په صورت کي یې د اصلاح لپاره هم څه وکړي. د ټرمپ دا کار ډېره ښه نتیجه ورکړل (په دې شرط چي دا چینایي زوکام په منځ کي نه وای رالویدلی). افغانان دې ته متوجه سول چي د دوئ مجرمین او قاتلین یوازي د امریکا لاسپوڅي نه دي بلکه د قوت اصلي سرچینې یې نوري دي. دا چي د ټرمپ د دې هڅو د مخنیوي لپاره په نړۍ کي د چینایي زکام وباء او په خپله امریکا کي کاذب سیاسي حرکتونه پیل سول، ده دا ثابته کړل چي افغانان او امریکایان د یوه مشترک دښمن د لاسه کړیږي. یو داسي دښمن چي د دوئ په سیاسي او اداري نظام کي یې خپلي ریښې زغلولي دي. نن افغانان د سر په سترګو ویني چي د دوئ مجرمین او قاتلین خپله د دوئ د منځ څخه دي، د افغانانو په وژنه کي بهرنیان فقط استعمال سوي دي. بهرنی په موږ کي خپل دښمن څنګه پېژني؟  دا خبري به پخوا یوازي جنګي طالبانو کولې چي د افغانستان داخلي کافر تر بهرنیو کافرانو ډیر ظالم، سفاک او بې رحمه دی.
 
موږ باید په لمړي ټک دا داخلي کفار د بینه یوسو. بهرني کفار زموږ او د عامو افغانانو توپیر نه سي کولای، دا داخلي کفار دي چي دوئ ته مو په نښه ورکوي. عامو افغانانو به دا فکر کاوه چي طالبان دا خبره ځکه کوي چي د دولتي عسکرو په نښه کول نسبتاً اسانه کار دی. دا خبره بیا ځانته حقیقت ده چي د طالبانو په رهبري او نظامي صفوفو کي هم ټوله ملایکي نه دي شاملي. دا حقیقت اوس طالبان هم مني (باید وې مني) چي که د دوئ د رهبري یوه اعظمه برخه پټه په سیمه کي ښکیلو استخباراتي ادارو ته جاسوسي نه کولای نو شاید د دوئ د حکومت پر ضد داخلي جګړه دومره نه وای اوږده سوې. که د پاکستان آی ایس ای او حقاني شبکې القاعده او اسامه پر طالبانو باندي نه وای تپلی، شاید د ۹/۱۱ پېښه او پر افغانستان باندي د امریکا د برید غمیزه نه وای پېښه سوې. اوس د غربي بلاک هیوادونو دولسونو ډیره برخه په دې نظر ده چي داسلامي افراطیت ګواښ خپله د دوئ د استخباراتو لخوا د ټوکره څخه جوړه سوې اوخۍ ده چي د خپلو ولسونو په زوره ویدولو لپاره کار ځني اخلي. په داسي شرایطو کي د نړیوالو مغرضو سازمانونو لپاره به د کرونا پرته څه بدیل پاتیدی چي د نړۍ د ولسونو توجه یې بلي خوا ته اړولې وای.  په هر صورت روان واقعات دا په ګوته کوي چي افغانانو ته د تیرو ۱۲۰ کلونو او ورهاخوا راهیسي چي څه بدي بیراني پېښي سوي دي یوازینی او یوازینی علت یې دا دی چي موږ د شریف او لوچک په توپیر کي پاته راځو او د مسئولیت مهم موقفونه لوچګانو ته ورسپارو چي هغه دا مسئولیت په ډیره لیوالتیا قبلوي او ډیر شرطونه نه راباندي ایږدي او علاوتاً یو ریلیف پیکیج (رشوت) لا هم راته وړاندي کوي. لوچک څه ته وایي؟ لوچک چي په اسلامي ټرمینالوجي کي منافق ورته ویل کیږي او د سقراط و فلاطون په زمانه کي سوفیسټان (sophists) بلل کېدل، هغه څوک دی چي فکر یې تنها دومره محدود دی چي دا شی زما خوښ دی یا زما پکار دی دا باید لاس ته راوړم. دا زه غواړم. دې ته نه ګوري چي هغه شی د ده حق کیږي او که نه او د ټولني مروج اصول (معروف) مانع دي او که نه. دی د خپل هدف تر لاسه کولو لپاره کله درواغ وایي، کله کاذبه وعده کوي، کله خطا ایستل کوي، کله خوشکه کوي، کله غوړه مالي کوي او کله کله داسي څه چا ته ورکوي چي د هغه ورکول کتاب او دستور هم منع کړي وي او کله کله خو حتا د خپلو شخصي ګټو لپاره د ټولني مروجو اصولو او قوانینو د بدلولو هڅه کوي. لنډه دا چي لوچک هغه چاته وایي چي د شخصي ګټي لپاره د ټولني او نورو خلګو د تاوان په قصه کي نه وي او د غلط منتق، درواغو او اسنادو کي د تخلف د لاري د بل د حق لاندي کولو لپاره د زمانې مروج اصول او قوانین د ځان په ګټه تفسیروي.
 
د لوچک یوه مهمه نښه دا ده چي دده احساسات د ده په کنټرول کي وي او داسي یې کاروي لکه ماشوم چي په بیجلو او مردکو لوبي کوي. د بېلګي په توګه یو نجیب انسان تر هغه وخته پوري چا ته سخته یا تونده خبره نه کوي تر څو چي واقعاً عصباني سوی نه وي، خو لوچک د سترګو په رپ کي درته عصباني کیږي، توندي او تیزي خبري کوي؛ چي وویني چي نتیجه نه ورکوي نو بیا بیرته هغه ګړی نرمیږي او غوړمالي پیل کړي. چي دا عادي غوړه مالي یې کار ورنه کړي بیا نو د خپل هدف سړي احساسات راپاروي او د هغه سره عاطفوي یا نظریاتي کاذب تړاو څرګندولو د لاري خپله لار باسي، حال دا چي د خپلي سکه مور سره هم ریښتنې مینه نلري. که دا هم کار ونه کړي او تر ځان پر غټ لوچک پېښ سي بیا نو خپل هر څه ورته سپارلو ته اماده کیږي او فلسفه یې داغه ده چي سپی دي وي، ژوندی دي وي. دا خلګ ډیر خطرناکه وي باید د ټولنیز ژوند د اداره کونکو چارو څخه لیري وساتل سي خو د افغانستان او پاکستان په فاسد حکومتوالي نظام کي داسي فلترونه نصب دي چي فقط همدا خلګ تر مهمو دولتي موقفونو رسیدای سي (دا چي چا نصب کړي دي او څوک یې ساتنه کوي، دا ځان ته سوال دی). د افغانستان د ټولني ۱۰۰٪ غمیزي د دوئ څخه پیښي دي. و د افغانستان د تاریخ په یوه پیر کي دې خلګو د بهرني استخباراتي ملاتړ، د عام ولس د غفلت یا ځیني نورو خاصو شرایطو لاندي په سیسټماټیک ډول لوړو موقفونو ته لاره پیدا کړې ده. بیا یې د دې موقفونو څخه د خپلي کورنۍ د مراث ګرزولو لپاره داسي شرایط او مقررات وضع کړي دي چي عام وګړي دې موقفونو ته لاس رسی نه کړي پیدا. دا چي د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله په افغانستان کي د طبعي علومو او کسبي مهارتونو د زده کړي ناقص اوغیر متوازن نظام موجود دی یا دولتي پوهنیزي ادارې د هیواد په ټولو برخو کي په یوه واحد کمي یا کیفي معیار خدمات نه وړاندي کوي، زموږ غالب اکثریت ولس بې سیواده او بې تعلیمه پاته دی.... دا یو تصادف نه دی. یوه ډله سته چي د کابل په دولتي ادارو کي یې ځای نیولی دی چي قصداً او په سیسټماټیک ډول یې د دې هیواد ولس د پرمختګ د زمینو څخه محروم ساتلی دی. او د دې ډلي لخوا په دوامداره توګه د افغان ولس د استحصال او استعمار لپاره چي کوم موثره افزار کارول کیږي هغه منافق صفته او لویالیسټ مامورین او متنفذین دي چي د دې ډلي سره د پټو او غیر اخلاقي معاملو د لاري لوی او واړه دولتي او ټولنیز موقفونه اشغالوي. کله چي یو عام افغان د کار لپاره ورسي سپک وضیعت ورسره کوي، بېځایه یې سرګردانه کوي او رشوتونه ځني غواړي او د خپل فاسد نیټورک اعضاوو غیر قانوني او غیر اصولي کار په ټي ثانیه کي ور اجراء کوي. مومن صفته او باوجدانه انسانان ځکه ډیر په دولتي دوایرو کي نه تر سترګو کیږي چي هلته د مقررۍ او فعالیت په لاره کي خصوصي خنډونه ورته پراته دي. که زموږ خلګ په دې موضوع سر خلاص کړي نو د هغه علماء اکرامو د بدن غوښي به په غاښونو ځني جلا کړي چي د عقیدوي او عملي منافق حیله زمزمه کوي او په خپل تول کي د ننني عصر مومن و منافق په یو وزن راولي. حال دا چي حقیقت دا دی لکه د رسول الله مبارک ص د زمانې مومن چي د نن زمانې پر مومن فضیلت لري، همداسي د هغه زمانې منافق هم د نن زمانې پر منافقینو فضیلت لري، نو چي هغه افضله منافق څومره په قرآن مجید کي الله تعا لی ج غندلی دی نو د وروستي عصرونو منافقان تر هغه زیات د غندني وړ دي. دا چي زموږ علماء اکرام د نن ورځي منافق ته د هغه زمانې پر منافق امتیاز ورکوي د اسلامي تعلیماتو په اړه د دوئ د ناپوهي نتیجه ده. دوئ پنډ پنډ فرعي کتابونه لولي خو قرآن ځني پاته دی. اوس نو چاته به پوښتنه پیدا کیږي چي دا خلګ مشخصاً څوک دي او چیري دي؟ د دې سوال دجواب پیدا کولو لپاره کافي ده چي د افغانستان په بیلابیلو سیمو کي د دولتي خدماتو کمي او کیفي تفاوت ته او یا حد اقل د افغانستان د نقشې جوړښت ته متوجه سو. هر څومره چي د پلازمېني څخه لیري کیږو د ولایاتو حجم یې غټیږي چي د دولتي خدماتو د نقص سره مل دي او هر څومره چي پلازمیني ته ورنیژدې کیږو نو د ولایاتو حجم کوچنی کیږي چي د دولتي خدماتو تراکم پکښي زیاتیږي. ولي؟ په دې خبره یو د اتم صنف فارغه ماشوم هم پوهیږي چي د یوه هیواد اداري ویش پر ایالتونو، ولایاتو او ولسوالیو باندي د دې لپاره وي چي ولس ته دولتي خدمات په متجانس ډول ورسیږي. دا چي د پلازمیني په اداري چوکاټ کي ډیر لایق خلګ تراکم کوي او عالي سیاسي او اداري رهبري هم حضور لري او منابع و امکانات هم نسبتاً پرېمانه وي، طبعي خبره ده چي د مرکزي حکومت د اداره کولو ظرفیت نسبت ولایتي یا ولسوالي حکومتونو ته زیات دی، باید د مرکز په خپل نيژدې شاوخوا کي ولایتي حکومتونه رامنځته ته نه کړي چي بېځایه خنډونو پرته بله ګټه نلري، حال دا چي موږ وینو چي د پلازمني په نواحیو کي دومره ورکوټي ولایتونه سته چي د یوه ولایته څخه ډبره وغورزوې د بل ولایت پر سر تیریږي په دریم ولایت کي به ولویږي (د کنایې په حساب...).
 
بلي خوا ته د مرکز څخه لیري پراته ولایتونه چي ساحه یې هم ډېره ده او نفوسونه یې هم خورا زیات او په خورا خپاره ډول پراته دي. ډیرو لیري پرتو سیمو ته د ولایتي مرکزونو لاسرسی نه کیږي او ډیر ولایتونه خپلو ولسوالیو ته د موثره خدماتو په برخه کي لاس رسی نلري. یعني زموږ حکومتونه دومره فاسد پاته سوي دي چي د هیواد اداري وېش هم د اداري فساد قرباني سوی دی. شاید د بدخشان په شمول (که غرونه او غیر ابادي ساحې ځني منفي کړو بدخشان هم تر پنجشیر ډیر غټ نه دی) پر کابل راګرزیدلو ورکوټو ولایتونو پر متنفذو کورنیو باندي د سیاسي واک د انحصار الزام پوري کولو څخه ډیر خلګ ځکه ډډه کوي چي په دې کار سره د دې ورکوټو ولایتونو د ولسونو او متباقي افغانستان د ولسونو تر منځ به کومه شخړه پېښه سي. عما که موږ د دې ورکوټو ولایتونو د عامو خلګو د حاله ځان خبر کړو نو به پوه سو چي د دې ورکوټو ولایاتو متنفذینو څومره ظلم چي د همدې ولایاتو پر خلګو کړی دی یا یې کوي شاید پر متباقي افغانستان یې نه وي کړی. لکه دې کورنیو او د دوئ لاسپوڅو چي د جنرال اکرم خاکریزوال، تورن امان الله، احمد ولي خان کرزی، د تیري مطیع الله خان او کندهار جنرال رازق تر څنګ د متباقي افغانستان د یو زیات شمېر رهبرانو د قتل ګټي او ثمرات نوش جان کړي دي؛ په خپلو سیمو کي یې هم د خپل نامشروع اقتدار د بقاء تر څنګ کوچنیو نفساني خواهشاتو لپاره هم په خورورو انسانان وژلي دي. اوبل کله چي د هیواد د اداري واحدونو وېش په عدالت سره وسي، مادي او معنوي ګټه یې ټول ولس ته رسیږي.
 
د سترو ولایاتو د اداري تشکیلاتو زیاتوالی به د خدماتو مارکېټ پراخ کړي او د ورکوټو ولایاتو وګړي چي د پوهني خدماتو ته د امتیازي لاسرسي په برکت زیات تعلیمیافته او مسلکي دي؛ دوئ ته به زیات کاري فرصتونه او په لیري اطرافو کي د کار شرایط اسانه سي. تر کومه ځایه پوري چي د دوئ د متنفذو کورنیو خبره ده، هر کله چي د دې خلګو سره د سیاسي واک پر عادلانه وېش خبري کیدلې نو په دوو سویو به ورسره کیږي. یو خو به د ټول افغانستان ولسونه او د هغوئ ریښتني استازي د هیواد په کچه د سیاسي واک له سره وېش خبره ورسره کوي، په دوهمه مرحله کي به د دوئ خپلو د دې ورکوټو ولایتونو ولسونه د سیاسي استازیتوب پر حق خبري ورسره کوي، ځکه چي د دې کورنیو ډیر وخت اوس په خارج کي تیریږي یا هم کابل ته ځني کډه سوي دي او چي هلته پاته دي ځانونه تر عامو خلګو افضله بولي، پّ اخلاقي فساد اخته دي او پر کمزورو خلګو ظلمونه کوي. لنډه دا چي دا کورنیاني د افغانستان د هیڅ ولسي کتلې په وړاندي کوم سیاسي مینډیټ نلري. دوئ مطلق په ناحقه سره په وچه کلکه لوچګي د اقتدار واګي په خپل لاس کي نیولي دي، د پردیو دولتونو او د هغوئ د استخباراتو سره په پټه او ښکاره د ملي حقوقو او ګټو سره په تضاد کي معاملې کوي.
 
اوس خو دوئ په متباقي افغانستان کي هم د ځان په شان کورنیاني پیدا کړي او یو قوي نیټورک یې جوړ کړی، څو ټوله هیواد په همداسي ظالمانه ډول اداره کړي. د بهرنیو مرجعګانوسره کړو خپلو پټو معاملو پیروی دوئ خپله ټولوي او مرداري یې په متباقي ولس باندي پاکوي. که په دقت سره متوجه سو نو پوه به سو چي پر افغانستان باندي مسلطي سوي ټولي غمیزي د همدې شمال شرقي کونج د متنفذو کورنیو څخه سرچینه اخلي. دهریت، کمونیزم، سلفیت، داعش ټوله بلاوي هلته پیدا سوي او پاته افغانستان ته ویشل سوي دي. کله چي موږ د دې مغرضو کورنیو د واکه غورزولو خبره کوو نو په هیڅ صورت سره د دوئ تر واک لاندي ولسونو حقوقو یا ګټو ته ګواښ نه متوجه کوو. د سیاسي اصلاحاتو ږغ چي څومره د افغانستان د بلي برخي د ولسونو په ګته دی، هغومره د دې سیمو د خلګو په ګټه هم دی. تر کومه پوري چي د دوئ د خاینو مشرانو خبره ده، د هغوئ د خیانت تر ټولو زیات ضرر دوئ لیدلی دی او ویني به یې. کله چي ګل آغا شیرزی د ننګرهار والي سو نو د حضرت علي تر مشري لاندي شاړو خوار لوچګي په ننګرهار کي راخیستې وه. د پښتنو د کورونو څخه به یې په زوره پېغلي ایستلې. کله چي حاجي ګل اغا شیرزی هلته والي سو، د ځایي پښتنو په زړه دومره سا ورننه وتل چي هغه حضرت علي یې ډریو ته واچاوه؛ حال دا چي د کندهار په مشرانو کي حاجي ګل اغا یو کمزوری او غیر فعاله شخص ګڼل کیږي. اوس بیا د یوه و د بل د خولې اورو چي حضرت علي او شاړو بیا په ننګرهار کي د لوچګي بازار ګرم کړی دی او د حاجي قدیر جوکر زوی ظاهر قدیر هیڅ هم نه کوي.
 
د دوئ مشرانو تل د لوچګي سیاست کړی دی او د خپل واک څخه یې تل شخصي استفاده کړې ده. د دوئ د لوچګي څو ژوندي مثالونه چي را پورته کړو، په لمړي نمبر کي د افغانستان ښاغلی ولس مشر صاب ښه بېلګه مو مخي ته راوځي.... د ده د عالي تحصیلاتو تاریخچه دا روښانه کوي چي د څومره افغان محصلینو د عالي تحصیلاتي بورسونو حق یې په یوازي سر هضم کړی دی (او ټیغ یې هم نه دی پر کښلی) چي د افغانستان سیاست ته راڅرګند سو ولس ته یې وویل چي ماته رایي راکړئ... چي ولس مشر سم ټول د طالبانو بندیان را ایله کوم، صلحه به راولم او ظالم ټوپک ماران به د واکه وغورزوم او ټول هغه اصلاحات چي حامد کرزی پاته پکښي راغلی دی، زه به یې حتماً راولم او زه د دې کار توان هم لرم، بهرنی ملاتړ هم راسره دی، مسلکي ټیم او قوي ډله هم لرم. ولس ښه ډیري رایي ورکړې او پر خپل مخالف ډاکټر عبدالله باندي بریالی سو. خیر خیریت وو چي د یوه مشروع ولس مشر په صفت یې لوړه کړې وای او د پاکو خلګو څخه یې یو بې طرفه حکومت جوړ کړی وای، د سیاسي واک عادلانه ویش ته یې زمینه برابره کړې وای او ولس ته یې د حکومت والي په چارو کي د مداخلې حق ورکړی وای. د رڼو، درغلیو څخه پاکو او مناسبو ټولټاکنو لپاره یې ولس محوره ټاکنیز میکانیزم جوړ کړی وای. ولایتي او ولسوالي شوراوو ته یې د والیانو او ولسوالانو د برطرفه کولو واک ورکړی وای. د امنیت ملي پراخ واکونه یې راکم کړي وای. د ولس په داخلي ټولنیزو او سیاسي چارو کي یې د دولتي ادارو خصوصاً امنیت ملي د مداخلې مخه یې نیولې وای. د دولتي خدماتو د کمیت او کیفیت د سمون لپاره یې د وزارتونو ولایتي او ولسوالي څانګو ته واکونه او منابع سپارلي وای. دې اصلاحاتو به د دولت جغرافیایي نفوذ ته خورا زیاته پراختیا ورکړې وای. که ده د طالبانو بندیان بې قید و شرطه ایله کړي وای نو طالبان مجبور وه د صلحي خبرو ته د ده پر شرایطو حاضرسي (ځکه چي پر ټیټ پوړ طالبانو او عامو افغانانو به یې یو دروند احسان پروت وای). که طالبانو بابیړی کولای ولس به فشار پر راوړای او طالبان به یې صلحي ته مجبورول.
 
ده څه وکړل... اول خو راولاړ سو چي د جان کیري په غیر رسمي فیصله یې د ولس لخوا ورسپارل سوی واک د ټوپکیانو د استازي سره شریک کړ او ځان یې د هغه مشروعیت څخه بې برخي کړ چي د افغانانو د رایو په برکت ورپه برخه سوی وو، ځان یې د عامو افغانانو په سترګو کي سپک سپاند کړ. بیا پسي راولاړ سو د نامي زوی... پل چرخي زندان ته ورغلی او د طالبانو بندیانو ته یې سپکي سپوري وویلې. نن هغه دی امریکا مستقیماً د طالبانو سره د ټولو بندیانو په خلاصون هوکړه کړې ده. ده بیا هم خاشې پکښي ماتولې، دې ته یې نه کتل چي دا هر سیاسي بندي د یوې پښتني قبیلې د یوې افغاني کورنۍ غړی دی. د ده د کابینې دې نامعلومه ویس قرنیانو او د کابل بې مور و بې پلاره ټیکنوکراټانو یې باید سهار و ماښام په داغه پل چرخي کي د دې بندیانو پښې ورمچولای څو د ویده ولس د نوکري ګټي یې تل خوندي پاته وای. پر افغانستان باندي د حکومت کولو خوبونه هم وینې او افغان ملت هم ځان ته خښموې، دې ته وایي خره لوچګي. دا چي غني څومره د نړۍ په زورورو کي واسطه لري هغه ځان ته خبره ده خو ولسي ملاتړ ته د واکمن اړتیا ځان ته یو حقیقت دی. دا سوال که خپله د ده څخه وسي چي ایا یو دوراغجن، بېقوله، دوه ژبی او بد دیانته، هر دم خیاله، برګ طبیعته سړی د ولس مشري، وزارت، ریاست، ملکتوب یا حد اقل د چوپاني قابلیت لري؟ شاید جواب یې په منفي کي وي. تر کومه پوري چي امر الله صالح ته لمړۍ مرستیالي او دستم ته د مارشالي ورکولو خبره ده........ هغه امریکایان وایي چي نو کمنټس (no comments).
 
نور بيا...