د بشري ټولني پارازیټونه – درېیمه برخه

دوهمه ستره حربه د دې مافیاوو بانډبازي ده چي د لاري یې دوئ د بشري ټولني د اشغال لپاره کار اخلي. د عادي جنایت او سازماندهي سوي جنایت توپیر په دې کي دی چي عادي جنایتکاره د څو جنایتونو وروسته یا خو نیول کیږي یا رسوا کیږي. سازماندهي سوي جنایات تر اوږدې مدې پوري دوام کوي او د عوایدو دایمي سرچینې ګرزي. فرق یې دا دی چي غیر سازماندهي سوې غلا کي غل د خپل شخصي مهارت او استعداد په زور د پولیس، چوکیدار، څارنوال، قاضي او شاهدانو په سترګو کي خاوری پاشي او خلګ شکوي. هر یو یې په لټه کي وي. هر څومره چي تکړه سي، یوه ورځ نیول کیږي. که ونه نیول سي د الله تعالی ج لخوا یو هدایت ورته وسي او توبه ګاره سي. کله کله حتا د نورو غلو دښمن هم سي. لاکن په سازماندهي سوې غلا کي بیا ملک، قاضي، څارنوال، پولیس، ولسي رهبر او چوکیدار ټوله د یوه بانډ په توګه سره شریک وي او غل د دوئ یو عادي قراردادي وي. په سازماندهي سوې غلا کي مهمه نه ده چي غل دي یو تکړه او با اسعتداده کس واوسیږي. فقط چي شوټ و شل نه وي، کولای سي چي یو بریالی غل واوسیږي. فقط او فقط باید خپل وجدان ویده وساتي که نه د خپل ژونده به هم لاس پریولي، ځکه چي دی یوازي غلاوي نه کوي بلکه د غلا واقعي شریکانو یعني قاضي، څارنوال، ملک، پولیس او چوکیدار رازداره هم دی. دا سازمانونه خپل ثروت د سازماندهي سوي جنایاتو د لاري برابروي او د سازماندهي سوي جنایاتو د ساتني لپاره پراخ بانډونه رامنځته کوي. دوئ د خپل رامنځته سوي جنایت په مقابل کي راپورته کیدونکې دعکس العمل پروسه هم انحصار کوي. د بیلګي په توګه چي کله یې اسلامي خلافت د فلسطین د ځمکي د اشغال لپاره د یهودو لخوا مطلق د بینه یووړ او د هغه د ځای ناستي په توګه یې د اسرئیل کالونیسټي پلازمینه رامنځ ته کړل، په ورته وخت یې د اسلامي خلافت د احیاء حرکت هم په فلسطین کي د خپلو سږمو لاندي د حزب التحریر په نوم رامنځته کړ. اوس که په اسلامي امت کي دومره عقل وای چي دا سوال ورته پیدا سي چي د اسلامي خلافت د احیاء ډله ولي په اسرائیل کي رامنځته کیږي؟ نو مسلمانانو به په بریالیتوب سره د اسرائیل د تاسیس مخه نیولې وای. یهودو حزب التحریر جوړ کړ. چي د نړۍ په هر کونج کي د اسلامي خلافت د احیاء مفکوره په څو کسانو کي پیدا سي، حزب التحریر د فرانسي، اسټرالیا، امریکا، برطانیې او فلسطین څخه په فضایي شټل کي ځان ورسوي او دا ځوانان پر ځان راټولوي لکه هغه د مچانو تلکه او بیا یې د بینه وړي (دلته په کندهار پوهنتون کي هم د حزب التحریر غړي پیدا سول چي د داعش لپاره یې جلب وجزب کاوه، بیا په د طالبانو د حکومت نیولو سره د طالبانو استخباراتو نه یوازي سپین کړل بلکه په کابل کي یې لوړ موقفونه هم ورکړل). په نړۍ کي د ښځو څخه د جنسي سوء استفادې، الکهولو، تنباکو، او مخدراتو مارکیټ د دې ډلي په انحصار کي دی. دې ډلي د دې کاروبار د ساتني لپاره په خپل مصرف د دې ټولنیزو مخربینو پر ضد فعالیت کونکي سازمانونه رامنځته کړي دي چي د دې فسادونو پر ضد یوه سمبولیکه، غیر موثره او بې ثمره مبارزه پرمخ وړي. بل داسي مرجع چي په واقعیت کي د دې فسادونو پر ضد راپورته کیږي، دا سمبولیک مبارزین تر ټولو تر مخه په خبریږي او هغوئ د خپلو حریفانو په توګه پیژني. لمړی خو خپله د خپلو حریفانو د بدنامولو او د بینه وړلو هڅه کوي. کله چي هغه ډیر مقاوم ثابت سي نو بیا یې په ځان کي د جذبولو او شریکولو هڅه کوي او که هغوئ همکاري ته اماده نه سي بیا نو خپل باداران پرې خبروي. دوئ چي کله د ښخو او ماشومانو د جنسي سوء استفادې کاروبار په لاره اچوي نو د حفاظت لپاره یې داسي یوه ټولنه هم رامنځته کوي چي ظاهري ایجنډا یې د ښځو او ماشومانو د جنسي سوء ساتفادې مخنیوی وي. کله چي د مخدره موادو کاروبار په لاره اچوي داسي یو نړیوال ځواک اداره پر چوکیداره کوي چي دتاسیس او فعالیت هدف یې د مخدره موادو د قاچاق مخنیوی وي. یو څو عملي بیلګي د ملګرو د پوهاوي لپاره. افغانستان د کافرو ځواکونو په لاس اشغال سو چي دا کافر اشغالګر اصلاً  افغانستان ته د دې لپاره راغلي دي چي د دې هیواد ټولنه د دې یهودي انحصاري مافیاوو اشغال ته اماده کړي او د ټولني د دفاعي ځواک د بینه وړلو وروسته بیرته ووځي او دا مافیاوي پریږدي چي دلته د خپل دایمي نفوذ ریښې وځغلوي. اوس دا مافیاوي راولاړیږي د دې اشغالګرځواک پر ضد د طالبانو په نوم رامنځته سوې جبهه کي خپل خلګ ځای پر ځای کوي. کله چي د دې ټولني یو بااستعداده ځوان د بهرني اشغالګرو پر ضد د جګړې د هوډ تر څنګ د دښمن د شکست یو پیاوړی پلان هم ولري. دی په ډیر مخفي توګه ځان تر دې مقاومتي ډلي پوري رسوي، ځکه چي د خپل هدف ترلاسه کولو کي دا یوازینۍ مرستندویه مرجع بولي. دا همداسي دی لکه ښکاري چي د مارغه په دام کي بندولو لپاره د هغه د خوښي خواړه په تلکه کي ایږدي. کله چي دا شخص تر مقاومتي ډلي پوري ځان ورسوي او خپل واقعي جوهر ښکاره کړي، د اشغالګرو بادارن په خبریږي او د هغه د بینه وړلو لپاره پر وخت اقدام کوي او کزاره یي خلګ یې ژوندي او فعاله ساتي چي سم دلاسه بااستعداده مومنان جزبولو او دبینه وړلو پروسه جریان ولري او دوئ ته هیڅ کله ګواښ پیښ نه کړي. د فلسطین د مقاومت تر څنګ ټوله اوږدمهاله جګړې د دې تکتیک برخه دي. دا اوږدمهاله او صبر آزما ستراتیجي ده خو د یوه انسان لخوا د بل انسان څخه د ځمکي ملکیت ترلاسه کول هم یو ستره لاسته راوړنه ده چي په یوه صبرازمان ستراتیژي ارزي. د سترو ښارونو رامنځته کول او د وحشي طبیعت مطلق دبینه وړل یې یو بل مثال دی. کله چي یو انسان د یوه کلي یا د یوه ښار د خلګو سره د ټولنیزو اصولو پر سر په جنجال کي راسي، دی مجبور دی چي وحشي طبیعت ته کډه وکړي لکه ابراهیم علیه سلام چي د بابل ښار څخه کډه وکړل او یا نور پیغمبران علیهم السلام چي د خپلو یاغي قومونو د ښارونو څخه ووتل نو طبیعت ته به یې پناه وړل او د یوې نوي ټولني بنسټ به یې کښیښودی. دا چي نن زموږ په چاپیریال کي ځنګلونه سوځول کیږي، وحشي طبیعت چور او تالان شروع دی، ځنګلونه، څړځایونه، حتا بحري سرچینې په مختلفو پلمو د بینه وړل کیږي؛ دا په حقیقت کي د انسانانو د فردي خپلواکي د محدوده کولو د یوې ستري ستراتیژي برخه ده. یووخت به د یوه ښار د څو زرو اوسیدونکو د غذایي موادو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره به په سلهاو کلیو کي د کښت، کروندې، مالداري فعالیتونو باندي په لکهاوو خلګ بوخت وه او دا ښار بیا د نړیوال تجارت د لاري د اطرافي ژوند لپاره اضافي عواید او سرچینې برابرولې. هر یوه به کورنۍ درلودله او هره کورنۍ به د ټولنیز مسئولیت کي یوه فعاله شراکتداره وه چي د حکومت سره به یې د اقتدار په عملي کولو کي فعاله ونډه لرله. نن یوه ملټي نیشنل کمپنۍ ده چي دبشپړو بشپړو هیوادونو لپاره تولید کوي، په ملیونونو کاریګر لري چي د ارزښت، ماهیت او فکري سویې په اساس تر یوه مریي زیات نه دی. د دې کمپنۍ په ګرانبیه ماشینري یو خپلواک انسان د سلهاوو خپلواکو انسانانو په اندازه تولید کوي. دلته دغه فکر هیڅ څوک نه کوي چي دا خپلواک شخص خو یوازي تولید نه کوي. د ټولني د اداره کونکي ځواک لپاره یو صادقه ولاد هم روزي. د بحران په حالاتو کي د خپلو شخصي زخایرو څخه دولت ته مرسته رسوي. د چارواکو په ټاکنه کي د خپل خپلواک فکر څخه د ښه انتخاب لپاره کار اخلي. دا ملټي نیشنل کمپنۍ په لمړي سر کي لکه ځوان دیب د ټولني ټول بار یې پر سر اخیستی وي، کله چي بحراني شرایط راسي نو بیا دا کمپنۍ لکه مړ دیب پر ټولني رالویږي او په ملیونهاوو انسانان تر ځان لاندي چختاڼوي. دا مافیاوي یوازي سیاست او اقتصاد نه انحصاروي. دوئ د پوهانو د ټولنو په رامنځته کولو سره علمي مسلکونه لکه طب، زراعت، انجنري غرض هر هغه مسلک انحصارولو هڅي کوي چي زیات څخه زیات خلګ اړتیا ورته لري. د دې مافیاوو د بریا یو ټکی دا هم دی چي دوئ ځان ته ورته ساختارونه هر ځای تقویه کوي. که په یوه کلي کي یو شخص ملک وټاکل سي او هغه ملک د خپل ولس د خدمت پر ځای د خپل اقتدار د پراخولو هڅي پیل کړي. په دې لاره کي مړي وکړي، لوچګان یا د کرایې قاتلین وروزي، دا مافیاوي د لیري ځایه خپله مرسته ورسوي او د هغه ځواکونو په ځپلو کي مرسته ورسره کوي چي د ده د انحصار د تور د شلولو هڅي کوي (ښه بیلګه یې د کندهار یا هلمند ولایت حاجي بشر قاچاقبر دی). ښه بیلګه یې د سوریې د بشارالاسد حکومت وو. بشار الاسد مستقیماً شاید دې مافیاوو ته ډیر ستر باج نه ورکوي خو یو رسمیت شاید ورسره ولري. دده پلار په دوهم عرب اسرائیل جګړه کي د اسرائیل سره د بریا لپاره ډیري مخفي مرستي کړي وې. کله چي په دې وروستیو کي سني عرب د ده پر ضد راپورته سول، دې یهودي مافیاوو د خپلي اغیزي لاندي عربي استخباراتو ټولي ادارې د ده په ملاتړ وکارولې، حال دا چي دی دی د عرب نړۍ دښمن ایران سره نیژدې عقیدوي او استخباراتي اړیکي لري او د شانګهای تړون د لاسپوڅو څخه دی. زموږ ستر امام ابوحنبفه رح کورنۍ هغه مسلمانه کورنۍ وه چي د اسلام د څلورو خلفاء راشدینو دور یې تجربه کړی وو او هم یې د اسلامي سیاسي نظام سقوط ترخه څپه تجربه کړې وه. دا چي دا کورنۍ عربو ته د افغانستان د سیمو څخه انتقال سوې وه چي هغه مهال د فارس برخي وې نو د سیاسي نفوذ څخه بې برخي وه. زموږ امام اعظم صاحب رح دا ترخه مشاهدات په سترګو لیدلي وه چي یوه متنفذه کورنۍ د خپل اقتدار د وسعت لپاره څومره سترو جنایتونو ته لاس اچوي. د الله تعالی ج د وروستي پیغمبر ص لخوا چي خپل کهول بلل سوی وو یعني د بي بي فاطمې رض او حضرت علي رض کهول څومره په بې دردي سره د بني امیه او د هغه حلیفو قریشي قبایلو لخوا په شهادت ورسول سول. د امام اعظم صاحب رح دوراندیشه سترګو داسي یو سیکټور هم مشاهده کړ چي د عربو حریص سرداران ورته متوجه نه وه چي انحصار یې کړي. هغه د علم سیکټور وو. په یوه ټولنه کي دور اندیشه خلګ اکثره صنعت ته مخه کوي، چي صنعت آني ګټه نلري، ځکه نو رقابت هم پکښي نه وي. کله چي صنعتکاره یو صنعت پوختیا ته ورسوي چي ګټندویه سي نو بیا حریفان ځکه حریفي نه سي ورسره کولای چي دده په اندازه تجربه ورسره نه وي. امام اعظم صاحب رح هم یو صنعتکاره وو چي د وریښمو صنعت یې عربو ته راوړی وو. امام اعظم صاحب رح د فقهي او شرعي علومو په سیکټور کي دومره پراخه پانګونه وکړل چي د وخت واکمنان ځني په ویره کي سول. خو دوئ دومره ناوخته دا خطر درک کړ چي نور اوبه تر ورخه تیري سوي وې. د امام اعظم صاحب رح یو شاګرد وو په نامه د ابو یوسف چي فقهاء یې د قاضي ابو یوسف په نوم پیژني. ځیني خلګ په غلطي سره امام ابو یوسف هم ورته وایي خو هغه امام نه وو. قاضي ابو یوسف لکه دا زموږ د کندهار حاجي اغا لالی دستګیري (د خدای بخښلي شهید احمد ولي خان ډیر بد ځني راتلل) خورا د پرمختګ شوقي وو. پر ده باندي امام اعظم صاحب رح ډیر پانګونه وکړل چي د حنفي فقهي فکري مکتب خدمت ته ادامه ورکړي او د ده ځای ناستی سي. قاضي ابو یوسف د امام اعظم صاحب رح د شهادت وروسته لمړی شاګرد یې وو چي د وخت د ظالم حکومت د ستر قاضي موقف یې د لوړ معاش په مقابل کي قبول کړ. و قاضي ابو یوسف ته د امام اعظم صاحب رح د خدمت درک هغه مهال ولګیدی چي کله د خلیفه هارون رشید په غوښتنه د نورو لایقو قاضیانو د استخدام ته اړ سو. کله چي یې د کاندیدانو څخه امتحان اخیستی نو د حنفي مکتب یو بل شاګرد عریضه یې ولیدل. ده غوښتل چي د خپل هم مکتب علمیت امتحان کړي. هغه ته یې څو سختي قضایاوي ورمخته کړې. کله چي به هغه دا قضیې فیصله کړې او دده لیدو ته به راغلی، ابو یوسف پوه سو چي د امام اعظم صاحب رح مکتب څومره پراخ وو او تر ده ډیر لایق شاګردان یې روزلي وه. که څه هم د مذهبي رهبري انحصار ګر د امام اعظم صاحب رح په مذهبیانو کي پیدا سول چي د ضخیمو ضخیمو کتابونو د تصنیف د لاري یې د حنفي فقهي بنیادي اصولو څخه د مسلمانانو د توجه د لیري کولو هڅي وکړې خو د هغه سربیره د امام اعظم صاحب رح فکري مکتب نن هم داغسي غني دی چي داسي علماء او فقهاه ځني فارغه کیږي چي د وخت د ظالمو او انحصارګرو واکمنانو درباري علماوو فتواوي او په دین کي مداخلې په اوبو کي لاهو کوي.
 
په ننني عصر کي د وخت بانفوذه مافیا ډیر کاریدونکي تکتیکونه: دا چي د کاتولیک کلیسا او هم د قریشو د مافیا ډیر زور ختلی دی او د نړۍ په ډيرو چارو کي د یهودو سرمایدارانو مافیا سکه چلیږي نو دوه تکتیکه چي یهودي مافیاوي یې په ډیره فراواني کاروي. یو تکتیک یې د دولتونو د استخباراتي ادارو پیاوړتیا او انسجام دی او بل تکتیک یې په پر مختللو ټولنو کي د ناقلینو قدرت مندي ده. اوس که افغانستان ته وګورو دلته امریکا، پاکستان، اروپایي هیوادونه او نور سره ښکیل دي. د دوئ خپل منځي ډیپلوماټیکي اړیکي ډیري پیکه دي. نه یې د سیمي په اړه داسي تړونونه وکړل او نه یې داسي پروژې پلي کړې چي دلته د خپل لاسپوڅي حکومت خدماتي اړخ او اثروروسوخ تقویه کړي. البته موږ وینو چي سي آی اې، آی ایس ای او نوري استخیاراتي شبکې بشپړ فعاله دي، جګړې پلانوي، خپل لاسپوڅي تر لوړو موقفونو رسوي او د تورو بازارونو په تقویه بوخت دي. حال دا چي د دې ټولو هیوادونو استخباراتي فعالیتونو کومه مادي ګټه دې هیوادونو ته نه رسیږي. د دوئ بل کړي اور د افغانستان د تجارتي لارو څخه د غیر قانوني تجارت (قاچاق) ته ډیره وده ورکړل چي ګټه نامعلوم جیب ته روانه ده. وایي چي د افغانستان څخه ستانه سوي امریکایي عسکر څخه ملګري وپوښتل چي هلته څه قصې وې؟ ده جواب ورکړ چي ملګرې خره ګډوډي وه، ښه سو چي ځني راووتلو. موږ به طالبان وژل، طالبانونو چي ځني راووتلو بوخت ديلوړو موقفونو رسوي  موږ وژلو. دریمي پارټۍ بیا موږ دواړه وژلو. ملګري پوښتنه ځني وکړل چي دریمه پارټۍ بیا څوک وه؟ امریکایي عسکر جواب ورکړ چي سي آی اې. اوس نو ګز پر کښیږدئ. جنرال رازق باندي طالبانو زاره وچاودل چي په قومنداني کي یې ووژني، په جګړو کي یې ووژني یا په بولدک کي یې ووژني. هیڅ ځای یې لاس نه ورته برابریدئ. آخر یې د کندهار د ولایت په هغه موشغار سرای کي د جنرال ملر تر سږمو لاندي چړې ته برابر سو چي په ګرده کندهار ښار کي دغه ځای وو چي د امریکایي ځواکونو د مستقیم نظارت لاندي وو. ډونلډ ټرمپ د ملابرادر او اشرفغني سره په کیمپ ډیوډ کي لیدلو پلان جوړوي، د دې پلان د شنډولو لپاره د کابل ښار د وزیر اکبرخان سیمه کي په داسي ځای کي یو امریکایي عسکر په ځانمرګي برید کي د بینه ځي چي هلته د یوې دقیقې لپاره هم د موتر درولو اجازه نسته. نن هم که د پیښي ویډیو وګورو او فقط د خره په اندازه عقل ولرو لا به پوه سو چي بریدګرو ته لارښونه داسي چا ورکول چي د دې امریکاي عسکر د موټر په خط سیر او حرکاتو څخه په دوامداره توګه باخبره وو. که د موضوع زریفو نقاطو ته متوجه نه سو او د پنډو پنډو توضیحاتو په رڼا کي د طالبانو د رهبري څخه فقط دومره پوښتنه وکړو چي د کابل په رړه کي امریکایي نظامیان او ملکیان وژلای سئ نو دا کابلي پشخول لکه دوستم، صالح، غني، عبدالله، یونس قانوني، سیاف او دا بلاو بدتر ولي نه سوای په نښه کولای چي د بهرنیانو د وتلو وروسته ستاسو د اقتدار په لاره کي یوازینی خنډ وه. اجازه مو نه لرل او که هغه نوري پیښي تاسي تش په نامه ځان ته منصوبولې او دا چي اصلي عاملین یې نور څوک وه. د ۹/۱۱ پیښه یر اسامه او یو څو عربانو باندي تاوان سول. لاکن کله چي په امریکا کي د افغان جګړې سره علاقه مخ په کمیدو سول موږ ولیدل چي هلته د تور او سپین تعصباتو، وسلوالو بریدونو پیښي په کثرت سره کیدلې. د ۹/۱۱ په ورځ هم د ولسي تلفاتو د لوړولو لپاره هلته موټر بم بریدونه سوي وه. اوس امریکایان پوه سوي دي چي د دوئ کورنی دښمن د دوئ په خپل منځ کي دی چي د دوئ د استخباراتو، لوړپوړي مامورینو او سیاسیونو یوه اعظمه برخه یې په لاس کي ده. یو بل ستر تکتیک چي دا مافیاوي کارځني اخلي هغه د غیر قانوني ناقلینو په واسطه د یوه اباد او ښیرازه هیواد اشغالول دي. دا یو ډیر لرغونی تکتیک دی چي یو وخت رومیانو کار ځني اخیستی وو. ویل کیږي چي د روم امپراتوري چي پراختیا وموندل نو ډیر ملتونه پکښي راګډ سول. رومیانو د دوئ په سیمو کي خپلي کالونئ جوړي کړې چي هلته به دوئ خپل عسکر او د هغوئ فامیلونه ساتل. د شاوخوا کلیو ځمکي ځایي خلګو ملکیت وې، هغوئ به کرلې او رومي کالونیو ته به یې باجونه ورکول. د دې باجونو څخه رومي عسکرو او جنرالانو معاشات ورکول کیدل. کله چي رومیانو د شمالي افریقا کورتاژ ښار فتح کړ نو د هغه ښاره څخه خورا زیات مریان په لاس ورغلل. هر رومي جنرال ته په سلهاوو مریان ورسیدل. بیا به نو دې رومي جنرالانو ځایي خلګ د خپلو مینو او ځمکو څخه وشړل، د هغوئ ځمکي به یې اشغال کړې بیا یې په خپلو مریانو باندي کرلې. بیا دا حربه د رومي تکتیک دایمي برخه وګرزیدل. کله به یې ځای میشتي قبایل په خپل منځ کي په جنګ واچولې. بیا به یې د ضعیف طرف په ملاتړ مداخله وکړل اوقوي طرف به یې مغلوب کړ. هغه ضعیف طرف چي جګړې به نور هم ضعبفه کړی وو، هغه به یې د ذلت امیزه شرایطو لاندي کړ چي یوې خوا ته به مرګ وو، بل طرف به تر مرګ بدتره ژوند وو. د روم د امپراتوري په اطرافو کي همدا ظالمانه سیاستونه وه چي د روم ډیموکراسي یې تر سیوري لاندي راوستل، د سناتورانو پر ځای د ټولني واک د جنرالانو لاس ته ولویدی او په وروسته وختونو کي د رومي امپراتوري پر ضد یې پراخ پاڅونونه رامنځته کړل. نن عصر کي دا یهودي مافیاوو څه کوي؟ ایا د سترو کارپوریشنونو او شاهي کورنیو د سیوري لاندي د خلګو کاروبارونه او ملکیتونه د کاذبو بحرانونو په راوستلو سره یو ځل ارزانه کړي او بیا یې په ناچیزه بیه رانیسي او وروسته په معاش درول سوو خلګو لاندي هغوئ پر ګټه اچوي. په دوو نړیوالو جګړو کي یې د جرمني، فرانسې، انګلستان او نورو هیوادونو ملیونونو انسانان ووژل، بیا یې د هغوئ عوضي د هند، پاکستان، ترکیې او نورو بېوزله هیوادونو په ملیونونوانسانان هلته راوستل او د خپلو مطیع مریانو په صفت یې هلته میشت کړل. هغه وژل سوي ملیونونو انسانان هغه وه چي په دې هیوادونو کي یې ملکیتونه او کوچني کاروبارونه لرل. هغوئ ځانونه د هغه هیوادونو مالکین بلل چي هر یوه څو څو نسله هلته اوسیدلي وه. دا نوي وروستل سوي انسانان بیا داسي وه چي هلته به د کرایې په ځایونو کي اوسیدل او د خپل کار او معاش سره به یې کار وو، په سیاسي مسائلو کي به مطلق بې سیواده وه. د هغه هیواد تاریخي ملي ارزښتونو او افتخاراتو په اړه به یې نه معلومات لرل او نه علاقه. پایله داغه سول چي هغه ملتونه اوس تش په نامه ملتونه پاته دي. د هغه ځایونو خلګ اوس لږ لږ دې دسیسې ته متوجه سوي دي چي د ناقانونه کډوالو پر راتګ سپک اعتراضونه کوي، د هیواد جغرافیې څخه ډیر لیري نامعلومه اهدافو لپاره کیدونکي جګړو مرموزه مصارفو باندي تندی ترشوي. خو یهودي مافیاوو هم د دوئ د توجه د پاشلو لپاره ډول ډول جنجالونه ورته جوړوي. دا چي د نړیوال سیاست محور اوس امریکا ده. اروپا، انګلیستان او د هغوئ ټولي مستعمرې اوس پر امریکا راټولي دي او د نړۍ د اقتصاد ډیره برخه هم اوس په امریکا کي ده. طبعي خبره ده چي د یهودي سازمانونو یوازینۍ پټه وسله (ثروت) هم د امریکا او د هغه اتحادي هیوادونو په کي ګرو کي ده. دا چي د یهودي مافیا د ثروت راټولولو آلې (ملټي نیشنل انحصاري شرکتونه) تر ډیره په دې هیوادونو کي موقعیت لري، د دې هیوادونو د ولسونو چوپړ هم دې مافیاوو پر ځان لازم کړی دی. دا چي د دې هیوادونو ولسونه ورځ تر بلي د خپلو ټولنیزو حقوقو په اړه پوهاوی او تقاضا زیاتوي. او ورځ تر بلي دې ته متوجه کیږي چي واکمنان یې باید د دوئ ملي حقوقو او ملي ګټو ته اولیت ورکړي، دا د یهودي سازمانونو لپاره د خطر زنګ دی. دا هغه حالت دی چي یهودي سازمانونو وختي لا پیشبیني کړی وو. همدا پیشبیني وه چي نن روسیه او چین او اټومي ابرقدرتونه دي او پر دې خبره تینګار کیږي چي ایران هم اټومي ابر قدرت سي. د یمن، سوریې، عراق، افغانستان، لیبیا او مصر کي د تیرو دوو لسیزو سیاسي تحولاتو تر ډیره حده پوري د دې سازمانونو د راتلونکو مخفي پلانونو په اړه غربیان پوه کړي دي. هغوئ که څه هم په دې پوهیږي چي د شانګهای تړون پروژه بل څه نه ده پرته له دې چي پر نړیوال اقتصاد باندي د امریکا، برطانیې، اروپایي اتحادیې او د هغه د ملګرو انحصار سره رقابت وسي. دا چي دا سازمانونه غواړي چي په فلسطین کي رامنځ ته سوې خپله کالوني خپلي ادارې لاندي نورو هیوادونو د ادارې مرکز وګرزوي؛ دا خبره هم اوس د چا څخه پټه نه ده پاته. په سپوږمۍ او مریخ کي د انساني ژوند د امکاناتو د پلټي هڅي خلګ پر دې باندي قیاسوي چي د دې سازمانونو عالي رهبري د یوې دریمي نړیوالي جګړې تابیا نیسي. دا چي په دې جګړه کي به اټومي وسلې هم کاریږي او د بشریت یوه ستره برخه به د بینه پکښي ځي او پر مجموعي بشریت باندي یې اغیزي نامعلومي دي نو ځکه د دې مافیاوو رهبري غواړي چي د جګړې د پیل څخه وړاندي هلته انتقال سي څو په نړۍ کي د خپلواکي دعوه لرونکي بشریت د محوه کولو په لاره کي ددوئ د شخصي ژوند خطر خنډ ونه ګرزي. یو عادي شخص به وایي چي ایا په نړۍ کي تر دې حده لیونیان هم د مرستونونو څخه دباندي وجود لرلای سي. جواب یې د کوئیډ-۱۹ غمیزه ده. دا چي د ووهان لابراتوار رازونه ورځ تر بلي افشاء کیږي، یو شخص ته سوال پیدا کیږي چي په دې کي به د چا څه ګټه وي؟ جواب یې ساده دی چي نن ورځ دولتونه په ملیونونو ویاله واکسینونو په بې سده ډیرو پیسو رانیسي. یو چا دا پوښتنه هم کړې ده چي د دې واکسین پر خامو موادو مصرف څو راځي او ګټه څومره پر اچول سوې ده. ډاکتران خو خبر دي چي واکسین تش سپیني اوبه دي چي مړژوانده د کرونا ویروسونه یا د هغه ځیني برخي پکښیکي دي. او د ویروس تولید بیا څه مصرف غواړي. حالات ورته مساعد کړه دی خپله په دقیقه او ثانیه کي چیچ کوي، تر ملیونونو اوړي. نیمی ژوندي وساته او په ښاورنو کي یې وښینده چي خلګ ووژني او پاته نیمایي یې مړه کړه او د واکسین نوم ورکړه، په پیسو یې د هغه ښار پر ژوندیو باندي خرڅوه. پلان چي تر ټولو ساده وي هغه تر ټولو ښایسته وي. دا چي ولس مشر هم درسره شریک وي، د عامي روغتیا وزیر هم درسره شریک وي، بیا نو پروژې او قراردادونه دي د نامي  زو. هو دا د امضاء پر وخت چي دي لاس ستړی کیږي، دغومره خواري خو په هر کار کي سته. د دولتي خزاینو څخه په مختلفو پلمو پیسې کشول خو د دوئ ورځني فعالیتونه دي، لکه د مکتب معلم چي هره ورځ مکتب ته ځي، حاضري امضاء کوي، بیا د ورځي تقسیم اوقات ګوري او د هغه مطابق هر صنف ته ورځي او د هغه ورځي درس ورته وایي. د نړیوال بشریت لپاره هغه مهال خبره غوا کیږي چي دوئ یوه ستره زمینه وویني او بیا د هغه د لاسته راړلو لپاره د یو شمیر ملتونو د مخي لیري کولو لپاره یو شمیر ملتونو ته ټیکې ورکړي. لمړی خو دا خبره په یاد وساتو چي د سوفیزم (Sophism) فکري مکتب یو ډیر لرغونی فکري مکتب دی. د یونان د فلسفې پلار سقراط چي د فلسفې د علم بنسټ کښیښود او د هغه بنسټیز اصول یې کشف کړل نو د هغه اصولو پر بنسټ یې د اتن په ښار کي د سوفیسټانو شبکه کشف کړل. سقراط په دې و پوهیدی چي د ده د ټولني یو څو چالاکه اولټ انسانان، نور غالب اکثریت انسانان د پوسونو په شان پیایي. ده د دې فکري مکتب ټول اصول کشف کړل خو په عوض د دې چي د دې مکتب د پیرویانو په منځ کي د ممتازه مقام حاصل کړي او ځان هوسا کړي، ده هڅه وکړل چي دا غافل انسانان د هغوئ د تفکر د قوې په راویښولو سره د دې روان ټولنیز مکر پر ضد یو سپیڅلی انقلاب راولي خو ونه توانیدی. سوفسټان چي د ده په عزایمو پوه سول، داسي لوبه یې ورسره وکړل چي یا به خپل هغه اصول د پښو لاندي کوي چي ده یې پر عملي کولو تینګار کاوه او یا به مرګ قبلوي. سقراط خپل اصول وساتل او تر ژوند تیر سو خو سوفیسټانو خپل برخه ژوند تر پایه ښه په عیش و نوش تیر کړ. بیا که څه هم د ده شاګردانو د ده مبارزه مات کاڼي او تش ترازو پر مخ یووړل او د څو نسلونو په درشل کي یې خپله علمي مبارزه جاري وساتل خو د سوفیزم فکري مکتب یې مغلوب نه کړای سوای. د بشریت وروستی لارښود او خاتم الانبیاء سیدنا رسول اکرم ص په مدینه منوره کي د یوې خالصي اسلامي ټولني تاداو کښیښود خو د سوفیزم فکري مکتب بیا هم په مدینه کي د منافقینو د فرقې په شکل باقي پاته سو. په اسلامي تعلیماتو کي سوفیسټان د منافقینو په نوم نومول کیږي. د مدینې منورې منافقین خپله د رسول اکرم ص په ژوند کي وتوانیدل چي د اسلام یو جعلي نقل رامنځته کړي او خپل ځان ته یو بیل مسجد جوړ کړي. که څه هم رسول االله مبارک ص د الله تعالی ج په امر هغه مسجد ته د مسجد ضرار نوم ورکړ او د شپې په تیارو کي یې هغه وسوځاوه خو دې فتنې دوام پیدا کړ. د سوفیزم فکري مکتب انسان ته د خپلو شهواتو او خواهشاتو د تعقیب او د ټولني په وړاندي د خپلو مکلفیتونو څخه د تیښتي لاري چاري ورښیي. خود خواه انسانان و دې فکري مکتب ته داخلیږي او هغه ټولني ځبیښي چي دوئ ژوند پکښي کوي. کله چي د یوه وجود خپله برخه حجرات خپل طبعي مسئولیتونه پریږدي او پارازیټي ژوند پیل کړي نو د سرطان نوم ورکول کیږي. سلیم سرطانونه ښه وي ایستل کیدای سي خو ځیني خبیث سرطانونه هیڅ علاج نلري. د ټولني د ځای میشتو غړو مافیاوي د همدې سرطانونو سره ورته والی لري. د سرطاني حجراتو ضرر وجود ته د هغه تولیداتو د کمیت د زیاتوالي له سببه وي چي د دوئ د طبعي فعالیت په درشل کي رامنځته کیږي. کله چي د یوې ټولني یوه طبقه یا طایفه تر خپلي برحقه برخي زیات سیاسي یا اداري نفوذ خاونده سي نو د نورو طبقاتو او طایفو لپاره او په مجموع کي د ټولني لپاره د یوه سرطان حیثیت غوره کوي. مثال یې په سوریه کي علوي فرقې پیرویان دي چي د سوریې د اوسني غاصب رژیم ۸۰٪ پوري اعضاء تشکیلوي. دا ساده منتق دی چي په ټولنه کي هر څومره خودخواه او استفاده جویه کسانو شمیر لوړیږي نو پر ټولني باندي بار زیاتیږي او هر څومره چي د مسئولیتپزیره خلګو شمیر کمیږي د ټولني د بار د زغم ظرفیت هم کمیږي چي بالاخره ټولنه منهدمه کیږي. فوق العاده امتیازاتو څخه برخمن کیدل خپله په انسان کي خودخواهي ځیږوي. موږ ټولنه د خودخواه خلګو څخه بشپړ نه سو تصفیه کولای خو که اکثریت خلګ د خپلو خواهشاتو د تعقیب څخه راوګرزوو او د ټولني په وړاندي د خپلو مسئولیتونو احساس پکښي پیدا کړو او د مسئولیت ناپزیره لوچګانو څخه نفرت په دوئ کي ترویج کړو  نو بیا هغه ټولنه ژغورلای سو. او دا خبره لمر غوندي روښانه ده چي یو څوک پر خدای پاک ج، پسله مرګه ژوندون او د الله تعالی ج له لوري د حساب د ورځي پر قیام باور ولري هغه به فوق العاده مسئولیت پزیره شخص وي او که څوک هیڅ عقیده ونه لري. هغه د خپلو خواهشاتو په تعقیب کي دومره منهمک وي چي هیڅ په دې خبره کي فکر نه کوي چي ایا زه به خالق لرم او که نه یا دا چي زه به پوښتل کیږم او که نه، داسي شخص ته یو ټولنیز مسئولیت سپارل به یقیناً د ټولنیزي ځانونوژني په معنا وي. د توحید او حساب د ورځي د عقیدې څخه ماوراء اخلاقیات داسي دي لکه دا چینایي پلاسټکي وریجي او شیدې چي پر خلګو خرڅول کیږي. که غواړو چي دا یهودي مافیاوي د خپلي قدرتمندي څخه څه ډول کار اخلي او د دې قدرت د کارولو د پایلو یو مبهم څرک ځان ته ولګوو نو راځئ چي فرض کړو چي د ایران سره د اوباما لخوا امضاء کیدونکی تړون پر وخت نه وای رسوا سوئ او هیلري کلنټن د ډونلډ ټرمپ پر ځای د امریکا ولس مشره سوې وای او ایران د امریکا په سیاسي او مالي ملاتړ په یوه ستر اټومي ابرقدرت تبدیل سوی وای. د سعودي ولي عهد شهزاده سلیمان د ولي عهدي ګوښه سوی وای او پر ځای یې یو سیکولر شهزاده د سعودي عربستان پاچا سوی وای نو د شیعګانو قدرت په سعودي عربستان او ټوله اسلامي نړۍ څومره کي زیات سوی وای؟ دا هغه شپې وې چي په افغانستان کي دهري تاجک او اوزبک د مشرقي سمت د کمونیسټو پښتنو سره یوځای د اسلام د ریښو په وهلو بوخت وه او شیعه عناصرو نفوذ د هیواد په امنیتي او انتظامي ادارو کي مخ په پراخیدو وو. هلته په پاکستان کي هم شیعه، قادیاني، اسماعیلي او بنګله دیشي اقلیتونو د ځای میشتو سني اکثریتي ملتونو پر مشرتابه باندي ناتار جوړ کړی وو. د وزیرستانونو خپلواکي سلب سول، په قبایلي سیمو کي پښتانه وځپل سول، په لال مسجد کي قتل عام وسو. په افغانستان کي سني پښتانه د چاپو او بمبارونو لاندي وه. په یمن، عراق، سوریه او لبنان کي شیعګانو پراخ پرمختګونه وکړل. په مصر کي دهریانو اخوان المسلمین په بې رحمي سره وځپل. په برما، فلپین، هندوستان کي سني مسلمانان تر غوبل لاندي وه. په افریقا کي بیا القاعده، داعش، بوکو حرام په شان سلفي کاذب جهادي سازمانونو د جهاد او سني اسلام د لا زیاتي بدنامي لپاره هر ډول جنایتونو ته لاس اچولی وو. د روسیې او چین دهري حکومتونو په خپله قلمرو کي د اسلام د ورکولو لپاره ځان ته تکتیکونه په کار اچولي وه. سني اسلام تقریباً محوه کیدو سره مخامخ وو او دی. خو دا چي د سني اسلام محوه کیدلو او د شیعه فرقې اقتدار پر اسلامي نړۍ، اروپا، امریکا، برطانیه او د دوئ مستعمرات څه ډول اغیزمن کول، پر نړیوالو زمیني، بحري او هوایي تجارتي او سفري خطوطو باندي د دوئ سلطه یې څنګه د سیوري لاندي راوستل؟ هیڅ چا ته اجازه نه وه چي فکر پر وکړي او خبري پر وکړي. حال داچي دا یو حقیقت دی چي ایران د شانګهای تړون عوضوه دی او د نړۍ شیعګان د ایران لخوا اداره کیږي. ترکان خو هغسي هم لکه ماش پر هغه خوا لغړي چي درنه سي. د هرمز تنګي، سویز کانال او د لیري اسیا د کالونیو د لاسه وتل خو د غربیانو لپاره یقیني وه چي وه او اسټرالیا، انډونیزیا، نیوزیلینډ او په تعقیب افریقایي کالونۍ به هم په تدریج سره د دوئ د لاسه وتلې. اوس د شانګهای تړون غړي چین او روس هم د نړۍ پرمختللي غربي فرهنګ لرونکي هیوادونه دي؛ او امریکا، برطانیه، اروپا او نور هم تقریباً ورته فرهنګ لري. لاکن موږ وینو چي د شانګهای تړون هیوادونو دولتونه فوق العاده دیکټاټوره او ولسونه یې په بشپړ ډول د حکومتونو د کنټرول لاندي دي یعني داسي ټولني دي چي ساختار یې د دې تقاضاء کوي چي د نړۍ پر نورو هیوادونو باندي پراخ یرغلونه پیل کړي. وسلوال ځواکونه د ډیکټاټورو نظامونو نظامي پلانونو تطبیق ته اماده او سرمایه داره طبقه و کاري قوه چي د پراخي جغرافیې د لاس لاندي لرلو سره د طبعي سرچینو پراخي زخیرې ته لاس رسی لرلو سره د دې ډول یرغلونو لپاره ازوغه برابرولو بشپړ توان لري. بلي خوا ته د امریکا، اروپا، براطانیې او د دوئ کالونیاني په خپل منځ کي بې اتفاقه، داخلي تفرقو زیاتوالی، بېځایه سیاسي او نظامي پانګوني او تر بدو بدتر دا چي د غیرقانوني کډوالو تر یرغل لاندي هم دي، یعني بهرني یرغلونو ته فوق العاده مواجه. په ډیره اساني کولای سو چي پوه سو چي دا نړیوالي یهودي مافیاوي په نیژدې راتلونکي کي څوک په چا وهل غواړي. اوس که امریکا، برطانیه، اروپا او د هغوئ کالونیاني د دې مافیاوو په قوي ولکه کي نه وای، د هغوئ سیاسي، اقتصادي او ټولنیزعلومو پوهانو کولای سوای چي د هري ضعیف کونکي پدیدې علاج یې را ایستلی وای. اوس که زه د یوه هیواد واکمن و اوسم او زما هیواد ته د ګاونډي هیواده لس تنه مهاجر راسي او زما په هیواد کي واړوي، زما به باڼه هم نه سي په دروند. خو که زما ګاونډي هیواد حکومت دومره ظالم سي چي په زرهاوو انسانان ځني را فراره سي اوزما د هیواد دروازه راوټکوي نو زه درې انتخابه لرم. یو دا چي دوئ په زوره خپل هیواد ته د داخلیدلو منع کړم چي په دې صورت کي  به د انسانانو آزار او د هغوئ څخه د سوء استفادې لپاره به مي یوه زمینه سازي کړې وي. که دوئ ته خپل سرحدونه خلاص کړم او د خپلو اتباعو محدودي سرچینې ورسره شریکي کړم نو خپله ټولنه به مي انفجار سره مخامخ کړې وي. او که زه دریمه لاره دا غوره کړم چي راتلونکي مهاجرو ته په سرحدي سیمو کي کیمپونه جوړ کړم. محدود خواړه او حد اقل معیار باندي اړتیاوي ورپوره کړم او نظامي روزنه ورکړم، تجهیز یې کړم او د خپل ظالم ګاونډي په جغرافیه کي د سیاسي او نظامي مداخلې لپاره دوئ وکاروم نو نه یوازي دا چي خپله قلمرو به مي پراخه کړې وي، بلکه خپل قدرت به مي هم زیات کړی وي. د دې خبري ژوندی مثال پاکستان دی چي د افغانستان په ملیونونو مهاجر یې تر یوې محدودي زمانې پوري قبول کړل، نن یې ټول افغانستان په لاس کي دی. دا چي امریکا او اروپا ولي ورتلونکو مهاجرو څخه ګټه نه سي پورته کولای بلکه د هغوئ په لاس یې ملي هویتونه د خطر سره مخامخ دي، علت یې دا دی چي د دوئ ټولنو وجود ته پارازیټونه داخل سوي دي او هغه پارازیټونو د دوئ د وجود انرجي ژبیښل پیل کړي دي. لوړپوړي دولتي چارواکي او ولسي استازي داسي کسان دي چي نور یې خپل ولس، خپلي خاوري ته نفس تنګ سوی دی. غواړي چي خپل ثروت ځني غوټه کړي او ولاړ سي.  خلګ د دریمي نړیوالي جګړې د ګواښونو خبري کوي. وروره دریمه نړیواله جګړه پیل سوې ده. چین او روسیه عملاً په هند او پاکستان کي واکمن رژیمونه د خپلو ګټو پر محور راڅرخوي. په افغانستان کي ۲۰ کاله دوئ سي آی اې د امریکا سره وجنګول. د چین او هندوستان عسکر یوه ورځ او دوې ورځي په غرنیو سرحدي سیمو کي یوه ورځ او دوې ورځي کبډي سره وکړي. هند وایي چي زه لیري واټن توغوندیو ته اړتیا لرم، چون امریکا یې نه راباندي خرڅوي څو پاکستان خوشحاله وساتي نو زه توغوندۍ د روسیې څخه رانیسم. زما یې په څه چي روسیه د اروپا پر سرحدونو د امریکا سره ښکر په ښکر ده. روسي ځواکونه په سوریه کي ځای پر ځای سوي دي. عرب او کوردان لکه د کونډي غوایان یو وزي نه او بل ننوزي نه. هند، چین، میانمار، ایران، روسیه، او اسرائیل په ظاهره یو د بل مخالف دولتونه دي لاکن د سني مسلمانانو په وړاندي د دوئ مشترکه پالیسي دا جوتوي چي په مخفي پالیسیو کي د یوې مرجع د رهبري لاندي دي. لنډه دا چي هر ځای ډول ډول جنجالونه راپورته کیږي خو په مجموع کي د نړۍ عمومي وضیعت داسي دی چي د غرب حکومتونه د نړیوال ثروت راجمع کونکو ونډه لوبوي. دا راجمع کیدونکی ثروت د یوه نامعلوم قوت په وسیله د یو شمیر نامعلومه او بې ثمره دولتي مصارفو په ترڅ کي د هغه ځایه وځي. د نړۍ یو شمیر شرقي دولتونه بیا د نامعلومو سرچینو څخه ثروت کسبوي او پر خپل نظامي ځواک یې مصرفوي څو ثروت راټولونکي دولتونه وګواښي چي هر ګړی، هره لحظه د برید لپاره درته چمتو یو. او د غرب ثروت ټولونکي دولتونه بیا ورته وایي چي یا جنګ مه کوئ، د نړیوال امنیت روی مو درته نیولی دی. د نړۍ یو شمیر زیات ولسونه چي تقریباً ټوله اسلامي ولسونه هم پکښي شامل دی هغوئ په یوه داسي حالت کي دي چي حکومت یې و خلګو ته غوږ نه نیسي او خلګ یې و حکومت ته غوږ نه نیسي. دا هغه هیوادونه دي چي تش په نامه مستقل دي. ځیني یې بیرغونه او ملي سرودونه لري او ځیني یې تش بیرغونه لري. دا هغه هیوادونه دي چي مستقیماً د نړیوالو یهودي مافیاوو لخوا یو شمیر مقامي مافیاوو ته په ټیکه ورکول سوي او د هغوئ لخوا اداره کیږي. په راتلونکي کي د دې سیمو لپاره داسي پلان سته چي د یوې واحدي یهودي امپراتوري برخه وګرزي چي مرکز به یې بیت المقدس وي. کوم عناصر چي د دې پلان برخه دي او ورته خوشبین دي، داسي وایي چي په دې کار سره به د نړۍ خوشبخت ترین ملتونه بدبخته وګرزي او بدبخت ترین ملتونه به د عیش و نشاط ژوند پیل کړي. دا هغه خلګ دي چي د ۹/۱۱ په پیښه باندي شپږ میاشتي له مخه خبر وه. خو موږ باید د دوئ دا غوړي خبري ورسره ونه منو. حرص او خودخواهي نه خدای پاک خوښه کړې ده او نه هم غیر مسلمان پوهان د دې ډول افکارو ننګه کوي. د الهي ادیانو داعیانو (انبیاء علیهم السلام او د هغوئ مخلص پیرویان) تل د تواضع، تقوا او د نورو د خدمت لاره د بریا او د کامیابي لاره بللې ده. دا ټوله د نړۍ د لوچګانو تکتیکونه دي. او دوئ دا تکتیکونه ځکه په کار اچولي دي چي د نړۍ حکومتونه او ولسونه تل یو له بله سره په جګړه او شخړو کي وي، دوئ ته به په نه زحمت او نه خواري د نړۍ بهترین، پوښاک، بهترینه غذا، بهترین انسانان او اسباب عیش و نوش لپاره رسیږي. که روس، چین او ایران یو طرف وي، برطانیه، امریکا او سعودي عربستان به طرف وي؛ د دوئ خولۍ به په غوړو کي وي. د دوئ اساسي ګټه په دې نړیوالو اختلافاتو کي ده، ځکه که په یوازي سر یو بشپړ بلاک هم د دوئ پر ضد راپورته سي دوئ کولای سي چي د متقابل بلاک او یاغي بلاک د داخلي خاینانو په لاس کي لرلو سره هغه بغاوت د بینه یوسي. دا موضوع په ساده مثال داسي تشریح کیږي چي فرض کړو د نړۍ ټول انسانان په رابطه کي دي. ټول توافق کوي چي نړۍ زموږ ګډ کور دی او موږ ټول په دې ملکیت کي سره شریک یو. ځیني کسان زحمت کاږي، سپما کوي او یوه اندازه ثروت جمع کوي. یو شمیر بیا لټي کوي، اصراف کوي او بې وزله کیږي. بې وزله خلګ راولاړیږي و ثروت مندو ته وایي چي په نړۍ کي ټوله سره شریک یو تاسو د غنمو ګدامونه ډک کړي دي او موږ د پخت دا هم نلرو. ثروت مند ورته وایي چي موږ خواري کښلې ده، تاسو نه ده کښلې. د بشریت د وروري حق مو پر موږ دغومره دی چي د خپل ثروت څخه دومره درکړو چي د مرګه په راوګرزئ. که نور هم زیات غواړئ نو باید زموږ په شان خوارئ وکاږئ او اصراف ونه کړئ. که اماده یاست راسئ چي موږ کار درته وسپارو، ښه مزد به درکړو. ډیر د دې لټانو او مصرفینو څخه اصراف او لټي پریږدي او کار پیلوي. خو د دې لټانو څخه یو شمیر بیا هم د بروت مندانو د ډکو ګودامونو څخه سترګي نه اړوي او د وږو او مسکینانو د اکثریت د ځواک څخه په ګته اخیستنه پر خپل سر د دوئ نمایندګي خپلوي او ثروتمندان په زوره د خپلو ملکیتونو څخه بې دخلوي. اکثریت غریب او مفلس په دې طمع ورسره دریږي چي دا دومره ډک ګودامونه پر عوامو وویشل سي نو ډیر څه به راورسیږي. خو برعکس کله چي د غریبانو استازي د ثروتمندانو پر اموالو قابض سي، د غریبانو په غربت کي کمښت خو نه راځي البته د دوئ استازي چي د غریب د ژوندي پاته کیدو دقیقه اندازه ورمعلومه وي (ځکه چي عملاً یې غربت تجربه کړی وي)، د دوئ په مزدونو کي کمښت راولي او یو څو د ځان په شان سور سترګو غریبانو ته پیسې ورکوي چي زموږ پر ضد وسلوال قیام وکړئ. بیا نه هم ډک د ثروتمندانو ګودامونه چي باید په عامو غریبانو کي ویشل سوي وای، هغه د جګړې په مصارفو کي حیف و میل کیږي. د کاپیټالیزم، دیموکراسي او سوسیالیزم حدود په پورته مثال کي په ډیر ساده ډول پیژندلای سو. که د کندهار د اوسنیو طالبانو د والي (ښاغلی وفا صاب) ته وګورو چي ولایت ته په اریش کالو او پاپړي چپلوکو کي راځي (څو وښیي چي په اقتصادي وضیعت کي یې بدلون نه دی راغلی). خو پټ خبریږو چي یوه پیغله یې په ۱۸ لکه افغانیو غوښتې ده. دا خبره ګټه نه راته کوي چي ورته ووایو چي دا ۱۸ لکه دي د کومه کړې او دا پیغله دي ولي د ولایت څخه وړاندي نه راودول، ځکه چي ډیر قسمخوره به پیدا سي چي ووایي چي دا موږ ورته بخشیشي کړې. اوس که ولس بل څوک پر ده باندي هیئت مقرر ګړي، کوم سور سترګي چي پر راټول دي د ده په شان یو بل وفا به پر ده هیئت وټاکي.
 
د غدر مفهوم: دا چي غدر څه ته ویل کیږي او د غدار افادیت څه دی، د یوې بیلګي په توګه داسي په پوهیدلای سو. موږ په پاکستان کي مهاجر وو چي یو نیژدې خپل مو د کندهار څخه راغلی. هغه مجاهد پاته سوی وو او د کندهار په محله جاتو سیمه کي د روسانو سره کړي وروستۍ جګړې جزیات یې راته بیانول. خبره لنډه دا چي په هغه جګړه کي ډیر زیات روسي عسکر ووژل سول. د ده له قوله موږ هر عسکر نه سوای حسابلای. موږ به دا مړي د محله جاتو څاهانو ته اچول او د ټولۍ مشر دریشي او ستوري مو نښاني کړي وه. هغه ټولۍ مشران به مو حسابل. په پای کي به مو د ټولۍ مشرانو شمیر د هغه عدد سره ضرب کړي چي هر څو عسکره د روسي نظامي تشکیل په اساس هغه رهبري کول. په دې ډول به مو ارقام و خپلو مشرانو ته رسول. ده دا هم وویل چي په هغه جګړه کي موږ د ټول کندهار ولایت په سطحه بهترین مجاهدین قومندانان د لاسه ورکړل. زما لپاره دا یو سوال وو چي موږ افغانانو خو ځکه د دې جګړې څخه چاره نه لرل چي د روسانو د یرغل لاندي وو او بل تنظیمونو مشران هم خوښ وه چي د داوطلبو جنګیالیو تکړه قومندانان د روسانو د وتلو څخه وړاندي ووژل سي څو وروسته د تنظیمي اقتدار پر وړاندي سرخوږی جوړ نه کړي. لاکن روسي نظامي منصوبینو ته په دې چاره کي څه خیر په نظر ورتلی چي خپل بهترین روزل سوي عسکر یې په محله جاتو کي په یوه داسي جګړه کي ووژل چي دوئ په راتلونکو څو هفتو کي ختموله. دا سوال ځکه زموږ افغانانو لپاره مهم دی چي دا نیژدې څو میاشتو کي چي اشرفغني او د ده نظامي منصوبین په دې ښه پوه وه چي د اقتدار جګړه یې بایللې ده، په عوض د دې چي په صلحیزه فضاء کي موقف پریږدي، جګړې ته یې شدت ورکړ او خپل په زرهاوو ځایي عسکر یې بېځایه د طالبانو سره په جګړه کي ووژل او د طالبانو د مشرتابه یوې برخي هم دا هڅه وکړل چي دا تیر ۲۰ کاله جنګیدلي طالبان چي هر څومره د غني د حکومت د سقوط سره وژل کیدای سي باید ووژل سي. ښه ډیر کلونه وروسته زموږ یوه بل خپل چي پخوانی خلقي وو، هغه په روسیه کي د کمونیسټانو پر ضد د ګورباچوف د کودتاه قصه راته وکړل چي څنګه د افغانستان په جګړه کي د شوروي اقتصاد دې ځای ته ورسیدی چي د راتلونکو شپږو میاشتو تنخواهوي یې هم نه لرلې. بیا کله چي ګورباچوف پر کمونیزم باندي په مسکو کي کودتاه وکړل نو د امریکا څخه خصوصي ځواکونه راغلل او د مسکو په هوایي ډګر کي کښته سول. د کمونیسټي ګوند تقریباً اکثرو جګپوړو چارواکو د ممکنه ذلت له ویري ځانوژني وکړې. که څه هم د روسي کمونیسټانو لخوا موږ افغانان ډیر زورول سوي یو، خو یو انسان باید د بل انسان په وحشتناکه عقوبت او عواملو باندي غور وکړي او د هغه شخص د بنسټیزو حقوقو د پایماله کیدلو ملاتړی ونه اوسیږي چي دده حقوق یې پایماله کړي وه. دغه روسي کمونیسټ جنرالان وه چي د دوئ ځواکونود فشار په مټ جرمني جنرالان ځانوژني ته اړ کړل سول. د هغه ترمخه برطانوي او جرمني جنرالان د دې سبب سوي وه چي د فرانسې یو شمیر جنرالان ځانوژني ته اړ کړي. هغه کمونیسټ روسي جنرالان چي د امریکایي ځواکونو په ملاتړ یې د خپلو همکارانو سره غدر او کودتاه یې پر وکړل، امریکایانو ته ښه ورمعلوم دي. البته هغه روسي جنرالانو چي د ګورباچوف په کودتاه کي مړه سول، هغوئ د افغانستان غدارن ښه پیژندل چي د خپل هیواد په اشغال کي یې مرسته ورسره کړې وه. یعني د تیرو څو لسیزو په جګړو کي د ملتونو خاینانو بقاء موندلې ده او د ملتونو ریښتني ساتونکي د بینه تللي دي. اوس د نړۍ په سیاست کي دا یوه دوامداره پدیده ده چي غداران پکښي قدرت ته رسیږي او د ولس ریښتني محافظین د خپلو خلګو د سترګو په وړاندي داسي وژل کیږي لکه څو لیوان چي د رمې ساتونکی سپی سره څیري او پوسونه رډي سترګي ورته ګوري. په معاصر تاریخ کي ډونلډ ټرمپ او ملا برادر اخوند دوه داسي مثبت اشخاص وه چي د دوو ملتونو تر منځ یې جګړه په باعزته توګه ختمولو هڅه وکړل. د خدمت اجرونه یې دا سول چي یوه ګټلي ټاکني بایلولوې او کور ته ولاړی او بل د بهرنیو استخباراتو د لاسپوڅي رئیس الوزراء مرستیال موقف قبول کړ (مرګ یې پرده وو، نه دا ذلت). د دواړو هیوادونو ملتونه هر څه رډي سترګي ویني. د غني او د هغه لاسپوڅو جګړه خوښه غدارانو لخوا پریښودل سوي موقفونه د طالبانو د طرف هغو غدارانو اشغال کړل چي د هغه مخفي مافیاوو لاسپوڅي دي، د کومو د اوخوره څخه چي اشرفغني او د هغه ملګرو اوبه او شپیشتي خوړلې. دا چي ملا برادر اخوند ولي ځانوژنه ونه کړل علت یې دا وو چي په اسلام کي ځانوژنه حرامه ده. د افغانستان د صلحه غوښتونکو رهبرانو د ټولو هڅو جواب دا ادبي څپیړه وه چي: ولس راسره نیمه کړل د خپلي خولې مړۍ....... موږ ماته کړل نړۍ...... موږ ماته کړل نړۍ. اوس د امارت د تیر نظام پاته سوو ته څوک ووایي چي نړۍ درباندي راغلل په یوه میاشت کي یې داسي تیت و پرک کړاست چي کلونه کلونه د امیر المومنین د جنازې فرض کفایي لمونځ قضایي درباندي وه. دا چي تجهیز او تکفین یې وسو او که نه دا لا یوه ډوبه جاله ده. او تاسي اوس هم شرم نه لرۍ چي په خیرات کي درکړل سوي صلحي ته د بري نوم ورکوئ. خوشحالئ د هر چا خوښیږي ولو چي کاذبه خوشحالي هم وي، خو موږ وینو چي اوس د خوشحالیو ځای نه دی د کار وخت دی او هغه هم د پرمعنا کار چي ټول ولس (طالبان هم د دې ولس برخه دي) متحد سو او د طالبانو د هغه مشرانو سره حساب پیل کړو چي د آی ایس آی په لارښونه یې افغانان د ټولي نړۍ سره په جنګ واچول، کندهار یې اټومي برید ته مواجه کړ او د هغه وروسته یې پر خپل سر د نړیوالي یهودي مافیا لخوا پیل سوي د ځانمرګو پروژې ته زموږ داوطلبه ځوانان وړاندي کړل څو ځانمرګي ځني جوړ سي. موږ باید بیله درنګه د طالبانو هغه مفتیان پیدا کړو چي د ځانمرګو د روایت فتواوي یې ورکړلې او په تعقیب یې د طالبانو هغه نظامي او سیاسي رهبران مشخص کړو چي دا فتواوي یې ومنلې. زموږ هغه علماء چي ځانمرګی روا بولي د هغه قرآني حکم څخه د دایمي انکار په سبب ښکاره مرتد دي چي بشر د ځانوژني څخه منع کوي. باید، وې وژنو. یو وخت وو چي جرمني د نړۍ برخه نه وو او جرمني د نړۍ د ماتولو خبري کولې. نړۍ چي د برطانیې، فرانسې او اټالیې څخه تشکیل وه؛ هغه هم د جرمني د ماتولو خبري کولې. جرمني شکست وخوړۍ نو نړۍ ډیر ذلت آمیزه شرایط پر وضع کړل. بیا چي جرمنيان پر زورور سول، نړۍ بیرته ماته ورته ومنل او صلحه یې وړاندي کړل. جرمني هم بل څه نه غوښتل، لاکن هلته هم ځیني نړیوالي لابیاني وې چي شعار یې داغه وو چي ما مه شمیره درګډ یم. په دواړو طرفینو کي ځیني سیاسیون او چارواکي وه چي غیر رسمي شراکتونه یې لرل او د دوئ غیر رسمي شریکانو خپلي ګټي په جګړه کي لیدلې. ولسونو ته کاذب قناعت ورکړل سو چي په جګړه کي ملي ګټي دي، لکه دلته چي حقاني شبکه د ځانمرګو په مټ زور ږغوي او بګیل سوي هم د زور خبري کوي. کله چي دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسیدل، د جرمني او هم د هغه د مخالفینو جغرافیې کمي سوې، زیاتي نه سوې (په استثناء د امریکا) او د ملیونونو انسانانو مړینه او اقتصادي ضربه په ګټه کي ورورسیدله. البته نن د افغانستان حالات لږ بل ډول دي. افغان ولس ښه پوهیږي چي د نړۍ څخه په بشپړ تجرید کي نه سي پاتیدلای خو په دې هم پوهیږي چي هیڅ څوک باید د اقتصادي، سیاسي او تجارتي اړیکو په بدل کي د خپل فرهنګ د پریښودلو شرط ورته کښېنه ږدي. دا چي د فیض حمید په لاس جوړه سوې کابینه و دا د آی ایس ای لاسپوڅي جوکران یې د رئیس الوزراء او وزیرانو په صفت ومنل علت یې دا وو چي د ای ایس ای تر شا یې سي آی اې او هغه ګوند ولیدی چي د امریکا پارلمان، کانګریس او د ولس مشري ماڼۍ یې هم په لاس کي وه او بیا یې د هغوئ تر شا د نورو هیوادونو رهبران هم تر سترګو سول او په داخل د هیواد کي هم په خوله مسلمان او په زړه کافر ډیر وه چي د دې ولس پلورو تر شا ولاړ وه. د افغانستان د صلحي پروسه خو یوازي د پاکستان په لاس کي نه وه چي فیض حمید به د نوي نظام کابینه ټاکل. دلته تقریباً د ټولي نړۍ دولتونه په مستقیم ډول یا غیر مستقیم ډول ښکیل وه. دا چي پایله یې داسي په غیر رسمي ډول کیږي، دا د نړۍ د ټولو مسئولیت پزیرو ځواکونو ناکامي ده، نه د حامد کرزي یا ملا برادر اخوند یا د افغان ولس. اشرفغني د امریکا سړی وو په دې ټوله نړۍ خبره وه. اشرف غني یوې خوا ته وایي چي د ملي اردو اعلی سرقومندان دی، بیا وایي چي ده کابل ځکه ناببره پریښود چي طالبان کابل ته داخل سوي وه او اردو د ښار دفاع نه کول. یو څو ورځي وړاندي بیا داغه اشرفغني په یوه بیان کي ویلي وه چي نه غواړم چي افغانستان د حقاني مدرسې لخوا اداره سي. په دې خو ټوله موافق دي چي غني نه تفکر لري او نه حافظه. دی فقط د ورکړل سوي کاغذ له مخي خبري کوي. دده دا خبري واضح کوي چي دی ډیر پخوا لا د فیض حمید د کابینې د جوړښت څخه معلومات لرل لکه نجیب چي د القاعده د راتګ په اړه خبر وو او په خپلو ویناوو کي یې د هغه څخه یادونه کول. یعني دا پلان په مخفي ډول د دیر پخوا څخه لا موجود وو چي امریکایان به د افغانستان څخه د ویټنام په څیر غیر منظم پرشا تګ کوي او د افغانستان واګي به بیرته هغه ټروریسټانو ته سپارل کیږي چي د نړیوال ټروریزم سره یې اړیکي لرلې او د اسلام په نامه یې ځوانان غولول او بیا یې په قرارداد اخیستل سوو جګړو کي جنګول. ملابرادر چي د طالبانو په استازیتوب یې نړیوال مزاکرات پر مخ بیول هغه مهال د خپلي مرستیالۍ خبر سو چي کله کابینه اعلان سوې وه. دا چي نړیوالي مافیاوي د ملتونو په وړاندي معلوم مسئولیتونه او شریکي معنوي ګټي نلري او فقط د خپلو اقتصادي ګټو لپاره کار کوي نو هیڅ حق نلري چي د نړۍ او هیوادونو په سیاسي مسائلوباندي اغیزي ولري.د دوئ دا مداخلات مطلق نامشروع دي. دا چي په غیر رسمي ډول یې سر ته رسوي هم یې علت داغه دی چي په اصولو او رسمیاتو کي د دې کارونو حق نه دی ورکړل سوی.  په روانو شرایطو کي که د افغانستان خلګ داخلي استقلال نه لري، د امریکا وروستیو ټولټاکنو ثابته کړل چي امریکا هم داخلي استقلال نلري او نه هم د هغه متحدین داخلي سیاسي استقلال لري، که نه د ټولي نړۍ ګړنګنان به د دوئ په هیوادونو کي بې پاسپورټه، بې تضمینه، بې ښه او بې بده نه ګرزیدل. په اوس مرحله کي فقط موږ دومره کولای سو چي دوئ پوه کړو چي یو ملت تر څو داخلي سیاسي استقلال ونه لري، د نړۍ لخوا یې بیرغ او جغرافیه په رسمیت پیژندل یو امتیاز نه دی بلکه یو عذاب دی. تر اوسه پوري خو موږ دانګریزانو، روسانو او امریکایانو وحشتونه لیدلي دي چي (په خپل اند) د نړۍ مهذب ترینه ملتونه او د بشري کرامت علمبرداران دي. اصلي غم به هغه مهال وي چي د ایرانیانو، چینایانو او هندواڼو په ژرنده غنم اوړه کړو. د ایرانیانو سره به لا یو څه ګزاره وسي چي دوئ پر موږ ډیر دي خو بیخي ډیر نه دي، اصل مشکل د چین سره دی چي چینایان ادم خواره دي. که چیري افغانستان د چین تر اشغال لاندي راسي چي په بیجنګ کي مشران یې خبریږي زموږ نیمای نفوس به د هغوئ د اشغالګرو عسکرو تر کلمو تیر سوي او په غایطه موادو به بدل سوي وي.